۱۳۹۳ د لړم ۲۱
د پوهنې وزارت د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت د پلان جوړلو له څانګې په لومړي ځل ۳۷ تنه محصلین فارغ شول.
ددغو محصلینو د فراغت لپاره په جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معین ښاغلي آصف ننګ فارغو شویو کسانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ددې څانګې له جوړېدو یې موخه داوه، چې د پوهنې وزارت ټولو کارکوونکو ته د ښوونې او روزنې د پلان جوړولو په برخه کې متوازن فرصتونه برابر شي. نوموړي زیاته کړه، چې د ستراتیژیکو عملیاتي پلانونو او تګلارو د جوړولو او پلي کولو په برخه کې د پوهنې وزارت د ظرفیت لوړول او پراختیا هم د یادې څانګې له مهمو موخو څخه دي.
د ښوونې او روزنې د پلان جوړولو څانګه د پوهنې وزارت د اړتیاو له مخې په ۱۳۹۱ کال کې د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت په چوکاټ کې رامنځ ته شوله.
په دغه انستیتیوت کې د ورځنیو اړتیاو سره سم محصلینو ته د پلان جوړونې، پلان عملي کولو او څارنې په برخو کې زده کړې ورکول کېږي. د پوهنې وزارت غواړي، چې د دغه ډول مسلکي څانګو په پراختیا سره د افغانستان د ملکي خدماتو د پلان جوړونې برخه پیاوړې کړي.
د پلان جوړولو په څانګه کې د اصلي مضامینو تر څنګ د ښوونې او روزنې پلان جوړل، تدارکات، د بودیجې جوړول، راپور ورکول، د ښوونې او روزنې احصایه او بنسټونه تدریسیږي.
د یادولو ده، چې په دې څانګه کې د زده کوونکو لپاره کمپیوټر، درسي مواد، بدل اعاشه، قرطاسیه، د تګ راتګ کرایه او د وزارت له مرکزي ادارو او تاسیساتو څخه لیدنه او ځینې نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي. د ادارې او حسابدارۍ انستیتیوت د پلان جوړولو په څانګه کې د پوهنې وزارت د پلان او ارزونې د عمومي ریاست د باتجربه او مسلکي کارکوونکو له لوري، چې د ماسټرۍ په کچه زده کړې لري، تدریس کېږي.