د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

له تېرې اوونۍ راهیسې په رسنيو کې داسې خبرونه خپرېږي، چې روسیه او فرانسه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د هغې غوښتنې په لاره کې خنډونه جوړوي، چې له مخې يې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم لرې کول غواړي. د حزب اسلامي (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د سولې د هوکړه‌ليک له دریو مهمو ژمنو څخه یوه هم دا وه، چې افغان حکومت به د حکمتیار نوم له تور لېست څخه وباسي.

که څه هم حزب اسلامي د فرانسې او روسيې له مخالفت وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره له تور لېست څخه د دغې ډلې د مشر نوم ايستل مهم ونه بلل او د دوی په وينا د حزب مشر د کوم هېواد ويزه نه غواړي او دا د افغانانو خپلمنځي هوکړه ده؛ خو بيا هم دا ژمنه د دغه هوکړه‌ليک له مهمو مادو څخه ګڼل کېږي او د افغان حکومت پر حيثيت او دغه هوکړه منفي سيوری غوړولی شي.

د سولې پر دغه دوه‌اړخيز تړون کابو درې میاشتې تېرېږي؛ خو افغان حکومت لاهم په هوکړه‌ليک کې راغلې ژمنې نه دي عملي کړې. دا چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقتامې په تړاو تراوسه څه شوي، څومره عملي شوې، په لاره کې پراته خنډونه څه دي، بالاخره به د دغه تړون برخلیک څه وي او له طالبانو سره د سولې په احتمالي خبرو اترو څه اغېزې ښندي؟ هغه پوښتنې دي چې په دغه تحليل کې مو ځواب کړې دي.

د حزب اسلامي-افغان حکومت د سولې تړون

د حزب اسلامي د اجرائيه شورا مهم غړی ډاکتر غیرت بهیر په ۱۳۸۷ کال کې د بګرام له زندانه خوشې شو او د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې اترې هم له همدې نېټې پيل شوې. په پيل کې حزب اسلامي د بېلابېلو اعلامیو په خپرولو سره د سولې د توافق لپاره شرطونه کېښودل او ډېری دا اعلامیې به يې د مهمو پېښو پرمهال خپرولې. د بېلګې په توګه کله چې په ۱۳۸۹ کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه، حزب اسلامي اعلامیه خپره کړه. بل ځل چې کله د افغان طالبانو د قطر دفتر پر سر لانجه راپورته شوه، حزب اسلامي يو ځل بیا خبرو اترو ته لېوالتیا وښوده.

د یوې څېړنې له مخې، حزب اسلامي له ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې ۱۷ ځله خپل پلاوي د سولې د خبرو اترو په موخه کابل ته راولېږل. له ۱۳۹۲ کال څخه تر ۱۳۹۳ کال پورې یې هم څو ځله خپل پلاوي راواستول؛ خو دغو هڅو کومه څرګنده پایله ونه درلوده. هغه مهال د خبرو اترو د ناکامېدو عمده لاملونه د جګړې په ډګر کې د حزب اسلامي کم رول، له حزب اسلامي سره د ځینو لورو ژور مخالفت، په خبرو اترو کې د حزب اسلامي سخت دریځ، د حزب اسلامي پاشلی دریځ او په دولت کې د یوه بدیل حزب اسلامي شتون وو.

د اشرف غني له واک ته رسېدو سره او بیا چې کله د سولې د څلور اړخیزو خبرو اترو له دوو غونډو وروسته افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته حاضر نه شول، نو د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د خبرو اترو لړۍ ګړندۍ شوه او په پای کې د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر پر ۲۲مه د دواړو لورو له‌خوا د سولې پر تړون لاسلیک وشو.

له حزب اسلامي سره د سولې د تړون تطبيق

له حزب اسلامي سره د سولې د تړون له لاسليک کولو وروسته، د دغه تړون د موادو د تطبیق ګډ کمیسیون جوړونې وخت واخیست، چې بیا د ولسمشر د ځانګړي فرمان له صادرېدو سره د ۲۰۱۶ کال په نوامبر میاشت کې جوړ شو. د افغان حکومت د پلاوي مشر ډاکتر اکرم خپلواک، او غړي یې فیض الله ذکي او محمد مسعود اندرابي وټاکل شول. د حزب اسلامي له‌خوا د پلاوي مشري قاضي عبدالحکیم حکیم او غړي یې محمد امین کریم او غیرت بهیر وو. په بل اړخ کې د سولې عالي شورا له‌خوا عزیزالله دین محمد، عطاء الرحمن سلیم، حبیبه سرابي او مولوي عبدالخبیر او چقون د کميسيون غړي وټاکل شول.

د نوامبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د سولې د موافقتنامې د پلي کولو ګډ اجرایوي کمیسیون خپله لومړنۍ غونډه وکړه او د دغه کمیسیون په دندو کې د لاندې دریو ژمنو عملي کول شامل شول:

لومړی؛ د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم ایستل؛

دویم؛ د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کول؛

درېیم؛ د حزب اسلامي اړوندو کډوالو ته تر ۲۰ زرو نومرو پورې یوه سیمه ورکول.

د لومړۍ ژمنې د عملي کولو په موخه افغان دولت د ملګرو ملتونو قوانینو ته په کتلو سره د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو خپل دلایل په غوښتنلیک کې ولیکل او په ډسمبر میاشت کې يې ملګرو ملتونو ته واستول. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشر د افغان حکومت له‌خوا وړاندې شوي دلایل د امنیت شورا غړو هېوادونو ته ولېږل، ترڅو په لسو ورځو کې خپل ځواب ووايي. د رسنيو د معلوماتو له مخې، لومړی د فرانسې حکومت او بیا په رسمي توګه روسیې د لسو ورځو وخت وځنډاوه او په دې اړه د زيات وخت غوښتونکي شول. که څه هم د حزب اسلامي د ویاند له قوله، افغان حکومت د فرانسې ولسمشر او پارلمان ته په دې تړاو لیکونه استولي او هغوی په امنیت شورا کې د همکارۍ ژمنه کړې؛ خو د روسیې د غبرګون بدلولو په تړاو تراوسه څه نه دي شوي.

د دویمې ژمنې په تړاو حزب اسلامي د ۵۰۰ بندیانو یو ابتدايي لیست حکومت ته سپارلی؛ خو تراوسه افغان حکومت د حزب اسلامي یو تن هم له زندانه نه دی خوشی کړی.

د درېیمې ژمنې په تړاو هم د حکومت له اړخه په عملي ډګر کې څه نه دي شوي؛ خو حکومت ژمنه کړې، چې په برحاله ښارګوټو کې به د حزب اسلامي کډوالو ته ځایونه ورکړي. په بل اړخ کې حزب اسلامي هم د کابل ولایت په ځينو سیمو کې د کډوالو د پنډغالو لپاره خپلې سروې‌ګانې پيل کړې دي.

د سولې د تړون په تطبيق کې بهرني خنډونه

له حزب اسلامي سره د سولې تړون د عملي کولو په لاره کې بهرني خنډونه شته دي او په تېره بیا د روسیې لخوا داسې مهال خنډونه جوړېږي، چې د روسیې-چین-پاکستان په درې‌اړخیزه غونډه کې د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونو ایستلو په اړه همغږي ښودل شوې؛ خو د حزب اسلامي د مشر حکمتیار د نوم ایستلو په لاره کې خنډونه جوړوي. دا واقعاً یو هېښوونکی کار دی او په هېواد کې یې د روسانو له درې‌اړخیزې غونډې وروسته د روسانو په لور شکونه زیات کړي؛ ځکه روسیې په پيل کې له حزب سره د افغان حکومت له تړون څخه ملاتړ کړی و او د روسیې له‌خوا د داسې چارې تمه نه وه.

که څه هم روسیه د دغه کار تر شا لوی لامل په منځني ختیځ، اروپا او نورو مهمو نړیوالو پېښو کې خپله ښکېلتیا ګڼي او د حزب اسلامي د مشر په تړاو له ۱۰ ورځو څخه د زیات وخت غوښتونکې ده. خو بیا هم، د مسکو د دغه کار تر شا د امریکا-روسیې روانه سړه جګړه تر څه حده رول لوبوي. ځکه دوی له یوې خوا غواړي امریکا ته په داسې حال کې سرخوږی زیات کړي، چې وار له مخه یې له دغه تړون څخه هرکلی او ملاتړ کړی، بلکې ترڅنګ به یې د راتلونکو ګواښونکو میاشتو وضعیت ته په پام سره د ځان لپاره وخت هم اخیستی وي.

په بل اړخ کې ښايي د روسانو د دريځ تر شا هم د فرانسویانو په څېر، چې د مخالفت لوی لامل یې د حزب اسلامي ډلې له‌خوا په ۲۰۱۳ کال کې په تګاب کې له ۱۰ د زياتو فرانسوي سرتېرو وژل وو، په یوه کمزوري احتمال د شوروي-افغان جګړې سیوری غوړلی وي. دوی به ونه غواړي، هغه حکمتیار چې د روسانو د وژونکي په نوم مشهور و، په دومره اسانۍ سره د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ووځي.

له حزب سره د سولې برخلیک

که څه هم له حزب اسلامي سره د سولې د موافقتنامې په ژمنو ابتدايي کارونه شوي؛ خو په ټوله کې تراوسه یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې او اوس پکې د يوې مهمې ژمنې په تړاو د روسیې لخوا د شپږو میاشتو زيات وخت غوښتنه هم ورګډه شوه.

که چېرې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیه د حکمتیار د نوم ایستلو په تړاو قرارداد ویټو کړي، نو افغان حکومت بیا هم کولای شي، د نورو ژمنو د عملي کولو او د پاتې څلورو ویټو ځواکونو په ملاتړ تر ډېره د حزب اسلامي پر مشر بندیزونه راکم کړي. دا هغه څه دي، چې حزب اسلامي هم په خپله وروستۍ اعلامیه کې غوښتي دي. خو بیا هم د زندانیانو د خوشي کولو او د کډوالو د ښارګوټو په لاره کې خنډونه جوړېدل او په ډېری توګه د توافقنامې نه عملي کېدل به نه یوازې دا چې د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ بې‌باوري زیاته کړي، بلکې د خکو باور به نور هم پر افغان حکومت راکم کړي. د بېلګې په توګه، افغان حکومت د یوې کړۍ د فشارونو له کبله نه غواړي، چې حزب اسلامي ته په کابل کې یو ځانګړی ښارګوټی یا پنډغالی ورکړل شي.

له حزب اسلامي سره د سولې تړون عملي کول له طالبانو سره د سولې د احتمالي تړون له عملي کولو څو وارې اسانه دي. په دې برخه کې د افغان حکومت ناکامي او د سولې د تړون په عملي کولو کې ځنډ به د افغان طالبانو پر اذهانو هم ژوره اغېزه وښندي، په تېره بيا که چېرې دوی هم له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پيلول وغواړي. له طالبانو سره به دا پوښتنه هرومرو وي، چې افغان حکومت حکمتیار د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه نشي ایستلای نو د دوی ډېری غړي به څرنګه وباسي؟ دوی څرنګه پر افغان حکومت باور وکړي؟ دوی چې د حزب اسلامي ډېرې محدودې او آسانه ژمنې عملي نه شوای کړای، نو د دوی غوښتنې او له دوی سره ژمنې به څرنګه عملي کړي؟ دا هغه نکات دي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو او هوکړې پر احتمالي چانسونو به خورا منفي سيوری وغوړوي او دا چانسونه به صفر ته راټيټ کړي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *