چا چې د شینوارو او سپین غره بالمشاهده منظره په بصیرو سترګو نه وي کړې نو له انځورګره دې یې د تصویر او د لفظو له جادوګره دې یې د تحریر تمه نه کوي، هاغه فطرت چې خالق تعالی په خپل خاص کمال پنځولی نو بنده بېچاره به یې د بیان توان له کومه عیان کاندي؟ دا د ویلو نه، د لیدلو کیسه ده.

که په دې باب د چا په زړه کې خاشه کدري خدشه و وسوسه وي نو: اسد دانش چې د جنت وطنو د سیرو سلوک عاشق دی او حکمت سروش چې د شعر تنکی رنګین بیان او ژوند پالونکی هنرمن دی، ور دې شي او دوی دواړه دې وپوښتې چې دا محمدیار څه لګیا دی؟ موږ درې واړه استاد ازمون چې د شینوارو د شاعرانه شعور پاچا دی، د سپین غره پر شنو جلګو، بهاندو او سپینو خوړو او مسیحایي درو کلونه مخکې ژوندي شاهدان نیولي یو؛ نور یې څه کوئ د توتو مزه یې اوس هم زما د ذایقې خوږه خاطره ده او که کوم دقیق څوک پیدا شي نو اوس مو هم پر شونډو د هغو توتو رنګ کشف و مشاهده کولای شي.

سعید د سپینغره پسرلی دی، د هغه فطرت د خپل ماحول له طبیعته را زېږېدلی دی، پرته له منطقه د منلو ده چې هر انسان د خپل محیط بچی دی؛ د سپینغره دا پسرلی بچی هماغومره د تعریف له بریده ور تېر دی لکه د هغه د چاپېرچل ګلرېز و عشق آنګېز خوی وبوی.

مګر که تاسو د هغه د ترانو په سروتال کې د هغه د روح آواز واورئ، حیران به شئ چې دا محمدیار څه ګډوډ او درواغجن وخوت؛ ځنګه کېدای شي د هاغسې فردوس استوګنځي دا پسرلی زلمی دې داسې د وزخ خویه چېغې ووهلای شي؟

هو! تاسي چې له هرې زاویې او په هر نظر ورته ګورئ خو دا تناقضات، دا تصادمات او دا تضادات د افغانستان او افغان انسان دغسې د تعریف له ګرفته وتلی مقدر دی.

نن په شینوارو کې د شعور او بشر شریرو شیطانانو زر محشره شر پاشلی دی، د ښایستونو د کشتارعام لپاره یې د خپلو و پردو یو شرموونکی اشر رابللی دی او هلته یې د پروردګار د هنر د شهکار پر مخ د وحشت لوخړې ور خوشې کړې دي؛ نور هلته د سعید شینواري تنفس د ناممکناتو کیسه ګۍ ده.

نن سعید د خپل هویت پر ضد ژوند کوي؛ سر وهلی- بر وهلی یا د جلال آباد ښار د رخشو او موټرو زهر تنفسوي یا هم د کابل په دود و دوړو کې له ځان و جهانه ورک وي.

د دې نازک مزاج زلمي یې له جنازو سره څه؟ داسې ګلالي خو به د مرګ و مړي له اورېدو سره په مجسم خزان بدلېدل مګر دی یې نن موږ ته داستانونه تصویروي.

آیا د ده مشک مزاجه مشام د وینو د بوی لایق دی؟ آیا خدای تعالی به ډېر خپه نه وي چې د بلاخېزه بمو د مسلسلو انفجاراتو په مهیبو ږغو د ده د غوږو نازکې پردې لړزېږي او دا لړزه وزلزله یې بیا د ده د معصومو الفاظو په فریکونسیو کې زموږ تر ضمیره امتداد مومي او عواطف مو را ژوبلوي و ژړوي؟

دې د شینوارو شینطوطي به اوس د سپینغره په سر درو کې د عشق ترانې یللې، مګر دی لګیا دی د پکتیکا غمنامې لیکي، چې د دې لوی جنایت جبران به څنګه کوو؟:

د پکتیکا یاره تصویر مې ستا د قتل ولید

داسې مې ولید

چې ته نه وې او پښې دې په اور سوې پرتې

او په یو بل تصویر کې ستا وینو ته خلکو ژړل

رښتیا په بل تصویر کې ستا تشو سکرو ته جنازه شوې وه

پلار دې هم ستا په یاد جوړ شوی قبر نه قبلا وه

ویل یې نه منم د خدای دا قهر نه منم چې

زما د زوی په اور کې سوی ځان دې نه پېژنم

او په شکمن زړه یې تابوت ته جنازه وکړمه

یا په شکمن زړه یې پښې په قبر خښې کړمه

د پکتیکا یاره تصویر مې ستا د قتل ولید

داسې مې ولید

چې وحشت ویل دا زما کار نه دی

خو انسانیت راته په غوږ کې د تکبیر چېغه کړه

ویل یې الله اکبر… کفر په ګونډو شو

او فدایي تندر په کور د ضلالت پرېواته

بس دلته زړه زما په اور د خجالت پرېواته

اخ لا مې خپل دردونه لږ وو، چې درځار دې شمه

د زړه بل درد راته د فکر په مالت پرېواته

د پکتیکا یاره تصویر مې ستا د قتل ولید

ما ستا لوی ویر ته عاشورا د کربلا وکړه

د خپل یزید زړګي په کور کې مې عزا وکړه

خو

حسین را چېغه کړه چې ما مه ژاړه، دا وکړه

ستا د خپل دور انسانیت هم انتها وکړه

او رښتیا

حسین بیا چېغه کړه چې ما مه ژاړه، دا وکړه

د خپل ضمیر مړی دې لوڅ کړه پرې نڅا وکړه

ځکه چې تاسې خو په خپل ځان کربلا وکړه

او د دې پرېکړه هم یزید نه، یو ملا وکړه

هغه لا پر شینوارو د نازل قیامت په مقابل کې د مقاومت بغاوت ته سمه ملا نه وه تړلې چې د پکتیکا پر قتلګاه یې عواطفو شدیده ضربه ولیده.

هغه ماښام مو پر سترخان د سعید اوښکې وچېښلې؛ د پکتیکا د یحیاخېلو د قتل عام ماښام یوې خوا ته او د سعید د سوځېدلو احساساتو سوخت او ناکام بلی خوا ته.

هغه ماښام زموږ نه وو، د سعید وو او د سعید ماښام د تاریخ خونړۍ برخه شوه.

قتل ګډ د بېټ په پاتې شونو دی، ماښام دی

درد رقص مرده ته په ټوپونو دی، ماښام دی

ویر لړلې زمکه ده او خولې د خلکو وازې دي

دا کوم علامت د قیامتونو دی؟؟ ماښام دی

یو طرف ته ستړې جنازې دي سترګې سرې دي خو

بل طرف ته کړنګ د تکبیرونو دی، ماښام دی

ورور مرور شوی دی او خدای راضي کول غواړي

زوی یې پروت زما غېږ کې په وینو دی، ماښام دی

ولګوه خدایه ستا د حشر میدان چرته دی؟؟

ورک انسانیت له خپلو پلونو دی ماښام دی!ٔ!

څه ضرور سعیده چې ریا د ځان په ویر وکړو

خدای خبر، زموږ په چاودو زړونو دی، ماښام دی

استبداد خو به هم حد و برید درلود، چې دا ولې هر څه له نارمل مسیره منحرف دي؟

د انسانیت پاراګراف لکه چې ختم دی، د آدمیت د ادامې لپاره لکه چې د ژوند- پاڼو بیاضونه هم ډک دي؟

چې د ژوند دا توپانې بېړۍ به ته وا د نجات پر کوم ساحل لنګر واچولای شي که یا؟ شاید شیطان شغ وهي چې یا! مګر سعید شینواری دې د شیطان دا نه مني او زه به څه نصیحت کوم هغه خپله ژمن او مین هنرمن دی هغه یې خپله نه مني ځکه چې همدا اوس شپه تر نیمې اوښتې ده او موږ ټول د سحرګاه خوا ته ور نژدې کېږو.

نیمه شپه/ یوه کم یوه بجه

۱۰/۹/۱۳۹۳

میرویس میدان- کابل

 بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

One thought on “د حشرګاه او قتلګاه په تقاطع کې د شینواري ماښام/محمد يار يار”
  1. دا څشی و؟ ددی لیکنی خو نه سرپوشو او نه په پای.
    یا به زه نورسپین ګیری یم په څه به نه پوهیګم.
    که څوک ماته وخایی چه ددی ځوان مطلب څه دی؟
    په دی پوی شوم چه بیا دپنجابی کوم نوکر یو افغان ځوان شهید کړی دی خونوره قیسه روخانه نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *