په تیره یوه نیمه لسیزه کې، په حکومت کې د اسلامي حزب بې برخې پاتې کیدل او د ښاغلي کرزي د ناسمو سیاستونو له کبله د نورو حزبونو قوت موندل او د هغوی عادي مشران ملي کچې ته رسول، د دموکراسۍ او مصلحت په پلمه د پښتنو پر وړاندی یو له هغو ستراتیژیکو تیروتنو څخه و چې د کلونو لپاره به د پښتنو پر سیاسي موقف او تاریخي حیثیت نه جبرانوونکې اغیزې ولري.

په دې کې شک نشته چې اسلامي حزب د جهاد په دوره کې له ټولونه مخکښ او یو پیاوړی ګوند و خو د سیاسي تیروتنو له کبله د افغانستان د سیاست له ډګر نه د نوي حکومت د رامینخ ته کیدلو پر مهال لرې پاتې شو.  د اسلامي حزب غړي خپل حزب ته د وفادارۍ له کبله د نورو حزبونو په پرتله ټینګ او په دې کار کې له نورو ډیر اوچت دي. په همدې سبب د حزب غړي په اوسني او پخواني حکومت کی له ځپل  کېدو سره سره حزب ته وفاداره پاتې شول او بالاخره په دې وتوانیدل چی د خپل مشر غوښتنې پر اوسني حکومت ومني.

په اوسنیو کړکیچنو حالاتو کې چی د دسیسو او شایعاتو ټغر د پښتنو او ملی ګټو پر ضد خپور دی. د اسلامي حزب راتګ د ډیرو لپاره چې د افغانستان د سیاست په ډګر کې بې رقیبه لوبغاړي وو د منلو نه دي. له هم دې کبله په سیستماتیک ډول اوس د دولت او حزب اسلامی د توافق پر ضد مخالفت او رسنیز تبلیغات کوي. په دې تبلیغاتو کې یواځې اسلامي حزب د کابل د جګړو او ویجاړولو مسوول ګنل کیږي. حال دا چې په خپل منځي جګړو کې، ټول احزاب په مستقیم او غیر مستقیم ډول دخیل وو.

تر اوسه له بده مرغه، جمعیت اسلامي او د هغه مشرانو خپلې غوښتنې د ټوپک او یا هم د تهدید په زور پر دولت منلي دي چې په ترڅ کې یې پښتانه تل تضعیف او بایلونکي وو. ځکه د ښاغلي کرزي د ناسمو سیاستو له کبله نه خپله پر دې وتوانیدو چې د جمعیت د سیاسي حرص او غوښتنو مخه  ونیسي او نه هم پښتنو مشرانو ته یې داسې فرصت ورکړ چې په سیاسي ډګر کې په متوازن ډول رقابت وکړي. اسلامي حزب په داسې حال کې چې هم سیاسي او هم نظامي تجربه لري د پښتو په ګټه کولای شي چې یو سیاسي توازن رامینځ ته کړي. په دی توازن کې پښتانه کولای شي چې له لوړ موقف څخه وغږیږي او خپل حق د نورو په شان تر لاسه کړي. په اوسنیو حالاتو کې د ښاغلي غني حکومت همداسې یو سیاسي حزب ته اړتیا لري چې د هغه د تصامیمو او پالیسو ملاتړ وکړي.

د نوي حکومت د رامینځ کیدو نه وروسته سیاسي جوړښتونه په داسې ډول وو چې پښتانه په کې تل بایلونکي وي او حتا د خپل د حق د تامین لپاره هم له ستونزو سره مخامخ وي. نو عجیبه نده چې د ښاغلی حمکتیار راتګ د جمعیت او د نورو حزبونو د تشویش سبب ګرځیدلی دی.

په افغانستان کې د پښتنو تاریخي حاکمیت نه یواځې داخلي عقدې راپارولی دي بلکې منطقوي دښمنان هم لري چی له هر فرصت نه د پښتنو د ځپلو لپاره کار اخلي. پښتانه د دموکراسۍ نه په استفادې کولای شي چې د اکثریت په لحاظ په مشروع ډول په سیاسي مشارکت کې هم له نورو قامونو وړاندې وي. مشروط پر دی چي ځان په نوي سیاسي جوړښتونو کې سمبال او منسجم کړي.

که اسلامی حزب له دغه را مینخ ته شوي فرصت نه ګته واخلي او د پښټنو د سیاسي حیثیت او پیاوړتیا لپاره کار وکړی، نو یقینآ د یوه داسې حزب په توګه چی د مذهبي کړیو اعتماد هم ورسره دی، د افغانستان په راتلونکې سیاست کې راڅرګند شي چی له نورو ټولو حزبونو څخه مخ کښ او په ملي کچه به یو حاکم حزب وي.

مجیب الرحمن اتل

د جرمني د زیګن پوهنتون د سیاسی علومو د ماسترۍ محصل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *