په میدان وردګو ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د حزب اسلامی د یوه قوماندان په ګډون څلورتنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په عمرخیلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته د وسله والو طالبانو له لورې د یوه ځآی پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د حزب اسلامی یو سیمه ییز قوماندان محمود ووژل شو او درې نور ملګري یې ټپيان شول.
د یو بل خبر له مخې د سیداباد ولسوالۍ د عرب خیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د ځآی پرځای شوي ماین د چاودنې په ترڅ کې د یوه ټیلر موټر چې کابل ته یې سمټ لیږدول،موټر چلوونکی او کلینر دواړه په شهادت رسیدلي دي.
یاد موټر چلوونکی او کلینر دواړه چې شخصی کاروبار یې پرمخ وړو،د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي وو،چې جسدونه یې نږدې خپلوانو ته سپارل شوي .
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر