مطبوعاتي اعلاميه
یک شنبه، د اسد ۸مه
په تآسف سره چې د تيرو څو ورځو راپديخوا د ځينو عناصرو لخوا په اجتماعي صفحاتو کې په قصدي او غير قصدي ډول د حزب اسلامي د معزز مشر په هکله ډول ډول آوازې خپريږي او دا آوازې هغه څوک خپروي چې په جګړه کې خپلې ګټې لټوي او د سولې له راتګ څخه په اندېښنه کې دي.
دوی ته وايو چې تاسو د حزب اسلامي د سپېڅلو اهدافو او ارمانونو په وړاندې خنډ نه شئ ګرځيدلی او حزب به په ټول قووت په هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.
موږ په داسې حال کې چې نه يوازې د دښمن دغه ډول آوازې په کلکه ردوو, خپلو هېوادوالو ته اطمينان ورکوو چې د حزب اسلامي محترم مشر الحمدالله له بشپړې روغتيا څخه برخمن دی او د معمول په څېر به له خپلو هېوادوالو سره ليدنو کتنو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ بولو چې د حزب اسلامي امير نن هم په خپل هستوګنځي کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو, علماوو, ځوانانو او سپين ګيرو سره وکتل او د هغوی نظرونه، مشورې او وړانديزونه يې واوريدل.
دغه راز نن د حزب اسلامي د امير انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اجرائيه شورا غونډه هم جوړه شوې وه چې پکې ددې ګوند اړوند او ځينې نورو مهم مسایلو بحث او خبرې وشوې.
قريب الرحمن سعيد
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رئيس
مطبوعاتي څانګه