تاند، چهارشنبه، د سنبلې ۲۰ مه: د افغانستان د لویې څارنوالۍ چارواکي وایي، د حج او اوقافو د سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب او د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا ترهخېل محمدي ترمنځ د شوې لانجې دوسیه دوی ته رسېدلې ده.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د حج اقافو وزارت د سرپرست او د ولسي جرګې د پخواني غړي ملا ترخیل قضیه لویي څارنوالۍ ته رسیدلې او د ښاغلي منیب قضیه به په جدي ډول وڅیړل شي.
د حج اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب ویلي وو چې تېره جمعه د ارګ په جومات کې ښاغلي محمدي او د هغه وروڼو ورته سپکاوی کړی او فزیکي حمله یې پرې کړې وه.
تېره اوونۍ ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته وویل چې ددې موضوع د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکلی.
اوس تازه د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ویلي چې قضیه تر دوی رسیدلې او دا موضوع به په جدي ډول وڅېړل شي.
بل خوا د ولسي جرګې پخوانی غړی ملا ترهخېل ادعا کوي چې د حج او اوقافو وزارت سرپرست په خپل دفتر کې د دوی یو شمېر علماو او مؤکلینو ته سپکاوی کړی، خو اتهام یې پر ده لګوي.
ملا ترهخېل محمدي د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د کابل د خلکو استازی او د دغې جرګې د ۱۷مې دورې نوماند و چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د غیر مسؤله وسلهوالو کسانو د درلودو په تور له لېست نه حذف کړ.