د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

۱۳۹۳کال د زمري ۸ مه نېټه

     په ډيرې ژورې خواشينۍ او خفګان سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د سولې او ثبات دښمنانو د سهيلي حوزې کندهار يو تن پياوړی قومي مشر، په ياده حوزه کې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي د دفتر مسؤول او د ولسمشر جلاالتمآت حامد کرزي د تره زوی حشت خليل کرزی هغه مهال په يوه ناځوانمردانه ځانوژونکي ترورستي بريد کې په شهادت ورساوه، چې ارواښاد د نېکمرغه کوچني اختر په دوهمه ورځ له دوستانو سره په مبارکۍ بوخت وو

انالله و انا اليه راجعون.

شهيد حشمت خليل کرزی کالونه وړاندې د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ د کرز په سيمه کې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولي وې، نوموړی يو پياوړی قومي مشر، ملي ګټو ته ژمن او سوله خوښوونکی شخصيت وو

د پکتيکا ولايت مقام او ولسونه دا ډول ترورستي بريدونه د اسلام سره ښکاره دوښمني بولي او په کلکو ټکو يې غندنه کوي، له بده مرغه د تيرې يوې لسيزې راهيسې پدې هېواد کې په بېلابېلو نومونو د ملکي وګړو وژنه روانه ده او د سيمې استخبارات په منظمه توګه ددې هېواد ملي او قومي مشران په شهادت رسوي چې په تيره يوه لسيزه کې مو د ځنځيري وژنو په ترڅ کې زرګونه ملي او قومي مشران له لاسه ورکړي دي

زه د پکتيکا ولايت د ملکي، پوځي ادارو او پکتيکاوالو په استازيتوب دا ترورستي بريد او په هېواد کې وروستي ظالمانه بريدونه چې له امله يې ګڼ هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي په سختو ټکو غندم

د ارواښاد حشمت خليل شهادت نه يوازې سهيلي حوزې ته، بلکې ټولو هېوادوالو ته يوه ستره او نه جبرانېدونکي ضايعه ده، زه د پکتيکا د والي په توګه د ارواښاد د شهادت له امله د هېواد ولسمشر جلاالتماب حامد کرزي، د سهيلي حوزې کندهار مجاهد ولس او ټولو هېوادوالو ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی خدای ج څخه د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم

محب الله صميم

د پکتيکا والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *