تاند – سلګونو کسانو د حبيب الله کلکاني، چې په بچه سقاو مشهور دی، مړى د ښخولو له پاره  د کابل ښار د شهرارا غونډۍ ته لېږداوه، چې د شهرارا په کوڅه کې پرې ډزې وشوې چې ۲ کسان په کې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي خو ډزې لا روانې دي.

د بچه سقاو د جنازې په بدرګه کوونکیو کې د شمال د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور، امرالله صالح او نور شامل دي، او د هغه د ١٦ نورو ملګرو د بيا ښخولو مراسم یې نيولي دي.14142081_1035042859943374_8207484823336877571_n

د بچه سقاو پلویان وایي چې، د عدلي طب په همکارۍ يې د کابل ښار په نادرخان غونډۍ کې د کلکاني او د هغه د نورو ملګرو قبرونه پيدا کړي دي. هغوی غوښتل چې د بچه سقاو او د هغه د مړو ملګرو جسدونه په شهر آرا غونډۍ کې ښخ کړي خو ویل کیږي چې د جنرال عبدالرشيد دوستم کسان هلته د هغوی د جسدونو د ښخولو اجازه نه ورکوي.

د جنرال دوستم ویاند کنېشکا ترکستاني وایي چې، ازبکان اجازه نه ورکوي چې د حبيب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي په شهرارا تپه کې خاور ته وسپارل شي او وایي چې دا یې د نیکونو بابریانو میراث دی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې د بچه سقاو یوه پلوي فعال په خپله رسنیزه پاڼه لیکلي وو چې، «جنرال دوستم در حال حاضر توان سد بندی در برابر صد ها نفر فرد مسلح هیجانی و حاضر به جنگ را ندارد.»

د سقاو د زوی او د هغه د ملګرو جنازه نن د کابل ښار په عیدګاه جومات کې وشوه او کله چې د هغوی جسدونه د شهر آرا تپې خوا ته لېږدول کېدل په لاره کې پرې ډزې وشوې. ویل کیږي چې په پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *