له شمشاد تلويزیون سره
۲۵/۳/۱۳۹۵
عابد علمي
ژورنالست: د حزب اسلامي افغانستان د سولې د پلاوي مشر ښاغلی انجنیر صاحب محمد امین کریم ښه راغلاست درته وایو او مننه کوم چې د شمشاد تلویزیون لیدونکو ته مو وخت ورکړ څو د سولې په اړه وروستي معلومات او جرئیات راسره شریک کړئ.
په دې وروستیو کې د حزب اسلامي سره د سولې پروسه یو څه ځنډنۍ شوه، پردې سربېره داسېاوازې خپرې شوې چې ګواکي حزب اسلامي پر هغه مسوده یو شمېر نور شرطونه هم لري، تر هغه چې نه وي منل شوي ممکن دوی تفاهم ته غاړه کېنږدي، او د سولې هغه ترتیب شوې مسوده چې ستاسو له لارې ښاغلي انجنیر صاحب ګلبدین حکمتیار ته استول شوې وه د هغه له اړخه لاسلیک شوې ده، دا تر کومه بریده واقعیت لري؟ ددې ترڅنګ یو شمېر ابهامات هم رامنځته شوي دي چې ولې دا پروسته دومره ځنډنۍ شوه او ولې په طبعي ډول پرمخ نه ځي، همدارنګه د حزب اسلامي د پلاوي د دوهم ځل راتګ او د سولې په ورستیو جزئیاتو به له تاسو سره مرکه ولرو.
محمد امین کریم: بسم الله الرحمان الرحیم، وبه نستعین
ستاسو نه هم مننه کوم چې یو ځل بیا مو د خپلې درنې خپرونې له لارې موکه برابره کړه چې له خپلو هېوادوالو سره د سولې په تړاو د هېواد د ملي مسئلې په اړه معلومات شریک کړو. لکه څرنګه چې تاسو وویل چې د سولې مزاکرات ځنډني شول، خو حقیقت داسې دی چې مزاکرات که د نړۍ په هر ځای کې وي، وخت نیونکي او ستونزمن وي، په ځانګړي ډول زمونږ په هېواد کې د سولې روانه پروسه چې دواړه لوري خپلې ستونزې لري، حزب اسلامي ته هم ستونزمن دی چې له خپلو لوړو مقاماتو او رهبرۍ سره په لنډ وخت کې اړیکه ونیسي او د افغانستان دولت هم ستونزې لري ځکه چې په دولت کې د مختلفو ډلو، مختلفو ائتلافونو او په ائتلافونو کې د ائتلافونو شتون او تر څنګ یې په دې قضیه کې د بیروني کړیو دخالت دا مسئله ستونزمنه کړې. پورته ستونزو ته په کتو سره په هېواد کې د سولې مزاکرات چې تقریباً د دریو میاشتو په مزل سره اوسني حد ته رسېدلي هم ګړندي بللی شو، او هیله بښونکي دي، نو هېڅکله ادعا نشو کولی چې دا مزاکرات ځنډني شوي دي. مونږه کابو دوه اونۍ وړاندې د سولې د عالي شورا سره سند نهایي کړ او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر ورور حکمتیار او د حزب اسلامي افغانستان اجرائیه شورا ته ولېږل شو، چې دوه اونۍ د بیا کتنې لپاره ډېره کمه موده ده، په دې لحاظ د ځنډ خبره زما په فکر نامناسبه ده.
ژورنالست: آیا د حزب اسلامي امیر دغه مسوده لاسلیک کړې ده؟
محمد امین کریم: نه! دا سند نه د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا، نه د حزب اسلامي د هیئت لخوا، نه یې د امیر او نه هم د سولې د عالي شورا مشر پیر سید احمد ګلاني لخوا لاسلیک شوی دی. مونږ لا تر اوسه په هغه پړاو کې نه یو. یو شمېر رسنۍ د عامه اذهانو د تخریش په موخهځینې مسایل په عمدي ډول مطرح کوي، په داسې حال کې چې له واقعیت نه لرې وي او خلکو ته ښیي چې ګواکي دا پروسه له خنډ سره مخ شوې او یا ناکامه شوې ده. هېڅکله د حزب یا دولت کوم مسؤل غړي دا خبره نده کړې چې دا سند لاسلیک شوی یا باید په څو راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي، بلکه د حزب اسلامي امیر، د رهبرۍ شورا او اجرائیه شورا ددغه سند څو مبهم ټکي په نښه کړي دي، او په راتلونکي کې یې د غلط تعبیرولو د ستونزې د حل لپاره اړینه وبلله چې خپل پلاوی د دوهم ځل لپاره کابل ته راواستوي، همدارنګه د حزب اسلامي امیر مجاهد ورور حکمتیار یو شمېر ملاحظات او پوښتنې لرلې چې ما وویل د سند په مادو کې ځینو ټکو ابهام رامنځته کړی و.
ژورنالست: د ابهامونو بېلګې یې ویلی شئ؟ ځکه داسې ویل کېږي چې د ملي وحدت د حکومت پر ځای د افغانستان جهموري اسلامي دولت راغلی دی او ځینې نور مسایل.
محمد امین کریم: هو، یوه تېروتنه چې د سولې عالي شورا او افغان دولت د استازو لخوا رامنځته شوې وه د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت پر ځای یې د ملي وحدت د حکومت کلیمې راوړې وې، په داسې حال کې چې د ملي وحدت د حکومت کلیمه په یوه ځانګړي وخت او دورې پورې اړونده ده، او دا سند چې اوږدمهاله دی باید په یوې حکومتي دورې پورې چې پنځه کاله ده محدود نه شي، نو باید د حقوقي اړخه هم د جمهوري اسلامي دولت کلیمه ذکر شي، چې د دواړو لورو لخوا د قبول وړ ګرځېدلې ده. بل ابهام د توافقنامې یا تفاهم لیک د کلیمې ذکر کول دی چې د حزب اسلامي پر پلاوي د زیات فشار په وجه تحمیل شوه. په مسوده کې څلورمه ماده داسې وه چې د بهرنیو پوځونو له وتلو حزب اسلامي او د افغانستان دولت استقبال کوي او معتقد دي چې په خپله د خپل هېواد بحران د مفاهمې له لارې حل کړي، د مسودې د ترتیب په اخرو کې د (در چوکات توافقنامها) یا تړونپه چوکاټ کې کلیمه ورزیاته شوه چې دا کلیمه ابهام پاروونکې ده. زمونږ تعبیر ترېنه او زما د هغې مرکې له مخې چې وړاندې مې له تاسو سره کړې وه دا و او اوس هم دی چې کله بهرني پوځونه زمونږ له هېواده وځي د یوه ازاد دولت سره به مخامخ وي، نو په دې اساس د مزاکراتو په جریان کې د یوه معقول او معین چوکاټ او مهالوېش له مخې به د دوی وتل صورت نیسي نو سندونه او توافقنامې له منځه ځي او په پای کې یې لاسلیکونه کېږي چې ددغو سندونو نومونه توافقنامې یا تفاهم لیکونه دي. نو د توافقنامې یا توافقناموله ټکي نه ځکه له څو هېوادونو سره شوېچې په مسوده کې راوړل شوي ديزمونږه برداشت اخیستنه همداسې وهچې د بهرنیانو د وتلو څرنګوالیترې مراد دی؛ د توافقنامو له مخې به صورت نیسي. دلته او هلته له دغې بند نه مختلف تعبیرات وشول چې د ابهام باعث شول. یو له تغیراتو او ملاحظاتو چې مونږ په مسوده کې راوړي دي د دولت له اړخه غواړو چې د دې (توافقنامو یا توافقنامې) د کلیمې په اړه دقیق توضیحات راکړي، چې د دوی ترېنه څه منظور دي او په راتلونکي کې له ستونزو او غلطو تعبیرونو سره مخ نه شو. لکه څرنګه چې تاسو وینئ دا نه مخکې شرط دی او نه د مزاکراتو تداوم، دقیقأ د توضیحاتو او د ابهام له منځه وړلو غوښتنه ده.
ژورنالست: اوس ابهامات رفع شول؟
محمد امین کریم: په ځینوټکو کې ابهامات له منځه ولاړل، لکه د ټاکنو په اړه. د ټاکنو په اړه د دواړو اړخونو لخوا د مسودې په اتمه ماده کې توافق په دې شوی و چې په هېواد کې راتلونکې ټاکنې باید د متناسب ګوندي ګډون له لارې ترسره شي او د همدې مادې دوهم بند ددې په اړه و چې باید د هېواد ټولې سیاسي ډلې، د حزب اسلامي افغانستان په ګډون د ټاکنو په جوړښتونو کې چې د غوراوي کمېته ده، د ټاکنو کمیسیون دی او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دی په طبعي ډول د نورو هېوادونو غوندېفعال او څارونکی حضور ولري، په دې اړوند ابهامات موجود وو، مونږه غواړو پوره توضیحات ولرو، چې که ددغو جوړښتونو افراد د ګوندونو لخوا معرفي کېږي حزب اسلامي هم باید پکې رغنده رول ولري، او یا که مستقل افراد وي لکه څرنګه چې په رسنیو کې هغو خلکو هم په وار وار ویلي چې په حزب اسلامي پورې تړاو نه لري چې دغه ټاکنیز کمیسونونه تل د یو او بل اړخ نیولی دی، سیاسي اړخونه یې نیولي دي، نو په دې اساس داسې بهانه رامخې ته نه شي چې نور ګوندونه نشته او حزب اسلامي هم باید پکې حضور ونه لري. په همدې ترتیب هغه اشخاص چې په اصطلاح ظاهراً په مستقل ډول هلته حضور لري؛ حزب هم باید خپل غړي ولري.
ژورنالست: کوم څه چې ډېر د تعامل وړ دي چې ممکن لا هم تاسو او حکومت پرې تفاهم کړی وي یا نه، هغه د بهرنیو پوځونو د وتلو مهالوېش دی چې اوس هم هغه سند جنجالي دی، دغه ټکي کې احتمالاً ابهام هم ډېر وي، په دې کې تاسو تفاهم ته رسېدلي یاست؟
محمد امین کریم: وګورئ،تاسو شاهد یاست چې حزب اسلامي د مزاکراتو په بهیر کې اعلان وکړ، چې د استقلال اعاده او د افغانستان د خلکو ملي حاکمیت د حزب اسلامي افغانستان د راتګ له بنیادي او اساسي اهدافو او شرطونو څخه دي، دا هدف یې نه تغیرېدونکی دی، اما دې هدف ته چې یو دایمي هدف دی د رسېدو څرنګوالیمهم دی، حتی پرمختللي هېوادونه هم چې اشغال شوي هم نه دي تلد خپل ملي حاکمیت د ساتنېلپاره هڅې کوي.
ژورنالست: اوس پرې تفاهم وشو، په دوهم ځل راتګ سره مو؟
محمد امین کریم: په دې اړه زمونږ برداشت او غوښتنه دا ده چې افغان ولسمشر د یوه عظیم ملت د ولسمشر په حیث باید دا صلاحیت او حاکمیت ولري چې هر وخت چې وغواړي د یو معقول او ځانګړي مهالوېش غوښتنه وکړي او عملي یې کړي، دا باید د افغانستان د خلکو لخوا د ولسمشر له لوري عملي او اعاده شي.
ژورنالست: دا مسئله حل شوه کنه؟
محمد امین کریم: په دې اړه توضیحات ترلاسه شول، دا توضیحات مونږه د حزب اسلامي امیر ته لېږو، وګورو چې تر کومه بریده یې د قناعت وړ ګرځي.
ژورنالست: یو شمېر خلک پرته د حزب اسلامي له غړو هم یعنې عوام خلک چې د سولې تږي دي دا نظر لري چې د سولې پروسه چې څومره ځنډېږي یا اوږدېږي نو د سبوتاژ کېدو احتمالات یې زیاتېږي او ممکن داسې پېښې رامنځته شي چې دا پروسه تر خپلسیوري لاندې راولي او داسې هڅې روانې هم دي، تاسو خپله دا اندېښنه نلرئ چې ددې پروسې د لا لنډولو لپاره هڅه وکړئ؟
محمد امین کریم: مونږه خپل ټول ځواک په کار اچولی دی چې په کمترین او ممکن وخت کې دا تفاهم لیک د لاسلیک لپاره تیار شي او هېڅ لحظه مو دې موخې ته د رسېدو لپاره بې ځایه نه ده تېره کړې، ان شاالله سبا بهدا سند د دوهم ځل لپاره د حزب اسلامي افغانستان لوړو مقاماتو ته ولېږو او په لنډ وخت کې یې د ملاحظاتو او بیاکتنې راتلو تمه لرو.
ژورنالست: ایا رالېږل شوي ملاحظات تر یوه حده توضیح شول؟ او سبا بېرته دغه سند ورته استول کېږي؟
محمد امین کریم: مونږه تر همدې مهاله چې پکې خبرې کوو دغه توضیحات راکول کېږي، او بیا هم تکراروم چې دلته موضوع د مزاکراتو نه وه، چې پکې سوه تفاهم رامنځته نشي، بلکه د توضیحاتو ترلاسه کول وو چې ځینې مو ترلاسه کړي او د نورو په نېږدې وخت کې تمه لرو چې لاسته یې راوړو.
ژورنالست: یو څه ځینو خلکو مطرح کړل چې مونږ په یو متزلزل سیاسي وضیعت کې یو، د اعتماد کافي فضا نشته، حتی د ملي وحدت د حکومت د جوړښت پر تفاهم لیک هم دواړه لوري مختلف تعبیرونه لري او بالاخره جنجالونه راپورته کوي. ستاسو او د حکومت ترمنځ د دغه تفاهملیک تضمین چا کړی؟
محمد امین کریم: مونږ په دې اړه زیات بحثونه لرل، چې د اسلامي هېوادونو کنفرانس، یا ملګري ملتونه په بهر کې یا د څلور ګوني کنفرانس په چوکاټ کې او یا د هېواد دننه د علماوو شورا یا پارلمان ددې تفاهملیک تضمین وکړي،پر ټولو کتنه او بحثونه وشول، په پای کې مونږ په دې عقیده یو چې لله الحمد د خلکوملاتړ، د خپل ولس هوښیاري او د حزب اسلامي نفوس او تشکیلاتزمونږ د حقوقو د اعادې لپاره بسنه کوي، او تر ټولو لوی تضمین ددې پروسې تر شا د ټولو افغانانو درېدل دي، مونږ د ولس ملاتړ ددې پروسې لوی تضمین ګڼو.
ژورنالست: یعنې ځانګړی او مدون تضمین وجود نلري؟
محمد امین کریم: مونږ د خپلو برحقو غوښتنو لپاره لهالٰهي ملاتړ وروسته په عالم اسباب کې د خپلو خلکو ملاتړ او غوښتنه چې پوره سپېڅلتیا لري او الٰهي ځواک ورسره مل وي، بسنه کوو او اعتماد پرې لرو.
ژورنالست: اوس راځو د شرطونو بحث ته کله چې تاسو ددوهم ځل لپاره کابل ته راغلئ، ستاسو په راتګ سره په ځینو رسنیو کې او د خلکو ترمنځ داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي نوي شرطونه مو راوړي دي، په ځانګړي ډول دری شرطونه چې په هغې کې یوه اساسي برخه دا وه چې تاسو په حکومت کې ونډه غواړئ او دا سهم مو باید واضح شي او یا په امنیتي ځواکونو کې تاسو د ملاحظې وړ سهم غواړئ او باید درته واضح شي، ایا واقعأ تاسو داسې کوم شرطونه لرئ چې د هغه مسودې له متن څخه د باندې وي؟
محمد امین کریم: وګورئ هېڅکله د سولې بهرني او کورني دښمنان په رسنیو کې نه وایي چې مونږ د سولې مخالف یو، خو خپله دښمني د منفي تبلیغاتو، شایعاتو یا په مطبوعاتو کې د خپلو مغرضو کسانو د ګمارلو پر مټ مخکې وړي. ددې سند په کوم ځای کې تاسو لیدلي یا لوستي چې حزب اسلامي افغانستان د قدرت غوښتنه کړې وي او یا یې مخکې شرط اېښی وي، البته ددې سند په دیارلسمه ماده کې ذکر شوي دي چې د سولې عالي شورا د حزب اسلامي له پلاوي سره په تفاهم کې د حزب اسلامي افغانستان د برخه اخیستو یا نه اخیستو په اړه د هېواد د نظام د ډوبېدونکې بېړي د نجات لپاره سهم واخلي او که نه. بالآخره مونږ دې موقع ته رسېدلي یو چې د افغانستان دولت واضح کړي چې د حزب اسلامي افغانستان له حضور څخه یې انتظار څه دی؟! آیا د حزب اسلامي افغانستان له راتګ نه یې مطلب او غوښتنه دا ده چې د نظام د ډوبېدونکې بېړۍ په نجات کې رغنده او اغېزمن رول ولوبوي؟! او یا تمه لري چې یو سمبولیک سهم ولري؟! او یا انتظار لري چې مونږ د یوه ازاد سیاسي ګوند په حیث د حکومت له جوړښت بهر نظام ته داخل شو؟!
ژورنالست: ستاسو څه تمه ده؟
محمد امین کریم: مونږ لمړني او درېیم انتخابته حاضر یو، خو دوهم ته چې سمبولیک رول ولرو په هېڅ صورت نه یو حاضر. مونږ په هېڅ ډول نه غواړو چې د وسلې او زور له لارې د هېواد سیاسي جوړښت ووېشل شي او یا د قومونو د ټېکه دارۍ او نور نا مشروع لارو له مخې نظام وېشلی وي. د افغانستان په جمهوري اسلامي نظامکې قدرت ته د رسېدو یواځینۍ لار ټاکنې دي، نو په اوسني استثنایي حالت کې که دولت حزب اسلامي افغانستان ته اړتیا لري چې په ځانګړې برخه کې د هېواد د نظام د پایښت او ټینګښت لپاره رول ولري، حزب اسلامي ورته حاضر دی.
ژورنالست: حاضر یاست خو د قدرت او سهم غوښتنه مو نه ده کړې او نوي شرطونه هم نه لرئ؟
محمد امین کریم: مونږ هېڅکله د قدرت او پوستونو غوښتنه نه ده کړې او نه هم کوم نوی شرط لرو.
ژورنالست: کله چې ستاسو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې په شدت سره روانې وې په دې وخت کې د طالبانو د تحریک مشر ملا اختر محمد منصور ووژل شو، ددې سره جوخت ښاغلي حکمتیار طالبانو ته یو پیغام لاره چې ترې نه غوښتي یې وو چې له ده سره یو ځای شي، که دی د سولې لار غوره کوي او یا مقاومت کوي باید دده ملګرتیا وکړي او تر څنګ یې خواخوږي هم ویلې وه، دې خبرې له ځان سره یو شمېر غبرګونونه لرل چې ولې د له داسې وسلوال مخالف سره خواخوږي وښودل شي چې هغه د دې ځای له ادرسه ترهګر بلل کېږي، په دې هکله ستاسو نظر غواړو چې واقعاً طالبانو ته ستاسو پیغام څه و او د ملا منصور د وژل کېدو په اړه مو نظر څه دی؟
محمد امین کریم: مخکې له دې چې ستاسو د پوښتنې ځواب ته راشم باید ووایم چې د ځینو اشخاصو د نظرونو برعکس د دغه پیغام د محتوا په اړه د افغانستان د دولت نظر ډېر مثبت و او مننه یې وکړه. هغه څوک چې اصلاً د سولې او حزب اسلامي سره مخالف لري خپل مخالفت په مختلفو ډولونو څرګندوي، په دې پیغام کې مسایل په ډېر واضح او ښکاره ډول راغلي وو، یو خو افغاني دود دی چې کله څوک مړ کېږي، یا وژل کېږي او یا شهیدېږي، افغانان یو بل ته ډاډېینه او خواخوږي وایي، دوهم د حزب اسلامي عقیدتي مخالفت له صحرایي محکمو، وژنو او اعدامونو سره دی چې له مخې یې هېڅکله هېڅ یو فرد هم پرته له عادلانه محکمې قتل نه شي. مونږه ددې په ټول قوت مخالف یو، همزمان ددې هم په ټینګه مخالف یو چې په وژلو سره که څه هم د لوړ پوړو چارواکو وي د افغانستان معضله حل کړي، دا طریقه هېڅکله معقوله نه ده او د هېواد ستونزه نه شي حلولی، زمونږ په عقیده، مونږ یوې معقولې او منطقي حل لارې ته ضرورت لرو، داسې حل لارې ته چې د جګړې ټولې انګېزې له منځه یوسي او افغانانو ته د سولې لپاره قناعت ورکړی شي. په هغه پیغام کې همزمان دا مطلب ذکر شوی و چې له طالبانو پکې غوښتل شوي وو چې له جګړې لاس واخلي، د سولې لاره ونیسي، د بین الافغاني تفاهم کړنلاره خپله کړي، د بهرنیانو انتظار او د هغوی سره د معاملې تمه له سره لرې کړي او د حزب اسلامي غوندې په شفاف ډول له خپلو خلکو، دولت، او سیاسي ګوندونو سره مذاکرهوکړي او په دې ډول په یوه قول او ژبې سره وکولی شو له بهرنیانو سره د مزاکرې پړاو ته ننوځو. تاسو ووایئ، کومه معقوله او منطقي کړنلاره ده؟!
ژورنالست: بله مسئله چې د خلکو د هرکلي او استقبال سبب شوه هغه د ښاغلي حکمتیار لخوا ولسمشر اشرف غني ته د خپل کتاب (قران او پښتو ژباړه یې) ډالۍ وه چې ولسمشر ته یې د ولسمشر اشرف غني په نامه استولې وه، چې د هغه د ولسمشرۍ مشروعیت او منل ترې څرګندېږي، په دې هکله او ددې ډالۍ د پیغام په اړه هم ستاسو نظر غواړو؟
محمد امین کریم: مننه، دا ډالۍ دوه پیغامونه لري، دا هم د یو افغاني او نړیوال دود سره سم یوه ډالۍ ده چې دوه اړخونه یې یو بل ته ورکوي، چې یو د بل په اړه د حسن نظر او حسن نیت رامنځته کېدو سبب کېږي. هو، کله چې حزب اسلامي افغانستان په مزاکراتو کې برخه اخلي او د جګړییز برخورد نه د سولې پروسېته ننوځي طبعي ده چې خامخا به ستاسو په وینا ځینې پیش شرطونه یا نه ویلي پیش شرطونه به قبلوي، چې یو یې هم د سیاسي جوړښت په حیث د نظام قبلول دياو هم د یوه داسې نهاد په حیث چې اساسي قانوناو ولسمشر تهمشروعیت وربښي. که هر څومره اګرونه او مګرونه ويخو دا یو نه انکار کېدونکی واقعیت دی چې ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر معرفي شویاو په رسمیت پېژندل شوی دی. که غواړئ سوله وکړئ نو له یو شمېر واقعیتونو سره به مخ کېږو او منو به یې. مونږه د ټاکنو په اړه ډېرې خبرې لرو، او د هېواد د اساسي قانون په اړه هم ډېرې خبرې او غوښتنې لرو، خو دا واقعیتونه دي چې باید نن یې د سولې د راتلو او پرمختګ لپاره یې باید قبول کړو، چې حزب اسلامي منلي دي، په همدې ترتیب دولت چې کله د حزب اسلامي افغانستان سره سوله کوي خامخا به ځینې واقعیتونه مني، چې ددغو واقعیتونو له جملې څخه ټول هغه جنګي تعضیرات او بندیزونه لرې کول دي چې د حزب اسلامي افغانستان په مجاهدینو باندې د فشار لپاره لګېدلي دي او دا د مزاکراتو منطقي حکم هم دی.
ژورنالست: را به شو د امریکا د ولسمشر وروستۍ پرېکړې ته چې له مخې یې د امریکایي ځواکونو صلاحیتونه نور هم زیات کړل، چې جګړې ته به یو ځل بیا رادانګي په ځانګړي ډول هوایي جګړه کې به دوی فعاله ونډه اخلي، دا پرېکړه تر کومه بریده ستاسو تفاهماتو ته زیان اړوي، یا تاسو یې په اړه څومره اندېښنه لرئ؟
محمد امین کریم: مونږ په هر صورت د جګړې د شدت او اوږدېدو مخالف یو،شدت یې په هېڅ صورت د حل لاره نه بولو، د وینه توېدو اود ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او قربانۍ اصلي عامل یې بولو. غربي هېوادونو په ځانګړي ډول امریکا ته په افغانستان کې د جګړې شدت پخوا ډېرې ترخې او ناکامې تجربې لرلې.ددې پرېکړې د احتمال په اړه یې مونږ ته څو اونۍ وړاندې اطلاع راکړې وه چې بهانه یا دلیل یې هم پکې دا ښودل شوی و چې د افغانستان حکومت په یوازې ځان له روان جګړییز وضیعت سره د مقابلې وس نلري او د امریکا متحده ایالات بهپهډېر مقطعي ډول د اوړي د څو میاشتو تېرېدو لپاره ممکن د خپلو ځواکونو جګړییز صلاحیتونه ډېر کړي او دا په مقطعي ډول وي او په راتلونکي کې به منتفي شي، هیله من یو چې کوم معلومات یې په اړه مونږ ته راکړي دقیق وي او تر شا یې کوم بل شوم نیت نه وي.
ژورنالست: یوه تکراري خبره یا بحث چې لا تر اوسه دقیق ځواب نه لري، هغه په کابل کې د ښاغلي حکمتیار حضور دی، چې حتی خوشبینۍ او اوازې تر دې حده ورسېدې چې په یوه اونۍ کې به راڅرګند شي یا راغلی دی، ایا دقیقاً ښاغلی حکمتیار له خپل هستوګنځي څخه چې هر څېرته دی خوځېدلی دی یا بل چېرته تللی دی، یا دا احتمال څومره شته چې د ورځو په حدودو کې یا له اختر مخکې به په کابل کې حضور ومومي؟
محمد امین کریم: مونږ د خپلو ګرانو هېوادوالو علاقه او تلوسه درک کوو چې ډېر ژر خپل ملي زعیم له نیږدې وویني، خبرې ورسره وکړي چې دا د هر مسلمان او وطندوست افغان هیله ده او مونږه یې درک کوو. خو په عین وخت کې زمونږ په اند باید مسائل په ډېر واقع بینانه ډول وڅېړل شي او څو ورځې نور هم صبر وکړو تر څو دا سند نهایي شي،لاسلیک شي او وروسته د مجاهد ورور حکمتیار د راڅرګندېدو او کابل ته د راتګ شرایط مساعد شي. ممکن هغه د هېواد په کوم ولایت کې د څو ورځو لپاره او څو ځایونو کې راڅرګند شي او په مساعدو شرایطو کې کابل ته تشریف راوړي. زمونږ هیله ده چې د مزاکراتو لړۍ په طبعي ډول پرمخ ولاړهشي او له ختمېدو وروسته یېد مجاهد ورور حکمتیارصاحب د راتګ لپاره شرایط برابر شي.
ژورنالست: د توافقلیک یوه مهمه موضوع دا هم وه چې په ټوله کې مهاجرینو ته په ځانګړي ډول نصرت مېنې (شمشتو کیمپ) د راستنېدو لپاره تدابیر ونیول شي، که څه هم هغه لا لاسلیک شوی نه دی، خو حد اقل د اوس لپاره باید ورته تدابیر ونیول شي او یا پیل شي، ایا مهاجرینو ته د ځمکې ځانګړې کېدل یا کومه برخه ځانګړي کول په پام کې نیول شوي دي که نه؟
محمد امین کریم: په دې هکله مونږه مخکې هم هڅې کړې دي، سروې ګانې شوې دي او د پایتخت په جنوب، شمال او شمال غرب کې ځمکې په پام کې نیول شوې دي. مونږ هیله لرو چې په عین وخت کې د تفاهملیک د لاسلیک په ورځ یا یې پر سبا پر دغو ځمکو هم کار پیل شي، د دغوچارې د اعمال لپاره چې مختلف مسائل تر خپل سیوري لاندې لري لکه په دې برخه کې یوازې د مجاهد ورور حکمتیار د اوسېدو د ځای خبره نده مطرح بلکې د حزب اسلامي د رهبرۍ شورا د کورنیو خبره ده چې حزب د یو ځواکمن جوړښت په څېر دلته حضور پیدا کړي، دفتر ولري او ځمکې ورته ځانګړې شي، د ټولو مهاجرینو د راستنېدو لپاره جدي هڅې وشي او دې ټولوچارو لپاره یو ګډ اجرایي کمیسون جوړول په نظر کې نیول شوي دي چې ددغو ټولو چارو د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه ولري.
ژورنالست: بل بحث بیا هم پر تفاهملیک راڅرخي، ایا ستاسو مزاکرات تر دې حده رسېدلي دي چې هغه کسان چې نه غواړي په هېواد کې سوله او امنیت تأمین شي وبه نه شي کولی ستاسو مزاکرات له خنډ سره مخ کړي او یا یې سبوتاژ کړي؟ ایا تاسو له هغو خنډونو تېر شوي یاست چې د سولې مخه ډپ کولی شي؟
محمد امین کریم: مونږ دری څلور مرستندوی عناصر ددې بهیر څخه لرو، لمړی عنصر د حزب اسلامي او ددغه حزب د مجاهد امارت اخلاص او تعهد دی، دوهم عنصر په دې اړه د ولسمشر محمد اشرف غني تهعد او قاطعیت دی چې په وار وار ثابت شوی او درېیمه پایګا مو خپل مؤمن هېوادوال دي چې لله الحمد لکه څرنګه چې تاسو شاهد یاست د مطلق اکثریت هېوادوالو غوښتنه او هیله ددې پروسې بریالیتوب دی. زه په دې برخه کې ستاسو نظر تائیدوم چې د سولې د پرمختګ لپاره به یو شمېر کورنۍ او بهرنۍ کړۍ ددغې بهیر د ناکامېدو لپاره له هر ډول هڅو درېغ نه کوي، او باید سوله زمونږ هېواد ته خپل قدمونه ګړندي کړي، تاسو شاهد وئ چې په تېرو اونیو کې ددې پروسې د ناکامۍ لپاره له مختلفو خولو او اړخونو په ډېر مضبوحانه ډول هڅې وشوې، حتی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی کارکوونکی چې افغاني تابعیت هم لري په دې اړه بې ربطه او غیر مسؤلانه څرګندونې وکړې. همدارنګه هغوی اشخاصو هم ځان په عجیب او غریب ډول وښود چې ځان د بشري حقونو مدافع او حامي هم بولي، دارنګه ځینو مجهول الهویت افرادو هم د دغې سپڅلې پروسې په وړاندې خپل شوم دریځونه نندارې ته وړاندې کړل. دا ټولې هغه مضبوحانه هڅې دي چې په هېواد کې د سولې او امنیت د تأمین دښمنان او د پردې شا ته یې قدرتمندان تر شا ولاړ دي، خو ان شاالله چې زمونږ د هېوادوالو د بر حقې غوښتنې په وړاندې نه شي ټینګېدی او حتماً به ناکامېږي.
ژورنالست: یو شمېر بهرنیو هېوادونو هم د حزب اسلامي سره د سولې هرکلی وکړ. ایا تاسو یا د حزب له ادرسه بل چا د حزب اسلامي په غوښتنه یا د دغو هېوادونو په غوښتنه د یو شمېر تفاهماتو یا سؤتفاهماتو په اړه لیده کاته کړي دي؟
محمد امین کریم: هو، مونږ هم پخوا او هم اوس په ځانګړي ډول د سولې د پروسې په اړه له د افغانستان په تړاو له زیدخلو هېوادونو سره ملاقاتونه او لیده کاته لرل او بریالي شوي یو چې د یو شمېر ځواکمنو هېوادونو اندېښنې رفع کړو. د چین، روسیې، ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان او نورو مهمو هېوادنو سرهمو تفصیلي مزاکرات لرل.مونږ په دې وتوانېدو چې د سولې په تړاو د ټولو ملاتړ ترلاسه کړو او دغه مزاکرات په دې منتج شول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول دایمي غړي هېوادونه مونږ ته رسماً اعلان وکړي چې د تعضیراتو او بندیزونو د لرې کولو ته هرکلی وایواو د حزب اسلامي افغانستان سره د سولې ملاتړ کوو او دغوهېوادونو د سولې بین الافغاني بهیرتائید کړ.
ژورنالست: ایا له تور لیست نه د ښاغلي حکمتیار او د حزب د نورو غړو د نومونواېستلو مسئله د حل کېدو په لور روانه ده؟
محمد امین کریم: په هغه ساعت یا ورځ چې تفاهم لیک لاسلیکېږي؛ د بندیزونو او تعضیراتو لرې کولو پروسه پیلېږي. هو، مخکې له لاسلیک هم بحثونه او مزاکرات په دې اړه شوي، تیاری روان دی او ټولې امادګۍ دې ته انتظار دي چې تفاهم لیک لاسلیک شي او سند عملي او رسمي بڼه خپله کړي.
ژورنالست: ښاغلی حکمتیار سربېره پردې چې د حزب اسلامي ټولییزه رهبري پر غاړه لري، لا هم د یوې نظامي جبهې رهبري کوي. د وسلو بحث و، سره له دې چې ډېر ګوندونه او سیاسي ادرسونه په کابل یا نورو ولایتونو کې له وسلو سره حضور لري خو یو شمېر افراد دا وایي چې ښاغلی حکمتیار د کابل ته له راتګ وړاندې خلع سلاح شي، په دې موضوع کې ستاسو نظر اخلو؟
محمد امین کریم: دلته یو اصل د اخلاقو د پستوالي یا ټیټوالي دی. حافظ وایي:
یاد دارم ز پیـر دانشمنـــــــــــد – تو هم از من به یاد داری پند
آنچه بر نفس خویش نه پسندی – نیز بر نفس دیګران نه پسند
نه پوهېږم چې د حافظ دی، که د سعدي او که د بل چا، خو یو مهم اخلاقي اصل پکې پروت دی چې څه شی چې خپل ځان ته نه خوښوې؛ بل ته یې هم مه غواړه. هغه خلک چې دا خبرې کوي په همدې وخت کې دوی خپل ځانونه مسلح کوي، د جنګ غوښتونکو هېوادونو نه وسلې اخلي او پر خپلو افرادو یې وېشي، حتی په نظام کې هم شریک دي. همدغه اشخاص او افراد چې هم خپل ځان او هم خپل افراد د جګړې لپاره په وسلو سنبالوي وایي چې حزب اسلامي دې د تفاهم لیک له لاسلیکولو وړاندې بې وسلې شي. وینئ چې اخلاق یې څومره د انساني کرامت او اخلاقي عظمت سره په ټکر کې دي.
ژورنالست: ستاسو تصمیم څه دی؟
محمد امین کریم: یو طبیعي امر دی چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې باید هېڅ سیاسي ګوند نظامي څانګه ونه لري، تاسو شاید ووایئ چې په افغانستان کې هېڅ قانون نه مراعات کېږي او هغه احزاب چې په پارلمان کې او یا بهر وجود لري د اربکیانو او یا نورو نومونو تر پوښښ لاندې د ملېشو په ډول خپلې نظامي څانګې لري او حتی نن سبا یې وینو چې په دولتي چوکاټ کې یې هم نه راولي، خلک په مستقل ډول مسلح کوي، خو حزب اسلامي افغانستان ددې جدي غوښتونکی دی چې د هېواد نظام باید قانونمد شي او تاسو زمونږ دا هدف په وار وار اورېدلی دی، نو په دې اساس هغه افراد او اشخاص چې دا ډول غوښتنې لري باید لمړی یې پر خپل ځان تطبیق کړي او ددې اعتقاد غوښتنه دا ده چې کله دا تفاهم لیک امظا کېږي، نړیواله ټولنه او افغان دولت پر خپلو ژمنو عمل کوي او د هغو خلکو امنیت چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، نظامي عملیات دروي؛ غوښتنې یې پوره شي او په پای کې د یوې برنامې یا چوکاټ یا یوه ځانګړي تدبیر له مخې هغه اجرایي کمیسیون ته چې وړاندې مې یې په اړه درته وویل حزب اسلامي هم باید خپله نظامي څانګه منحل کړي. مونږ دې چارې عملي کولو ته پوره ژمن یو او له هغو ګوندونو او خلکو هم په جدي ډول غوښتنهکوو چې کلونه وړاندې په نظام کې شریک شوي دي تر څو د اساسي قانون او سیاسي احزابو د قانون له مخې دغه اصل ته ژمن او پایند واوسي. مونږ په خپله برخه کې دغه کار ته حاضر یو.
ژورنالست: په ځینو رسنیو او وېبپاڼو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ښاغلي کرزي د یو شمېر مصلحتونو او ملحوظاتو له وجې اصلاً نه غوښتل چې د حزب اسلامي سره سوله وشي، مثلاً عنوان یې داسې و چې ښاغلي کرزي د نظار شورا له وېرې د حزب اسلامي سره سولې ته غاړه نه اېښوده. تاسې د ښاغلي کرزي په وخت کې هم د حزب د سولې په پلاوي کې راغلي وئ واقعاً مو داسې څه احساس کړي دي چې هلته د یا اراده نه وي او یا د مجبوراً راده شتون ونه لري؟
محمد امین کریم: د ښاغلي کرزي په انګېزه کې زه پلټنه نه کوم، چې څه وه، د خپلو غوښتنو په اساس یې وه، که یې د تشویش په وجه وه چې سولې ته حاضر نه و، خو واقعیت دا دی چې مونږ هغه جدیت، خوشبیني او علاقه چې په اوسني ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني کې ولیده او وینو یې متأسفانه او سل ګونه ځله افسوس چې دا علاقه مو په پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي کې ونه لیده که څه هم مینه ناک برخود او ښه استقبال به یې کاوه.
ژورنالست: او په دلیل یې هم نه پوهېږئ؟
محمد امین کریم: ممکن نورې انګېزې به یې لرلې، خو په یوه دلیل یې زه واقف یم، او ښه ده چې د افغان ولس سره یې شریک کړو. ښاغلي عبدالحکیم مجاهد چې اوس مهال په کابل کې دی او د طالبانو د تحریک په وخت کې په ملګرو ملتونو کې د دغه تحریک استازی و او یوه پېژندل شوې څېره ده، په هغه کنفرانس کې چې د افغانستان په اړه په پاریس کې دری کاله وړاندې دایر شوی و د شهاب الدین دلاور او دوکتور محمد نعیم وردګ په حضور کې چې د طالبانو رسمي استازي وو او د اوسني حکومت د مخکښو څېرو لکه ښاغلی حنیف اتمر، احمد ضیأ مسعود، علي احمد جلالي او ډېر لوړ پوړي چارواکي ناست وو، البته دا معلومات زه ولس ته ورکوم چې ښاغلي عبدالحکیم مجاهد وویل چې په ۲۰۰۵ م کال کې ملا عمر اخند، ملا برادر، ملا عبیدالله او د دغه تحریک ټولو رهبرانو مکتوب ولیکه او لاسلیکونه یې پرې وکړل چې مونږ د خپل فزیکي او قضایي مصؤنیت په بدل کې حاضر یو چې دولت ته تسلیم شو او دا لیک بهرنیانو او داخلیانو او د هغه وخت د حکومت ولسمشر ښاغلي کرزي ته وسپارل شو، خو هغه اخوا ته وغورځاوه. چې دا یوه لویه تایخي واقعه ده. په هغه کلونو کې داخلي اړخونه چې قدرت یې خپل جنګي غنیمت ګڼلی و او غوښتل یې چې قدرت په خپل انحصار کې ولري یاد به مو وي چې ویل به یې چې میانه رو او تند رو طالب وجود نلري، باید ټول طالبان له منځه ولاړ شي او قتل عام شي، یو هم پاتې نه شي، په سلګونو د حزب اسلامي غړي یې هم قتل کړل او زندانونو ته یې واچول.
په هغه وخت کې ټول داخليان او بهرنيان په دې معتقد وو چې د مقاومت ټول تحریک له منځه یوسي. هغو خلکو چې د قدرت په ګدۍ ناست وو غوښتل د بهرنیانو د حضور له لارې خپل رقیبان له منځه یوسي او قتل عام یې کړي، خو الٰهي اراده بېله وه، وضعه بل ډول شوه او هغه شومې موخې ترسره نه شوې او په دې اساس کېدی شي چې د دغه ټول څه صلاحیت او اختیار د ښاغلي کرزي په لاس کې نه و.
ژورنالست: د امنیتي ارګانونو په رهبرۍ کې او په مدیریتي سطحه باندې لا هم یو شمېر اندېښنې موجودې دي، لا هم حزبي تمایلات محسوس دي حتی حزبي پیوندونه محسوس دي، خاص ګوندونونه ډېر زیات سهمونه لري چې دا ممکن د رقیبو ګوندونو لپاره مشکلات راپیدا کړي. ایا حزب اسلامي کومه مشخصه طرحه د امنیتي ارګانونو د رهبرۍ او د مدیریتونو د واقعي ملي کېدو لپاره لري؟
محمد امین کریم: تاسو وړاندې وویل چې یو شمېر وزارتونه د ځینو کړیو په انحصار کې دي اوس زه کومې ځانګړې کړۍ ته د انتقاد ګوته نه نیسم بلکه دا طریقه د ملي ګټو او د عدالت له اصل سره په ټکر کې ګڼو او واقعاً په افغانستان کې د جګړې د رامنځته کېدو او پایښت یو لوی علت او انګېزه د قومونو یا خاصو سیاسي ډلو په نامه د قدرت انحصار و او دی. دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت ریاست او ټول نظامي او انتظامي ارګانونه او حتی د هېواد بهرنی سیاست نن سبا د یوې ځانګړې ډلې په ولکه کې دی، که مونږ عدالت غواړو لکه څرنګه چې مو وویل چې مونږ په ټولو اړخونو کې عدالت غواړو چې د سولې راوستو سبب شي، یعنې سوله هغه وخت راځي چې انسان د عدالت احساس وکړي. د هېواد نظامي او انتظامي ارګانونه اصلاً باید غیر سیاسي وي، د سیاسي احزابو له تصرف نه را بهر شي، که هغه هر سیاسي حزب وي. د حزب اسلامي په ګډون هېڅ حزب باید د هېواد په نظامي او انتظامي ارګانونو سیاسي تصرف ونلري، او نه هم د قومي، سمتي او ژبني تصرف له مخې جوړ وي.
ژورنالست: رابه شو ستاسو پیغام ته، هغه پیغام چې لږ څه متفاوت واوسي چې خلکو ته نسبتاً دقیق مسایل ولري، ستاسو د دوهم سفر ماموریت نور پای ته رسېدلی، تر دې وروسته به ستاسو اقدامات څه وي او څومره تمه شته چې نور ددغه پروسې غځېدل ودرېږي او په پای کې یوه پایله ولري؟
محمد امین کریم: زه د پخوا په څېر په پوره روڼتیا سره خپل ولس ته ستاسو د درنې خپرونې له لارې اعلانوم چې مونږ د سولې کولو لپاره مخلص یو او دا اخلاص مو د افغانستان په حکومت کې هم ولید، یو شمېر ابهامات چې موجود وو رفع شول لکه څرنګه مې چې مخکې توضیحات درکړل، خو یو شمېر ابهامات د افغانستان د دولت لخوا رای زنۍ ته اړتیا لري چې له کورنیو او بهرنیو کړیو سره پرې رایزني وکړي او په پای کې یې مونږ ته خپل ځواب راکړي، نو تر کومه بریده چې مونږ د خپلو غوښتنو ځوابونه ترلاسه کړي دي د نورو توضیحاتو تمه هم په نیږدې راتلونکې کې لرو چې مونږ ته راورسېږي څو یې خپل امیر ته واستو او خپلو ګرانو او مظلومو هېوادالو ته د دغه سند د لاسلیکولو زېری ورکړو او دغه انتظار پای ته ورسېږي.
ژورنالست: آیا د دغه سند لاسلیک به د ښاغلي حکمتیار او ښاغلي اشرف غني لخوا په یوه مجلس کې صورت ونیسي؟
محمد امین کریم: نا ممنکه نه ده چې په یوه مجلس کې صورت ونیسي بلکه لرې ده، ځکه چې تر اوسه تعضیرات نه دي لرې شوي او تخنیکي ستونزې موجودې دي، خو ددې تمه شته چې په عین وخت کې او د نوې تکنالوجۍ (مجازي برنامو) په مرسته چې نن سبا زمونږ او ستاسې په اختیار کې دي کېدی شي همزمان په مختلفو ځایونو کې د ویډیو له لارې چې تاسو کولی شئ دواړه انځورونه یو د بل تر څنګ کېږدئ، عملي شي، دا چاره یو څه تخنیکي هڅې غواړي خو ناشونې نه ده.
ژورنالست: د پیغام یوه برخه مو که دغو خنډونو ته ځانګړې کړئ هغه څه چې له ما هېر شوي وو هغه د ښاغلي صلاح الدین رباني څرګندونې وې چې ممکن تاسو اورېدلې وي چې په هغو څرګندونو کې داسې حس کېده چې دی له دې تفاهماتو څخه ډېر راضي نه برېښي یا ممکن دی د حزب اسلامي د حضور څخه اندېښنه ولري دغسې نور خنډونه هم شته چې تاسو وړاندې ورته اشاره وکړه په دې هکله مو ولس ته پیغام څه دی؟
محمد امین کریم: زمونږ پیغام خپل ولس، د جمعیت اسلامي اړوندو وروڼو او نورو سیاسي ګوندنو ته دا دی چې د حزب اسلامي افغانستان راتګ په هېواد کې د نظام د ټینګښت او غنا په معنا دی، د تړون لپاره دی نه د بېلوالي لپاره، ددې لپاره دی چې مونږه وکولی شو چې یو پایدار او عادلانه نظام ولرو، او هېڅ اندېښنه او وېره د حزب اسلامي نه ونه لري، بلکه د حزب اسلامي مجاهد امیر د یو خواخوږي معنوي پلار په ډول د ټول افغان ولس لپاره په ځانګړي دول د اسلامي نهضت د څانګو لپاره وګڼي. که جمعیت اسلامي دی او که نور جهادي ګوندونه دي باید د حزب اسلامي مجاهد امیر ته د یوه خواخوږي پلار په څېر خپله غېږه خلاصه کړي نه د یوه ځانګړي سیاسي تنظیم د رهبر په حیث. مونږ باید د تېرو څلوېښتو کلونو له پېښو درس څخه درس اخیستی وي.
ژورنالست: څه فکر کوئ تاسو درس اخیستی، آیا مقابل لوري مو دا درس اخیستی؟
محمد امین کریم: په اغلب ګمان سره. مونږ په جمعیت اسلامي ګوند پورې د اړندو پېژندل شوو څېرو او وکیلانو ښکاره او واضح ملاتړ ترلاسه کړی، د برحال عمومي مرستیال سید نورالله عماد ملاتړ مو ترلاسه کړی او په دې ورځو کې مو حتی د ښاغلي اسمعیل خان لخوا پیغام ترلاسه کړ.
ژورنالست: که بحث د ښاغلي رباني وکړو؟
محمد امین کریم: له ښاغلي رباني سره مو هم ناسته لرله، د سولې له روان بهیر نه یې خپل رسمي ملاتړ اعلان کړ، البته دوه میاشتې وړاندې زمونږ د لمړني سفر په جریان کې. خو تاسو باید د جمعیت اسلامي افغانستان څخه د یو ډېر مهم سیاسي جوړښت په معنا د یو څو جنګیالیو دریځونو ته اهمیت ورنکړئ او ددغه مهم ګوند دریځ پرې مه معلوموئ، په دغو جنګیالیو پورې یوازې د جمعیت نوم پورې دی.
په جمعیت اسلامي او نورو ګوندونو کې یو شمېر افراد دي چې اړوند سیاسي جریان ته منسوب دي خو دوی تل په خپلو ګټو، قدرت، وجاهت او د خلکو د مالونو په غصب پسې ګرځي، له همدې لحاظه یې شهرت پیدا کړی او قدرت ته رسېدلي دي او د همدې لپاره دوی خپله بقا او ګټه په جګړه کې ویني، هیله من یو چې نه تاسو او نه هېوادوال ددې خلط سره مخ نه شئ چې ټول جمعیت اسلامي په څو جنګیالیو پورې محدود وګڼئ چې هغه اصلاً د ولس او جمعیت اسلامي څخه بېل او وتلي دي.
ژورنالست: یعنې په دقیق ډول جمعیت اسلامي هم ستاسو له خبرو ملاتړ کړی دی؟
محمد امین کریم: هو، په دقیق ډول، که ډاکتر عبدالله په جمعیت پورې تړلی وبولئ؛ هو زمونږ ملاتړ یې کړی، ښاغلی قانوني که د جمعیت غړی وبولئ، زمونږ د خبرو هرکلی یې کړی، ښاغلي صلاح الدین رباني او ښاغلي اسمعیل خان چې زمونږه په اند دوی ټول د جمعیت غړي دي او زمونږ د خبر هرکلي یې کړی. دا ټول د جمعیت مهم او ټاکونکي غړي دي همدارنګه ښاغلي ستار مراد هم په ډیر واضح ډول هم په کتبي او هم په شفاهي ډول زمونږ د خبرو ملاتړ کړی دی.
ژورنالست: که څه هم ما ویلي وو چې ستاسو پیغام واخلم، خو کله چې تاسو وایئ چې د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره تفاهم ته رسېدلي یاست د هغوی قناعت مو ترلاسه کړی دی، په داخل کې هم له مختلفو ډلو سره یو ډلو تفاهم ته رسېدلي یاست، ښاغلی غني هم جدي اراده لري، حتی هغه پیش شرطونه چې موجود وو او جمعیت او نظار شورا مو هم ملاتړ کوي نو بیا دقیقاً څوک دي چې خنډ جوړوي او تاسو هم ترې ګیله لرئ؟
محمد امین کریم: ددغو اجزابو په منځ کې چې تاسو یې نومونه واخیستل یوه ډله افراد دي چې مستقلې پاچاهۍ یې جوړې کړې دي او یوازې د جمعیت نوم ورپورې نښتی دی، خو اهداف یې تر پښو لاندې کوي دوی له بهرنیو کړیو سره په همغږۍ چې متأسفانه خپلې ګټې یې په افغانستان کې په جګړه پورې تړلې تعریف کړې دي او هغه هېوادونه چې په عین وخت کې د افغانستان په جنوب او شمال کې وسلې وېشي او هغه کړۍ چې متأسفانه زمونږ په ټولنه او هېواد کې لوی او اغیز رول لري د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي چې تاسو یې خپله هم شاهد یاست.