تاند- د افغانستان له محبسونو څخه د اسلامي حزب د ۱۰۰ بندیانو د خوشي کېدو په درشل کې د پیک په نوم د تحقیقاتي ژورنالیرم مرکز د دغه ګوند د بندیانو لیست خپور کړ.

د پیک له لوري په خپور شوی نوملړ کې د اسلامي حزب د ۱۷۳ بندیانو نومونه شامل دي حال دا چې حزب اسلامي د خپلو بندیانو شمېر ترذ دې زیات ښيي. د پیک له لوري د خپور شوي نوملړ په منځ کې ۴ تنه په اعدام، ۴۸ تنه له ۱۶ تر ۲۰ کلونو، ۱۷ تنه له ۱۱ تر ۱۵ کلونو، ۴۱ تنه له ۶ تر ۱۰ کلونو او ۲۳ تنه له یو تر ۵ کلونو پوري حبس محکوم دي.

همداراز د ۲۰ تنو برخلیک تراوسه پوري ناڅرګند دی او د ۱۷ نورو دوسیې تر غور لاندې دي.

اسلامي حزب بیا وايي چې د افغانستان حکومت ته یې یوازې د بګرام په بند کې د خپل کوند د ۵۰۰ بندیانو لیست سپارلی دی.

د پیک په راپور کې هڅه شوې چې د حزب بندیان لوی جنایتکاران وښودل شي او دا هغه څه دي چې د دې مرکز د راپور په دقت کې پوښتنې رامنځته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *