مسلسله شمېره: ٣٢١

نېټه: ١٣٩٣-٥-٧

کندهار، افغانستان- کندهار نن د يوې بلي لويي غميزي شاهد دى او ټول کندهاريان د غم پر ټغر ناست دي. د کندهار لپاره يو لوى دېوال حشمت خليل خان کرزى چي سږکال ولايتي شورا ته يو مخکښ کانديد وو، نن په خپل کور کي په شهادت ورسېد. انا لله و انا اليه راجعون

د حشمت خان خليل کرزي کور ته قومي مخور د اختر د مبارکۍ په موخه ورتلل، په دې ترڅ کي نن سهار شاوخوا لس بجې يو ٢٤ کلن ځوان چي پخپله پګړۍ (لونګۍ) کي يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي ول، حشمت خليل کرزي ته ځان رسولى او د روغبړ پر مهال يې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او حشمت خليل کرزى يې په شهادت رسولى دى. په پېښه کي يو بل تن هم ټپي سوى دى.

د وطن د دښمنانو دا اعمال چي په تېرو ١٤ کلونو کي يې د افغانانو ويني وزبېښلې، نور دې ملت ته د زغملو نه دي. دوى هم اسلام بدنام کړ او هم يې انسانيت وشرماوه. د دوى دغه ډول اعمال چي هره ورځ افغانان او د افغانانو مشران شهيدانوي، نه په دين کي ځاى لري، نه په انسانيت کي. دوى نه يوازي له افغان دولت سره دښمني رااخيستې، بلکي د ټول ملت په مقابل کي ولاړ دي او دا دى هره ورځ وينو چي بېګناه افغانان شهيدانوي او له منځه يې وړي. دوى پخپلو دې اعمالو ملت ته خپل حيوانيت او بربريت ښيي.

د ارواښاد حشمت خليل خان کرزي چي د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي د اکا زوى دى، شهادت په عمومي توګه د افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار لپاره نه جبرانېدونکي ضايعه ده. زه د کندهار د ولس او ټولو پوځي او غيرپوځي منسوبينو په استازيتوب د هغه شهادت په کلکو ټکو غندم او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم. کندهار او دلته مېشت قومونه به همېشه د ارواښاد نه ستړي کېدونکي هلي ځلي چي د دغه هيواد په تېره د کندهار د پرمختګ، سوکالۍ او تلپاتي سولي لپاره يې کولې، ياد ساتي.

دا راز زه د کندهار د خلکو په استازيتوب د افغانستان جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي او د هغه د کورنۍ ټولو درنو غړو ته د تسليت مراتب وړاندي کوم او د الله تعالى له درباره هيله لرم چي د شهيد حشمت خان خليل کرزي د کورنۍ غړو او د کندهار ټولو خلکو ته د هغه د غم د جبران زغم ورکړي.

0 thoughts on “د حشمت خليل خان کرزي پر شهادت د کندهار والي د خواشينۍ پيغام”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *