د همدې خاطراتو څلورمه برخه د افغان حاجیانو جامو ته ځانګړې شوې او په همدې لیکنه کې د افغان حاجیانو د جامو په اړه د حج او اوقافو وزارت ته یو لړ وړاندیزونه لرم.
حج ته چې له کومو هېوادونو څخه حاجیان راځي نو د زیاترو د جامو په یوه برخه د اړوندو هېوادونو ځینې مشخصات لکه د حاجي نوم، په خپل هېواد کې د حاجي د کمپیوټري ثبت لمبر، د متبوع هېواد نوم، د بیرغ رنګ، آدرس یا پته، د اړیکو شمېرې، برېښنالیک او ځینې نورې ځانګړنې لیکل شوې وي. ځینو هېوادونو لکه اندونیزیا خو خپلو حاجیانو ته په احرام باندې هم د خپل هېواد نوم او د بیرغ رنګ چاپ کړی او داسې ځانګړي بکسې یې هم حاجیانو ته ورکړې وي چې یاد شوی معلومات پرې لیکل شوی وي. د افغانستان حاجیانو جامې بیا په یو ډول نه دي او نه هم د نارینه افغان حاجیانو لپاره د ځانګړو جامو کوم ترتیبات تر دې مهاله په پام کې شوي دي بلکي یوازې د افغان ښځینه حاجیانو لپاره یو داسې ټکری یا پوړنی ترتیب شوی چې په شا یې د هېواد د ملي بیرغ کوچنی ټاپه وي او په منځکې یې یوازې د افغانستان نوم لیکل شوی دی. مخکې له دې چې د افغان حاجیانو لپاره د جامو د ترتیب په باب خپل وړاندیز او طرح وړاندې کړم باید د دې خبرې یادونه و شي چې د حج د چارو لپاره یو داسې وزارت کار کوي چې په زرګونو موظف مامورین لري او د خپلو اړوندو چارو د اجرا لپاره ښه زیات وخت لري چې د کال ۹ میاشتې کېږي نو که و غواړي کولای شي د افغان حاجیانو د حج چارې په ښه توګه سمبالې کړي. د افغان حاجیانو د جامو په هکله زما مشخص وړاندیز دا دی چې د حج او اوقافو وزارت دې د چارو د ماهرینو په مرسته د افغان حاجیانو (نارینه او ښځینه) لپاره د جامو دوه داسې بېل بېل ماډل وړاندې کړي چې ځانګړي مشخصات او نښې و لري څو د حج په موسم کې د افغان حاجیانو په پېژندګلوۍ کې مرسته وکړي. د دې جامو لپاره دې د ښځینه وو لپاره ځانګړی مناسب رنګ او د نارینه وو لپاره ځانګړی مناسب رنګ غوره شي او تر برابرېدو وروسته دې هر حاجي ته د حج د سفر د مخه هغه ستیکر یا برابره شوې پاڼه توزیع او په خپلو جامو د ګنډلو حکم ورته و شي چې ټول اړوند معلومات لکه د حاجي نوم، د حاجي د حج لمبر، د افغانستان او سعودي د فعالو تیلفوني شمېرو لمبرونه، ضروري آدرسونه، برېښنالیک او داسې نور و لري. باید دغه راز معلومات په پښتو سربېره په انګریزي یا عربي ژبو هم پرې لیکل شوي وي. که په دې جامو کې د نارینه وو لپاره له لونګۍ څخه ډه ډه وشي او د هغه پر ځای د خولۍ یو ماډل وړاندې شي ښه به وي ځکه افغان حاجیان به د نورو هغو سیمو له حاجیانو سره توپیر و لري چې لونګۍ په سر کوي، له بلې خوا به حاجیان د لونګۍ د تړلو او وینځلو له تکلیف څخه هم ژغورل شوي وي. که چېرې د حج او اوقافو د وزارت له لوري دغه ماډل جوړېږي نو بیا دې هر حاجي ته وویل شي چې د حج د سفر د پيل کېدو د مخه دې لږ تر لږه درې جوړه دغه ډول جامې د خپل ځان لپاره تیارې او د حج د وزارت له لوري دې توزیع کړي ستیکرونه پرې و ګنډل شي. افغان حاجیان به مکلف وي چې حج ته د خپل سفر د لومړۍ ورځې څخه بیا د همدې سفر تر وروستۍ ورځې او کورته تر راستنېدو پورې یوازې همدغه جامې وا غوندي چې ماډل یې د حج او اوقافو د وزارت لوري په رسمیت پېژندل شوی دی.
باید وویل شي چې د حج په موسم کې د دې سره سره چې حاجیان د حج مناسک ادا کوي، هلته د مختلفو ملتونو د وګړو په وړاندې د خپل هېواد، ملت، مېشتو وګړو د نظم، کلتور او هر اړخیز څرنګوالي ننداره هم وړاندې کوي نو که چېرې د همدې جامو د ماډل رنګ، ښکلا او برابروالي په هکله د اړوندو چارواکو له لوري ژور فکر و شي لا به ښه وي او د حج په موسم کې به یې په ښکلې او مناسبه بڼه زموږ د هېواد او خلکو د معرفي په باب لازمه مرسته کړې وي او افغانستان به یې د یو منظم هېواد په توګه معرفي کړی وي. له بلې خوا که خدای مه کړه کوم افغان حاجي ورکېږي یا د حج د موسم په بیروبار کې څه زیان ورته رسېږي نو د هغه د موندلو په برخه کې به څه ستونزه نه وي او په آسانه به تشخیص کېږي. نور بیا…