۱۳۹۶/میزان/۱۷

د حزب اسلامي امیر د پکتیا ولایت له یو شمېر جهادي قوماندانانو، قومي او ولسي شخصیتونو او د کابل د آتمې ناحیې اړوند یو شمېر ګذر وکیلانو سره وکتل او د هېواد په سیاسي او امنیتي وضیعت، را روانو ټاکنو او یو شمېر نورو ملي موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه کتنې کې د پکتیا ولایت قومي او جهادي شخصیتو هر یو قوماندان سید کمال، عبدالرحمان الله یار، محمد صدیق احمد خېل او د کابل د آتمې ناحیې د ګذر وکیلانو قوماندان کریم، محبوب الرحمان او انجنیر عبدالشکور خبرې وکړې. د پکتیا ولایت مشرانو خوښي څرګنده کړه چې د حزب اسلامي د سولې او ورورولۍ ټینګ بنسټ کېښود، د هېواد له دردناک حالت څخه د خلکو زړونه مات شوي وو؛ خو له نېکه مرغه د حزب اسلامي امیر په پوره جرئت سره د سولې بندې دروازې خلاصې کړې او د خلکو په زړونو کې یې د سولې، سوکالۍ او ډاډمن امنیت هیلې راوټوکېدلې.

د اتمې ناحیې د ګذر وکیلاونو د خپلې ناحیې اړوندو ستونزو یادونه وکړه چې په وینا یې په دې ناحیه کې د اداري فساد او بې عدالیتو د اوسېدونکو ژوند له سختیو سره مخ کړی دی، چې په دې اړه مو په وار وار له چارواکو سره خبرې کړې دي خو کومه مثبته پایله یې نه ده ورکړې. دوی زیاته کړه په دې سیمه کې د کوچیانو یو شمېر کورنۍ ژوند کوي چې اقتصادي وضیعت یې ډېر کمزوری دی  او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي.

د پکتیا ولایت دغو قومي او جهادي شخصیتونو او د کابل د اتمې ناحیې د ګذر وکیلانو په یو غږ له حزب اسلامي سره د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل، له بده مرغه د ټول هېواد حالت دردوونکی دی. له فقر، جګړو، ناامنیو، بې عدالیتیو او ټولنیزو ستونزو مو هېوادوال سخت کړېږي. واک د پردیو لخوا داسې یو منفور او له ملت څخه بېل شوي ټولګي ته ورکړی شوی دی چې هېڅکله د خدمت تمه ترې نه شي کېدی. حکومت د دې حالت کابو کولو کې پاتې راغلی، لږ تر لږه باید په لویو ښارونو کې وضیعت یو څه ښه وای، خو دا دي وینو چې هره ورځ په کابل او نورو لویو ښارونو کې اختطافونه، غلاوې او د ځمکو غصب کېږي. دا حالت به د الله عزوجل په مرسته پای ته رسوو. د پای ته رسولو تر ټولو اسانه او اغېزمنه لاره د ملت ویښتیا، یووالی او سالمه پرېکړه ده. ملت کولی شي چې د ټاکنو له لارې دې دردوونکي حالت ته د پای ټکی کېږدي، ملت کولی شي چې په ټاکنو کې روڼوالی او عدالت قایم کړي، ملت کولی شي چې د ولسي او مشرانو جرګو له منځه تللی اعتبار او عزت بیا راژوندی کړي، ملت کولی شي چې صالح، مؤمن، دین او هېواد ته ژمن او په ملت زړه سواندي اشخاص په خپلو رایو ولسي او مشرانو جرګو او ولایتي شوراګانو ته ورسوي. ټولو هېوادوالو ته وایو، راشئ د راتلونکو انتخاباتو په مرسته په حالت کې ژور بدلون راولو!

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، نه لرې او نه نیږدې ګاونډي، او نه هم نوره نړۍ قوي، سولییز، او پرمخ روان افغانستان غواړي، په کمزوري او محتاج افغانستان کې د دوی ډېرې ناولې سیاسي او اقتصادي ګټې دي، چې زموږ ملت یې باید په دغو بدو عزایمو ښه پوه وي.

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *