تاند- د نویو څېړنو له مخې، د هوا د تودېدو له کبله د حشرو تولید مثل له خطر سره مخامخ شوی دی.
څېړنې ښيي چې د مځکې د تودوښې د درجې زیاتېدا د حشرو سپرم ته زیان اړولی شي او حتی کېدای شي چې شنډې یې کړي.
په وروستیو کې د جرمني په یوه څېړنه کې، چې پایلې یې په نېچر خپرونه کې چاپ شوي، څرګنده شوه چې د وزر لرونکو حشرو شمېر په تېرو ۲۰ کلونو کې په سلو کې څه باندې ۷۵ لږ شوی او دې ته ورته حالت د پورتو ریکو په ځنګلونو کې لیدل شوی دی.
د ایست انګلیا پوهنتون استاد مت ګیج وايي، د حشرو د شمېر او د ډولونو کمېدا د ژوند چاپېریال ته زیات تاوان پېښولی شي.
څېړونکي وايي، په دې برخه کې نورو څېړنو ته هم اړتیا شته خو تر اوسه په دې کې شک نه ویني چې د حشرو د نسل کمېدا د هوا له تودوښې سره ارتباط لري.
د دوی په وینا د هوا تودېدا غالباً د حشرو د تولید مثل کموي.