پنج شنبه، د اسد ۲مه

د حزب اسلامي افغانستان امير د پنج شنبه په ورځ د هېواد له يو شمېر جيدوعلمأ کرامو سره وکتل او په بيلا بيلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې چې د حزب اسلامي د امير په هستوګنځي کې جوړه شوې وه، د علمأوو ترمنځ په يووالي او همغږۍ، په ښوونځيو او ديني مدارسو کې د واحد تعليمي نصاب په رامنځته کېدو او د مدرسې اومکتب ترمنځ د واټن په ختمیدو هر اړخيز بحث او خبرې اترې وشوې.

د حزب اسلامي افغانستان امير وويل، زموږ هڅه داده چې علمأ کرام يووالي ته راوبولو او د هېواد په کچه د علمأوو يوه داسې ستره شورا رامنځته کړو چې د ټولو علمأوو استازيتوب وکړای شي او د پريکړو يوه مرجع وګرځي.

په پای کې علمأ کرامو د حزب اسلامي د امير له طرحو او وړانديزونو څخه ملاتړ څرګند کړ او پريکړه وشوه چې په دې هکله به راتلونکوغونډو کې په تفصيل خبرې وکړي او په دې برخه کې د پرمختګونو پايلې به هم د غونډې له برخوالو سره شريکې کړي.

د يادونې وړ ده چې دا د حزب اسلامي له امير سره د علمآوو دوهمه مشورتي ناسته ده او په پام کې ده چې په راتلونکې کې هم دا ډول ناستې دوام وکړي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *