د نومیالي مشر حشمت خلیل کرزي د شهادت په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواخوږۍ پیغام
وایي سل دې ومره، خو د سلو سر دې مه مره، خو درېغه چې د هېواد دښمنانو مو نن د اختر په مبارکه ورځ حشمت خلیل کرزی شهید کړ. ښاغلی حشمت کرزی د سلو څه چې د زرو او ملیونو سر او مشر وو. له بده مرغه افغانستان نن یو بل رښتینی خواخوږی له لاسه ورکړ.
انا لله وانا الیه راجعون
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت شهید حشمت خلیل کرزي ته د فردوس جنت، پتمنې او غمجنې کورنۍ، خپلوانو، خواخوږو او ټول افغان ولس ته د دغه قدرمن مشر د ویر او غم د زغم دعا کوي.
ښاغلی حشمت خلیل کرزی د مېلمه پالنې پرمهال په خپله دېره کې شهید شو. د هېواد دښمنانو د دغه درانه مشر په شهیدولو سره ټول افغان ولس غمجن کړ. د دوی اختریزې خوښۍ او شیبې یې په ویر او ماتم بدلې کړې.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ښاغلي حشمت خلیل کرزي شوی برید په سختو ټکو غندي او د شهیدکرزي په دغه درانه ویر کې د نوموړي له درنې کورنۍ سره ځان شریک ګڼي. دا د ټول هېواد ویر دی، ټول هېوادوال پرې غمجن دي.
ښاغلی حشمت خلیل کرزی د افغانستان نومیالی مشر او مخور وو. په دغه نازک پړاوو کې نه یوازې کندهار، بلکې ټول افغانستان ورته سخته اړتیا لرله، ځکه دغسې مشران د خپلې پوهې، وړتیا، تجربو او په ټولنه کې د پراخ باور او منښت له مخې افغانستان له ور پېښو او اوسمهالو ستونزو څخه په ښه توګه را اېستلی شي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت شهید حشمت خلیل کرزي ته د فردوس جنت دعا کوي، اروا یې ښاده او یاد یې تاند غواړي.
ډاکټر محمداکرم خپلواک
د سرحدونو او قبایل چارو وزیر