نېټه١٣٩٢، ٠٦، ٢٨
کندهار افغانستان- مولوي محمد عمر د کندهار ولايت د حج و اوقافو رياست د نوي سرپرست رئيس په توګه نن ددغي ادارې مامورينو ته ور معرفي کړل سو.
محمد عمر د جمعه زوى وروسته له هغه ددغه رياست د سرپرست په توګه وټاکل سو، چي مخکيني رئيس مولوي نور العزيز د حج په پروسه کي د درغليو په تور د څارنوالۍ لخوا ونيول سو.
د حج و اوقافو رياست لپاره نوى معرفي سوى سرپرست د کندهار پوهنتون د شريعاتو د پوهنځى فارغ دى او په څنګ کي يې ورسره يو عالم عصري زدکړي هم کړي دي.