د هلمند زیات شمېر اوسېدونکو او مدني فعالانو، د سرطان پر ۱۶- مه، د ایران د ولسمشر -حسن روحاني- د هغو خبرو په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په افغانستان کې یې د بندونو د جوړولو په اعتراض کې کړې وې.
دوی چې د مرکز لښکرګاه لارو و کوڅو ته راوتلي ول، د ایران ضد شعارونه ور کړل او ټینګار یې وکړ چې»د هلمند سیند په اړه دې، له ایران سره، په ۱۹۷۳م کې، د شهید موسی شفیق لاسلیک شوې معاهده پلې شي».
د ایران ولسمشر -حسن روحاني- ویلي جې په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړول، د دوی پر چاپېریال بده اغېز کوي.
مظاهره کوونکو د ښاغلي روحاني دا څرګندونې، د افغانستان په چارو کې د ایران ښکاره لاسوهنه وبلله.
دوی له افغان ولسمشر -محمداشرف غنی- څخه ایران ته د هلمند سیند د اوبو د مهار غوښتنه وکړه او له نېکه مرغه، چې افغان ولسمشر هم، د یوه کنفراس په ترڅ کې وویل چې اوبه زموږ آبرو ده؛ موږ به خپلې ۱۸ میلیارډ متر مکعب اوبه کنټرول کړو او دا به زموږ د مناسباتو اساس وي.
د هلمند د مدني ټولنې مشر -سردار محمد همدرد- د مظاهرې پریکړه لیک ولوست:
«موږ له ایران سره تړون لرو چې پر ۱۹۷۳ کال لاسلیک شوی وو؛ هغه باید عملی شي، له ایران سره دې د تېرو ۴۰ کالو اوبو حساب وشي. زموږ په کورنیو چارو کې څوک د لاسوهنې حق نه لري؛ ایران دې ګوتڅنډنه نه کوي او دغه موضوع باید د خبرو له لارې حل شي؛ موږ د خپل ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ ملاتړ کوو او موږ له ایران سره د اوبو په مسئله کې د حکومت ملاتړ کوو».
په هلمند او ټول افغانستان کې، د مدني ټولنو، سیاسی ګوندو او عامو خلکو دغو غبرګونو وښوول چې افغانان که په هر څومره بده ورځ کې هم را ښکېل وي خو بیا به هم، هیڅ پردي ته دا وخت ور نکړي چې یا زموږ په کورنیو چارو کې ناروا لاسوهنه وکړي یا یې ملي شتمنۍ ته کوې کږې سترګې ور واړوي؛ دا پېښه موږ ته څو پیامه لري:
یو- موږ باید نور له عکس العملي ژونده راووځو او د پېښې د پېښېدو تر مخه یې، مخه ونیسو او اصلاً پرې نږدو چې ولس مو تر دې زیات د دا ډول ناوړو پېښو ښکار شي او دا کار هم هله ممکن دی چې ټول د ملي یووالي په یوه واحد صف کې سره تنظیم شو.
دوه- له بده مرغه چې د هیوادونو سیاستونه عذر و زارۍ او دیني یا نور فرهنګي ارزښتونه نه ګوري بلکې یوازې خپلې ملي ګټې ور ته مهمې دي، پر دې اساس نو موږ هم باید له ګاونډیو یا نورې دنیا سره د دیني، مذهبې او یا فرهنګي اشتراکاتو په لرلو سره ځانونه و نه غولوو او دخپلو ملي- افغاني ګټوغم وخورو، ځکه موږ ولیدل چې پاکستان، ایران او عربي نړۍ موږ څنګه د دغو ارزښتو د اشتراک او اسلامي اخوت په درواغجن شعار دربدره کړو او لامو هم په دې نوم پسې وهي.
درې- نقد، زموږ او د بل هر چا حق دی چې باید همېشه یې د اصلاح په اراده وکړو خو باید زموږ پر حکومت، زموږ نیوکې، د دې سبب نه شي چې حکومت مو لا کمزوری او ګټه یې پردیو ګاونډیو ته ورسیږي.
په سراسر افغانستان کې، د مستحکم ملي یووالي په هیله!
لیډینګ سټوري/۱۳۰مه ګڼه/بدلون اونیزه