تاند- د افغانستان حکومت نن /پنجشنبه/ د حزب اسلامي تر دونیم سوه زیات بندیان د پلچرخي او بګرام له محبسونو خوشې کړل.

د افغانستان حکومت وايي چې دا بندیان د افغانستان د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې د موافقې پر اساس خوشې شول.

تردې مخکې د دې ګوند یوشمیر نور بندیان هم په څو پړاوونو کې خوشې شوي وو.

حزب اسلامي ویلي چې د شوې موافقې له مخې باید د دې ګوند شاوخوا دونیم زره بندیان خوشې شي.

په حکومت کې ځینې کړئ او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د مشرې سیما سمر په ګډون د حکمتیار سیاسي مخالفان د ده د ګوند د بندیانو په خلاصون کې خنډونه پېښوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *