تاند- د سږ کال د حج د مراسمو په ترڅ کې لومړنی ماشوم یوې افغان ښځې دنیا ته راووړ.

د سعودي عربستان رسنیو د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد د روغتیا وزارت په قول راپور ورکړ چې یوې ۳۳ کلنې افغان ښځې، چې د حج د زیارت د ادا کولو لپاره دې هیواد ته تللې وه، د سې شنبې په ورځ د مکې د مور او ماشوم په زېږنتون کې ماشوم وزېږاوه چې دا د روان ۱۴۴۰ هجري قمري کال د حج په مراسمو کې لومړنی ماشوم دی چې دنیا ته سترګې غړوي.

سعودي رسنۍ وايي چې افغان مور د سعودي عربستان د روغتیا وزارت او د مور او ماشوم د زېږنتون مننه وکړه چې هغې ته یې ښه روغتیايي خدمات برابر کړل.

هغې پر خپل نوزېږي ماشوم (محمد) نوم کېښود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *