تاند- په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر وخت څه باندې دوه ملیونه زیارت کوونکي ځینې وخت له ستونزو سره مخامخ وي.

یوه له دې ستونزو د اوسېدو ځای دی.

 سعودي پانګوال اوس هڅه کوي چې کرار کرار دا ستونزه هم هواره کړي.

د حج د زیارت کوونکو د اوسېدو د ستونزو د هواري یوه لاره د خوب کوچنۍ او په مډرن سیسټم جوړې شوې کوټې دي.

د دغو وړو خوب خونو دروازې په کارت خلاصیږي او زیارت کوونکي په ارام زړه پکې اوسیدلی شي.

په دې کوټو کې له یوې خوا د زیارتوالو محرمیت خوندي وي او له بلې خوا بل څوک ورتلای نه شي نو زیارتوال په ډاډه زړه جامې پکې بدلولی شي او یو کوچنی قاتېدونکی مېز هم لري.

د هدیه په نوم شرکت دا کوټې جوړوي او وايي چې سږ کال یې په ازمیښتي توګه یو شمېر زیارت کوونکو ته د خوب دا کوټې ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه پورې زیارت کوونکي په خیمو کې اوسېدل چې په درو مهمو ځایونو کې درول کېدې. هره خیمه د ۱۰ تنو لپاره وي خو ډېر زیارت کوونکي پکې ډاډه نه وي.

په خیمو کې زیارتوال یا پر توشکونو او یا تختونو ویدېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *