ذبیح الله خورشیدي

ذبیح الله خورشیدی –

له حزب اسلامي سره د سولې او پخلاینې خبرې تر دې مهاله ځکه بریالۍ دي چې حکومت او حزب دواړو ګذشت کړی او داسې سخت شرایط یې نه د ي ایښي چې هغه دې د خبرو لړۍ ته زیان ورسوي.

اوس د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ورستي پړاو کې دي او تمه کېږي چې په لڼدو ورځو کې به د حزب اسلامي امیر ښاغلی انجینر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او دا به په تېرو څو کلونو کې افغانانو ته د خوښۍ په زړه پورې خبر او ملي یوالي حکومت ته تاریخي لاس ته راوړنه وي.

له دې سره باور او هیله شته چې طالبان به هم وهڅیږي مخامخ په خپلواک ډول لکه څنګه چې حزب اسلامي خبرې پیل کړي ، دوی هم په یوداسې بهیر کې شامل شي چې امتیازات به یې ونه وېشل شي.

له بده مرغه چې بې باورۍ تل د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ناکامه کړي او دا باور بیا هغه وخت لا زیانمن شوی چې طالبانو په تاوتریخوالي لاس پورې کړی او په اساسو شېبو کې یې خونړي بریدونه کړي چې د حکومت سربېره د خلکو زړونه یې هم دردولي دي.

له دې ور اخوا د خبرو په منځ کې د شرطونو وړاندې کول او پر هغو کلک ټینګار یو بل ستر لامل دی چې خبرې پرې ټکنۍ شوي او پایله یې ناکامه ختلې او شرطونو ایښودل  دواړه لورو ته سرې کرښې ښکاري .

اوس د دې لپاره چې تاوتریخوالی کم شي حکومت باید د هغو لارو چارو ګټه واخلي لکه څرنګه یې  چې حزب اسلامي سره خبرې اترې روانې کړې دي، او له نېکه مرغه تر دې دمه یې نتیجه ښه ده.

څلور هېوادیزو غونډو خو هم هغه ډول پایله ور نه کړه لکه څرنګه چې ترې تمه کېده او هیلې ورته خورا زیاتې وې، اوس چې کومه بله غونډه په اسلام اباد کې د سفیرانو په کچه جوړه شوې د تېرو هغو په څېر به وي، چې په کابل او اسلام اباد کې جوړې شوې او پایلې ناکامه وې.

کابل ته دا ډول غونډې د وخت ضایع ده، خو پکار ده چې په نورو بدیلو لارو فکر وشي او پاکستان له لارې سولې ته په تمه نه شي او په دې برخه کې د حکومت تازه دریځ بدلون ونه کړي دا به یو ښه سیاست وي.

اوس تر څو چې طالبان او افغان حکومت په خبرو کې نرمښت ونه لري او په دې اساسو شېبو کې یو بل ته تېر نه شي فکر کوم د سولې په نوم هر ډول خبرې چې هر چېرته وي پایلې به یې ناکامه او د وخت لویه ضایع وي.

د یو سوکاله او پرمختللي لوی افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *