تاند، شنبه، د حمل ۲۳مه: د حج و اوقاف وزارت فتوای صادره کړې ده چې په اوسنیو کورونايي شرایطو کې د جماعت یا په ډله د لمانځه ترک یو شرعي عذر دی او هیڅ ګناه نلري.
دغه وزارت د کورونا د مخنیوي لپاره د جماعت د لمانځه په اړه ویلي چې په صفونو کې فاصله په پام کې نه نیول کېږي حال دا چې کورونا په داسې وضعیت کې ژر خپرېږي.
وزارت همدا راز د کورونايي مړو د ښخولو او تکفین په اړه هم شرعي احکام خپاره کړي دي او له خلکو یې غوښتي دي چې د قرنطین په موده کې دې جوماتونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او په نورو ځایونو کې دې هم لمونځ له روغتیايي تدابیرو سره ادا کړي.
په فتوا کې راغلي چې د کورونا ویروس په اړه بې غوري حرامه او بې احتیاطي د مرګ سبب ګرځي: (( خلک دې جوماتونو له تګ څخه پرهېز وکړي، د کورونا ویروس یو شرعي عذر دی، په جماعت د لمونځ نه ادا کول باک نلري.))
د حج و اوقاف وزارت په فتوا کې زیاته شوې چې د جمعې مبارکې ورځې لمونځونه دې د جومات د کارکوونکو او روغ صحت لرونکو لخوا په هغه صورت کې ادا شي چې جومات ضد عفوني شوی اوسي او نور خلک دې په کور کې پاتې شي: (( مشکوک کسان دې جومات ته له تګ څخه جدي پرهېز وکړي، که څوک په دې خبرو عمل نه کوي د عمدي هلاکت خوله کې ځان ورکوي.))
وزارت همدا راز د کورونايي مړود تکفین، غسل او تدفین په اړه ویلي چې که د کورونا د خپرېدو وېره وي یا د مړو شمېر له حده ووځي نو غسل دې نه ورکوي او خاورو ته دې یې وسپاري.
وزارت همدا راز پر ملا امامانو غږ کړی دی چې په اذانونو کې دې : ((صلوا فی رحالکم – لمونځ په کور کې وکړئ)) جمله ور زیاته کړي.
افغانستان دا فتوا په داسې حال کې ورکړې چې د کورونا ناروغان یې ۵۲۱ تنو څخه اوښتي دي او د عامې روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ خپرېدو او ټولنیزې خپرېدنې ته اندېښمن دی.
تر دې وړاندې ګڼو اسلامي هیوادونو د کورونا ناروغۍ له امله جوماتونو ته د نه تللو امر کړی و او سعودي عربستان د عمرې حج لپاره د کعبې شریفې دروازې هم وتړلې .
درنو هېوادوالو د کورونا ویروس جدي ونیسئ .
وایې بختور یې په بل ویني او کم بخت یې پرځان . تاسو وليدل چې په ټوله نړۍ کې تر نن پورې یو میلیون اووسوه لس زره او درې سوه اته درېش تنه پدې مرض ګرفتاره شوید چې تر اوسه یو سلو درې زره پنځه سوه دولس نفره وژل شوي دی . زمونږ په نژدې ګاونډیانو کې د مثال په توګه په ایران کې پدې وروستیو دوه درې میاشتو کې دغې مهلکې وبا دهغه هېواد د رسمې ارقامو له مخې تر دې لحظې پورې 4232 نفره او د ترکیې 1006 نفره تلفات ورکړي ، همدارنګه په ټول ایران کې تر اوسه 68192 نفره او په ترکیه کې 47029 نفره پرې ګرفتاره شویدي.
په پاکستان کې هم 4893 تنه پرې اخته شوی او 77 تنه یې وژلي دي.
البته دا ارقام به یو ساعت وروسته نور اعتبار ونلري ځکه د مریضانو او وژل شویو کسانو تعداد به نور هم زیات شوی وي.
متأسفانه دا ویروس تراوسه کومه یقیني او موثره دوا او علاج نه لري . الله تعالی ج ډېر مهربانه او بښوونکی ذات دی ، اما کورونا ډېره بېرحمه او ظالمه وبا ده .
بنا د اسلامي شریعت له مخې ځان ساتل فرض دی ، هم خپل ځانونه او هم خپله کورنۍ له دې وژونکې ویروس نه وساتئ .