رحمت جمالزی

افغانستان دا مهال په پوره حساس وخت کې دی او په دغه هېواد کې ټولې مهمې برخې، که سیاسي، ټولنیزې، امنیتي او تحصیلي دي تر ټاکنو پورې تړلې دي.

افغانان به یو ځل بیا په ټاکنو کې په پراخې ونډې اخیستنې سره خپل برخلیک وټاکي او خپله راتلونکې به بدله کړي.

خو د دغو ټاکنو پر وړاندې د ډېرو نورو پرتو ننګونو او ستونزو ترڅنګ ستره ننګونه بیا ځلي سازمان شوې درغلۍ دي، چې د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو بیا د نوماندانو استازي او دولتي چارواکي یې کوي.

او دا درغلۍ کولی شي، د هېواد راتلونکې بدله او د میلیونونو خلکو د برخلیک لوری بدل کړي.

تېرې ټاکنې که څه هم په ښکاره د خلکو د پراخې کچې ګډون له امله وستایل شوې، خو سازمان شوې درغلیو یې په اډانه کې پوره ځای نیولی و.

په لومړي پړاو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون شاوخوا ۵۰۰۰ کارکوونکي په بېلابېلو درغلیو کې ښکېل وو، همدا راز دولتي چارواکو هم له درغلۍ مخه ونه ګرځوله او ښه په ډاډ سره یې پراخه درغلي وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لومړي پړاوه تر دې مهاله د درغلګرو دولتي چارواکو د لېرې کولو غوښتنه کوي، هغوی یې لېستونه چمتو کړي او تر ولسمشره یې رسولي، خو دا چې ولسمشر ولې چوپ دی، څوک نه پوهېږي.

اوس چې ټاکنې دویم پړاو ته تللې او موضوع په لوی لاس قومي کولو خواته کش شوې، د بیا ځلي پراخې او سازمان شوې درغلۍ وېرې دي.

داسې ویل کېږي، چې دا ځل په یو شمېر هغو سیمو سربېره، چې وار له مخه نا امنې دي نسبي امنې سیمې هم د مصنوعي نا امنۍ په وسیله نا امنه کېږي. او د هېواد په کچه د ټاکنو کمېسیون له خوا په اعلان شوو شاوخوا ۲۴۰۰۰ رای محلونو کې د پراخې سازمان شوې درغلۍ لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د نه پاملرنې په صورت کې هماغه د یوه نوماند د استازي خبره کېږي، چې خپلو پلویانو ته یې په مزار شریف کې ویلي وو. (شما یک دفعه صندوق ها را پور کنید باطل کردن و تحقیق اش ګپ های مفت است).

له دې خبرې یوازې څه چې اخیستل کېږي هغه په لومړي پړاو ټاکنو کې پراخه درغلي او په دویم پړاو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ چمتووالی دی.

خو که په درغلیو کې ښکېل چارواکي چې په هر یوه یې د درغلۍ تورونه ثابت شوي، له دندو ګوښه نه شي د ټاکنو مشروعیت په بشپړ ډول تر سیوري لاندې وي.

لا هم د هېواد په ډېری ولایتونو کې امنیه قوماندانان هغه کسان دي، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې یې ځانګړي نوماند ته درغلۍ وکړې.

سازمان شوې درغلۍ په دې مانا، چې وار له مخه ورته پلان جوړ شي او وار له مخه ورته تصمیم نیول شوی وي، په لومړي پړاو ټاکنو کې د سازمان شوو درغلیو ښه بېلګه په مزار شریف کې د جعلي رای پاڼو چاپول وو.

اوس بیا د هماغسې او ورته نورو سازمان شوو درغلیو ګواښ خلک حس کوي.

دغه پړاو ټاکنې له سختې ننګونې سره مخ دي، یوازېنۍ حل لاره چې دغو ټاکنو ته مشروعیت ورکړي د خلکو پراخ ګډون او څارنه ده.

خو! مه پرېږدئ، چې د دغه تاریخي او مېړني هېواد چې د ملت تاریخ او کارنامې یې زرګونو کلونو ته ورګرځي برخلیک سازمان شوې درغلۍ او څو تنه بدماشان وټاکي.

افغان ملت له سترې ازموینې او تاریخي مسوولیت سره مخ دی، سوله غواړئ که جګړه، آبادي غواړئ که ویجاړي، پوهه غواړئ که بدماشي او بالاخره پرمختګ غواړئ که د تېرې دېرش کلنې جګړې تکرار.

اوس د دې پرځای چې په خیالي او تبلیغاتي خبرو ډېر وخت ضایع کړئ عملا د افغانستان په کچه تر ۲۴۰۰۰ رای محلونو ځانونه ورسوي او د دې ترڅنګ چې د رایې مکلفیت ترسره کړئ څارنه هم وکړئ او مه پرېږدئ، چې په راتلونکي کې مو واک د پنځو بدماشانو په لاس  کې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *