حزب اسلامي افغانستان د برما د مظلومو مسلمانانو په ضد د دې هېواد د جاني او وحشي حکومت جنايات او وحشيانه عام وژنه په کلکو ټکو غندي، پر اسلامي امت غږ کوي چي د برما د مظلوم ولس په څنګ كي ودرېږي او مرسته ئې وکړي چي له دي ظلم او عام وژني وژغورل شي.
 
د برما د مسلمانانو عام وژنه اوږده او خونړۍ سابقه لري، خو هغه مهال ئې شدت لازيات او لمن ئې لازياته پراخه شوه چي د طالبانو په لاس په باميانو کي د بودا مجسمې ويجاړي شوې او فيلمونه ئې رسنيو خپاره كړل. 
 
دښمنانو له دې پراخه استفاده وكړه او بودايان ئې د مسلمانانو په ضد وپارول، بودايي برمايان د غچ اخيستلو لپاره ميدان ته راووتل؛ خو د دې پر ځاى چي د پېښې له اصلي عاملينو د انتقام لار غوره کړي د ځناورو په څېر ئې له خپلو هموطنو برمايي مسلمانانو انتقام اخيستلو ته ملا وتړله. تر ننه ئې په زرګونو مظلوم مسلمانان ووژل او د لسګونو زرو نورو کورونه ئې يا وران کړل يا ئې وسوزول او استوګن ئې هجرت ته اړ کړل.
 
متأسفانه ګورو چي د دې ستري غميزي په وړاندي نه يوازي د اسلامي هېوادونو ډیرى مشران پټه خوله دي او له څه ويلو او څه کولو ډډه کوي بلكي د انساني حقوقو تورمخي او دروغجن مدعيان هم نه څه وايي او نه څه کوي؛ داسي بي تفاوته دي لکه چي هيڅ نه وي شوي.
 
له شكه پرته هغه هېوادونه او حکومتونه په دي جناياتو کي شريک دي چي د برما د مفسد او جاني حکومت ملاتړ کوي او دوستانه اړيكي ورسره پالي.
 
نن د نړۍ ټول جنګونه په اسلامي هېوادو کي روان دي. پدي جنګونو کي يوازي مسلمانان مري او د هغوي کورونه او هېوادونه ورانيږي.
 
باور مو دا دئ چي إن شاءالله د مسلمانانو د مظلوميت دا بدي ورځي او بد حالت به نه يوازي په برما كي بلكي په ټولي نړۍ كي حتماً او ژر پاى ته رسي. د هغي ورځي د راسېدو په هيله.
 
حزب اسلامي افغانستان
 
د سنبلې۱۳مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *