رحمت الله اندړ

سریزه

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله و اصحابه و اهل بیته و من تبعه باحسان الی یوم الدین. وبعد

 په دې لیکنه کې مې تر ډېره بریده زیار ایستلی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپېڅلې سیرت هغه برخې را ټولې کړم، چې پر بښنه او تسامح دلالت وکړي؛ ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند له بښنې او تسامح ډک دی، هر موقف یې د انسانیت او بشریت د ژغورنې نارې وهي، انسان څه، چې له څارویو سره یې هم سختي نه ده کړي، ټول بشریت او په تېره خپل امت ته یې داسې روښانه لاره پرېیښې ده، چې ړانده له امسا پرته پرې مزل کولای شي.

غوښتل مې چې لیکنه لنډه کړم، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلي سیرت کې د بښنې او تسامح زړه راښکونکو موقفونو په مخه کړم، چې په پایله کې مې ډېره په سختي دا لیکنه په دوو لویو برخو کې را غونډه کړه، چې لومړۍ برخه یې دری او دوهمه برخه یې پنځه مطالب لري او یوه پایله لري، چې د بحث نتائج مې پکې لیکلي دي

لومړۍ برخه: په ځانګړو حالاتو کې د تسامح او بښنې نمونې

لومړی مطلب: په جګړه او د جګړې په ډګر کې تسامح او بښنه

دوهم مطلب: له بندیانو سره ښه چلن او د هغوی بښنه

دریم مطلب: د دښمن له مشرانو سره تسامح او د هغوی بښنه

دوهمه برخه: په عامو حالاتو کې د تسامح او بښنې نمونې

څلورم مطلب: له ښځو سره نرم چلن او تسامح

پنځم مطلب: له مریانو او خادمانو سره نرم چلن او تسامح

شپږم مطلب: له تېروتونکو یا خطا کارانو سره تسامح

اووم مطلب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې له تېري کوونکو سره تسامح

اتم مطلب: یوه شبهه او د هغې رد

نهم مطلب: وشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ اَهْلِهَا

پایله: په پایله کې مې هغه نتائج لیکلي دي، چې زه د دې لیکنې په اوږدو کې ورته رسېدلی یم.

لومړۍ برخه: په ځانګړو حالاتو کې د تسامح او بښنې نمونې

دا برخه تر ډېره بریده د جګړې په حالاتو د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پر بښنه، تسامح او رحمت را څرخي، چې دری مطلبه لري، د جګړې په ډګر کې د تسامح او بښنې نموني دي، له بندیانو سره غوره چلن او د دښمن د مشرانو بښنه او له هغوی سره نرم چلن.

لومړی مطلب: په جګړه او د جګړې په ډګر کې تسامح او بښنه

د دې عنوان په لیدو به لوستونکی حیران شي، چې په جګړه کې بښنه او تسامح څه مانا؟! په حقیقت کې دا حیرانتیا پر ځای ده، ځکه عامي جګړې معمولا له تسامح او بښنې لېرې وي، هره جنګې ډله خپل دوښمن یواځې د جګړې له ډګره نه ختموي؛ بلکې جرړې یې وباسې او د ځمکې له سره یې لرې کوي، خو اسلام د جګړې لپاره ټاکلی لاره لري، چې الهي او اسماني لاره ده، هیڅ کمزورتیا او نیمګړتیا پکې نه لیدل کېږي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلی ژوند پر دې واقعي لیاره غوره دلیل دی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړه هم د بشریت او انسانیت د ژغورني لپاره کړې ده، د جګړې یو هدف یې انسان ژغورنه وه او جګړه یې یوه اضطراري اړتیا بلله. ډېری جګړې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم تپل شوې دي، هغه نه غوښتل، چې جګړه وکړي؛ خو جګړې ته به اړیستل کېده، له دې سره سره به یې د جګړې په تاوده ډګړ کې د خپل دښمن د وینو تویولو مخنیوی کاوه، که به چا د جګړې پر مهال اسلام قبول کړ، وژلو یې جواز نه درلود، که څه هم اسلام یې د خپل ځان د خوندېینې په موخه منلی وي، راځئ، چې د جندب بن عبد الله البجلي رضي الله عنه په روایت د زید بن ثابت کیسه واورو.

د جندب بن عبد الله البجلي (رضي الله عنه) څخه روایت دی، چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو يو جنګي ټولګی د مشرکانو يو قوم ته ولېږه، دوی د جګړې پر ډګر سره مخامخ شول، په مشرکينو کې يو سړی و، چې کوم يو مسلمان به يې په نښه کاوه؛ نو هغه به يې واژه، يو مسلمان ورته په څو/ کمین کې شو، د هغه له بې پروايۍ څخه يې استفاده وکړه، دغه مسلمان أسامة بن زيد و، کله چې يې د دغه مشرک په سر توره پورته کړه، نو دغه مشرک وويل: لا اله الا الله، نو أسامة بن زيد وواژه، نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته د جګړې خبر راوړونکی را ورسېد، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ترې پوښتنه وکړه، خبر راوړونکي ورته هغه کيسه ټوله تېره کړه، او دا يې هم ورته وويل چې هغه مشرک څه او څه کول، پېغمبر صلی الله عليه وسلم أسامة راوغوښت، او ورته يې وويل:«لِم قتلته؟» (ولې دې وواژه؟) هغه ورته وويل: ای د الله پيغمبره، په مسلمانانو کې يې درد زيات کړ، فلانی او فلانی مسلمان يې وواژه، د يوې ډلې مسلمانانو نومونه يې ورته واخيستل چې هغه مشرک وژلي وو، بيا يې وويل: نو ما پرې حمله وکړه، کله يې چې توره وليده؛ نو: (لا اله الا الله) يې وويل، پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل: «أقتلته» ودې واژه؟ هغه وويل: هو، پېغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل:«فکیف تصنع بلا اله الا الله اذا جاءت یوم القیامة؟!، د قيامت په ورځ به له (لا اله الا الله) سره څه کوې چې درته راشي؟ هغه ورته وويل: ای د الله تعالی پيغمبره! ما ته زما د ګناه بخښنه وغواړه، نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د قيامت په ورځ به له (لا اله الا الله) سره څه کوې چې درته راشي؟ هغه بيا خپله غوښتنه تکرار کړه، نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته له دې جملې پرته بله جمله نه ويله: د (لا اله الا الله) سره به څه کوې چې د قيامت په ورځ درته راشي؟؟ (۱)

دا حدیث شریف د جګړې په تاوده ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بښنې، تسامح او انسانیت ژغورني مجسم انځور دی، چې خپل محارب دښمن ته هم د خلاصون او ژغورنې لارګوري. دغه سړی چې اسامه بن زید رضي الله عنهم وژلی، د عامو کفارو په څېر عادي سړی نه دی؛ بلکې مسلمانانو ته یې درد رسولی دی، ډېر مسلمانان یې وژلي، تر وروستۍ سلګۍ جنګېدلی دی، خو چې کله د اسامة رضي الله عنه توره پرې پورته شوې او خپل مرګ یې په سترګو لیدلی، نو د (لا اله الا الله) ناره یې پورته کړې ده، دا احتمال ډېر قوي دی، چې هغه دې د ځان ساتنې له امله کلمه ویلي وي، ځکه بل هیڅ لامل او مبرر نشته، ولي یې کلمه وویله؟!، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدلوری بیل دی، هغه د خپل دښمن ژغورلو او بښلو ته محضي پلمې لټوي، نه غواړي، چې د خپل دښمن وینه یې هم تویه شي، ځکه هغه یواځې د اسلام او اسلامیت ناجي نه؛ بلکې د بشریت او انسانیت ناجي دی، هغه د راتلونکې په فکر کې دی، چې کېدای شي د اسامة رضي الله عنه بښنه پر دې سړي ژوره اغېزه وکړي او وروسته رښتینی مسلمان شي او یا د هغه دین په اړه ژور فکر وکړي، چې بنسټ یې په بښنه ایښودل شوی دی.

چېرته چې جګړې ته د پای ټکی ایښودل کېږي، هلته د اسلام منل شرط نه دي، همدا اړینه ده چې جګړه پای ته ورسېږي، وینه تویه نه شي، سرونه خوندې پاتې شي او انسانیت وژغورل شي، د دې ادعا د پخلي لپاره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سپېڅلې سیرت کې د خیبر د غزا یوه څنډه ستاسې مخې ته ږدم. کله چې د خیبر په غزا کې د مسلمانانو د بري نښې څرګندي شوي، یهودي دښمن له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د سولې غوښتنه وکړه، پوهېږئ، چې د رحمت د استازي غبرګون څه وو؟!

ابن کثیر رحمه الله وایې: « د رسول الله صلی الله علیه وسلم له څوارلس ورځې کلابندي وروسته، چې هغوی په خپل هلاکت ډاډه شول، د ابوالحقیق زوی ورته را ښکته شو او پر دې یې سوله وکړه، چې سرونه دې یې خوندي پاتې شي، ځمکې، شتمنې، زېړ، سپین او …هرڅه دې یې پاتي وي، یواځې هغه څه له ځان سره وړای شي، چې یو انسان یې وړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: « وَبَرِئَتْ مِنْكُمْ ذِمَّةُ اللَّهِ وَذِمَّةُ رَسُولِهِ إِنْ كَتَمْتُمْ شَيْئًا» که مو څه شی پټ کړل؛ نو د الله تعالی او د هغه د رسول په ذمه کې نه یاست. په همدې یې سوله ورسره وکړه.(۲)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو هغو کسانو د سر ساتنه هم کوله، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به په جګړه بوخت وو، هغه، د وژلو لپاره نه؛ بلکې د انسان ژغورني لپاره فرصتونه لټول، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به په جګړه کې یواځې هغه خلک وژل کیدل، چې خپله به یې پر جګړه ټینګار کاوه.

له ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د بدر تر غزا لېږ مخکې خپلو ملګرو ته وویل: « إِنِّي قَدْ عَرَفْتُ أَنَّ رِجَالًا مِنْ بَنِي هَاشِمٍ وَغَيْرِهِمْ قَدْ أُخْرِجُوا كَرْهًا لَا حَاجَةَ لَهُمْ بِقِتَالِنَا، فَمَنْ لَقِيَ مِنْكُمْ أَحَدًا مِنْ بَنِي هَاشِمٍ فَلَا يَقْتُلْهُ، وَمَنْ لَقِيَ أَبَا الْبَخْتَرِيِّ بْنُ هِشَامِ بْنِ الْحَارِثِ بْنِ أَسَدٍ فَلَا يَقْتُلْهُ، وَمَنْ لَقِيَ الْعَبَّاسَ بْنَ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ عَمَّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَا يَقْتُلْهُ، فَإِنَّهُ إِنَّمَا خَرَجَ مُسْتَكْرَهًا». (۳)

(زه پوهېږم، چې ځینې خلک د بني هاشم او ځیني نور په زور را ایستل شوي دي، هغوی له موږ سره جګړې ته هیڅ اړتیا نه لري، که د بني هاشمو کوم سړی په مخه درغی، مه یې وژنئ، که چا ته ابوالبختري د هشام زوي د حارث لمسی او د اسد کړوسی په مخه ورغی؛ نو مه یې وژنئ او که چا ته د د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره د عبد المطلب زوی عباس په مخه ورغی، مه یې وژنئ، ځکه هغه جګړې ته په زور را ویستل شوی دی).

لنډه دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې هم انساني او بشري معیارونه درلودل، عام وکړي، سپینږیري، ماشومان، ښځې، خادمان، راهبان پکې نه وژل کېدل، جګړه یواځې له جګړه مارو سره وه، تخریبي اړخ یې نه درلود، جګړه مار که به ماشومان وو، هم نه یې وژل، ان چې د دښمن باغونه، ونې او کورونه یې هم نه تخریبول، د موته د غزا لښکر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم وصیت دا وو: « … ولا تقطعن شجرة ولا تعقرن نخلاً ولا تهدموا بیتاً» (۴)

(ونې یې مه پرېکوئ، کجورې مه را وباسئ او کورونه مه ړنګوئ).

ابن القیم رحمه الله وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله دا چاره سر ته رسوله، د ښځو او ماشومانو د وژنې مخنیوی یې کاوه، جګړه مارو ته به یې کتل، چې د چا به ماټ را تور شوي وو، مانا بالغ به وو، وژل به یې او چې د چا به ماټ نه وو را تور شوي پرېښوول به یې.(۵)

له رباح بن ربیع رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې: موږ په یوه غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګري وو، خلک یې ولیدل، چې پر یوه شي را ټول دي، یو سړی یې ور ولېږه او ورته ویې ویل: «انظر علا م اجتمع هؤلاء؟» (ته وګوره، دا په څه را ټول دي؟ّ) راغی او ویې ویل: پر یوه مړه ښځه. ویې فرمایل: «ماکانت هذه لتقاتل» (دې خو جګړه نه کوله) رواي وایې: خالد بن ولید د لښکر تر مخه وو، یو سړی یې ور ولېږه او ورته ویې فرمایل: «قل لخالد، لایقتلن امرأة ولا عسیفا» خالد ته ووایه، چې دی دي هیڅکله ښځه او مزدور نه وژني. (۶)

دا د پرښتو تاریخ نه دی؛ بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تاریخ دی او د هغه قوم تاریخ دی، چې اسلام یې منلی او په خپل ژوند کې یې پلی کړی دی.

هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت را لېږل شوی دی، هره چاره یې له بښنې او رحمته ډکه ده، ان چې ټول غزوات یې د رحمت او بښنې ستر دلیل دي، د هغه جګړې هم بښنه او رحمت تمثیلوي، بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د جګړو ځانګړتیا دا وه، چې هیڅ جګړه یې خونړۍ نه وه.

راځئ، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جګړې د هغو خلکو له جګړو سره پرتله کړو، چې ځانونه او خپلې ټولنې تر نورو ټولنو او نورو خلکو ډېر متمدن بولي او تل یې د بشر د حقوقو دروغجنه دعوه کړې ده.

د ارقامو ژبه دروغ نه وایې، سیرتپوهانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لس کلنه جګړه کې د دواړو اړخونو د وژل شویو او شهیدانو احصایه کړې او ویلې یې دي، چې په لسو کلونو کې د مسلمانانو د شهیدانو شمېر (۲۶۲) تنو ته رسیږي او د دښمنانو د مړو شمېر یې (۱۰۲۲) تنو ته رسېږي، چې په ټوله کې له دواړو اړخونو څخه یواځې (۱۲۸۴) تنه وژل شوي دي.

ځینې خلک به لامل دا ښیې، چې هغه وخت په جګړو کې د جنګیالیو شمېر لېږ وو؛ نو ځکه به وژنه لېږه را منځ ته کیده، خو داسې نه ده، که هغه لښکرې او جنګیالي وشمېرو، چې په دې لس کلنو جګړو کې یې ګډون کړی دی او بیا د دې وژل شویو کسانو نسبت معلوم کړو، بیا هم ډېر لېږ دی. د مسلمانانو شهیدانو شمېر د خپلو لښکرو په پرتله یواځې ٪۱ یوه سلنه دی او د دښمنانو د وژل شویو شمېر یې د هغوی د لښکرو په پرتله یواځې ٪۲ دوه سلنه دی او د دواړو خواوو د وژل شویو شمېر د ټولو لښکرو او جنګیالیو په پرتله یواځې ٪۱،۵ یو نیم سلنه دی.

بیا هم وایم، چې ارقام دروغ نه وایې، په دوهمه نړیواله جګړه کې د جنګیالیو شمېر ۱۵،۶۰۰،۰۰۰پنځلس میلیونه او شپږ لکه وو، خو د وژل شویو شمېر ۴۵،۸۰۰،۰۰۰ پنځه څلوېښت میلیونه او اته لکه وو، چې د لښکرو تر شمېر درې برابره ډېر دی او د وژل شویو شمېر یې په دې متمدنه جګړه کې د لښکرو د شمېر په تناسب ٪۳۵۱ دری سوه یو پنځوس سلنه ده، او دا ځکه ډېر دی، چې ټولو لښکرو له استثناء پرته یو د بل د بېخ ایستلو لپاره جګړه کوله، د ښار هر اوسېدونکی یې واژه، بلکې په هغو کلیو او ښارونو یې هم په ټنونو ټنونو بمونه و غورځول، چې د جګړې له کرښې لېرې په امن وو، د ودانیو په تخریب او د ملتونو په تیت او پرک کولو سربېره یې د بشریت بیخ وایست او انساني نوع یې د هلاکت او فلاکت کندې ته ورټیل وهله. بېشکه، چې دا جګړه پر ټولو معیارونو یوه انساني فاجعه او غمیزه وه.(۷) 

دا د هغو متمدنو هیوادونو جګړه وه، دا د فرانسي، انګلستان، ایټالیا، امریکا، جرمني او جاپان جګړه وه.

دا کوم تمدن دی؟ او د کوم پرمختګ په اړه دوی خبرې کوي؟ او د کوم بشر حقوق غواړي؟ او بیا هغه خلک چېرته دې، چې زموږ خوږ پیغمبر او د رحمت استازی په سخت دریځۍ او ترهګرۍ تورنوي؟

دويم مطلب: له بندیانو سره ښه چلن او د هغوی بښنه

بندي هغه جنګیالی دی، چې د جګړې په ډګر کې ژوندی ونیول شي، تر اسلام له مخه به که په جګړه کې بندیان ونیول شول، نو وژل کېدل به او یا به یې خدایانو ته د تقرب په پار وړاندې کول، بیا به یې وروسته له هغوی څخه د ګټې اخیستنې په اړه فکر کاوه، د وژلو پر ځای به یې مریانول، پېرل او پلورل به یې، تر نورو امتونو فارسیانو له بندیانو سره ډېر بد چلن کاوه، بندیان یې تعذیبول، په دار یې ځړول او وژل یې، چې د دوی په وسیله نورو دښمنانو ته د عبرت درس ورکړي. (۸)

دا د هغوی حال دی، خو د رحمت د استازي معامله بل ډول ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «فکوا العاني، وأطعموا الجائع، وعودوا المریض» بندي خلاص کړئ، وږي ته ډوډۍ ورکړئ او د ناروغ پوښتنه وکړئ.(۹)

د بندیانو خلاصون او له هغوی سره ښه چلن د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلي سیرت کې ارماني او خیالي خبره نه ده؛ بلکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو عملي ژوند وو، چې یو څو بېلګې یې ستاسې مخې ته ږدم.

لومړني بندیان چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاس ته ورغلل، دواړه مشرکان وو، د هجرت په دوهم کال یې د نخله سریي پر مهال ونیول، لومړی یې حَکَم د کیسان زوی او دوهم یې عثمان د عبد الله زوی، چې (حَکَم) د مسلمانانو د غوره چلن له امله مسلمان شو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا یې غوره کړه، ان چې په څلورم هجري کال کې په بئر معونه کې په شهادت ورسېد او دوهم یې بېرته مکي ته ولاړ او کافر مړ شو.(۱۰)

دا دواړه لومړني بندیان وو، چې مسلمانان یې په نیولو بریالي شول، دواړه د مکي اوسیدونکي وو، هغه مکه، چې مشرکینو یې رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګري سخت تعذیب کړي وو، دا هر څه رسول الله صلی الله علیه وسلم دیته اړ نه کړ، چې بندیان تعذیب کړي او یا ورسره بد چلن وکړي، بالعکس یې له هغوی سره له تسامحه کار واخیست او ویې بښل.

د بدر جګړه د مسلمانانو او مشرکانو تر منځ لومړۍ ستره جګړه وه، چې د مسلمانانو شمېر د خپل دښمن په تناسب لېږ هم وو، خو بیا یې هم بری خپل کړ، د جګړې له ګټلو سره سره یې اویا تنه مشرکین بندیان ونیول، رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د بندیانو په اړه له خپلو ملګرو څخه مشوره وغوښته، چې له هغوی سره څه وکړي.

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې، چې ابوبکر رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! دا زموږ تربرونه، خپلوان او وروڼه دي، زه په دې اند یم، چې له دوی نه فدیه واخلو، دا بله له یوې خوا د کفارو په مقابل کې مرسته او قوت وي او بلې خوا ته کیدای شي الله تعالی دوی ته هدایت وکړي؛ نو زموږ مټې به پیاوړي کړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ماتری یابن الخطاب؟» د خطاب زویه، ستا څه نظر دی؟ رواي وایې، ما ورته وویل: قسم په الله، چې زه د ابوبکر په اند نه یم، زما نظر دا دی، چې د فلاني (د عمر رضي الله عنه خپل) سر به زه ور پرېکړم او علي دې د عقیل سر ور پرېکړي او حمزه دې د خپل ورور فلاني سر ور پرېکړي، چې د الله تعالی په وړاندې دا اظهار وکړو، چې زموږ په زړونو کې له مشرکینو سره هیڅ مینه نشته او دغه د هغوی مشران، رهبران او لارښوونکي دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابوبکر نظر خوښ کړ او زما نظر یې خوښ نه کړ، له بندیانو یې فدیه واخیسته. (۱۱)

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر بندي له اقتصادي وضعیت سره سم له هغوی څخه فدیه واخیسته، ځینې یې د خپلو بندیانو په بدل کې، لکه عمرو بن ابی سفیان یې د سعد بن النعمان په بدل کې له بنده خلاص کړ او ځینو چې مال او شتمني نه در لوده، خو لیک او لوست یې زده وو؛ نو د هغوی فدیه دا وه چې ځیني مسلمانانو ته لیک لوست ور زده کړي. له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی، وایې: د بدر په ورځ له ځینو بندیانو سره فدیه نه وه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی فدیه دا وټاکله، چې د انصارو اولادونو ته دې زده کړه ورکړي. (۱۲)

لنډه دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو غزواتو په ترڅ کې له بندیانو سره غوره معامله او نرم چلن کړی دی، د اوسیدلو لپاره یې غوره ځای ورکړی دی، ښه خواړه او جامي یې ورکړي دي، ان چې د هغوی د احساساتو احترام یې هم کړی دی. چې موضوع ډېره اوږده نه شي، پر همدې څو بېلګو بسنه کوم، کنه نو د بندیانو په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو د غوره چلن، بښنې او تسامح بېلګې له شمېره وځي، یواځې موټی له خرواره مې ستاسې مخې ته کېښودې.

دریم مطلب: د دښمن له مشرانو سره تسامح او د هغوی بښنه

په دې مطلب کې د خپل دښمن له مشرانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غوره تعامل، بښنې او تسامح دوه بېلګې ستاسې درانه حضورته ږدم، د دښمن هغه مشران یادوم، چې تر ورستې بریده له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره جنګېدلي، د مسلمانانو د ورکاوي لپاره یې لښکري تیارې کړي، هر وخت یې د اسلام د جرړو د ایستلو هڅه کړې، د خپل ژوند په یوه برخه کې ستر مجرمین وو.

لومړۍ بېلګه: ابو سفیان

ابو سفیان د قریشو عادي سړی نه وو، قریشو د ګوتو په شمېر داسې کسان درلودل، په ځیرکتیا او غوره رهبرې مشهور وو، له لومړې ورځې یې هڅه کړي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت مخه ډب کړي او پر مختګ ته یې پرې نه ږدي او اسلام په زانګو کې ووژني. امام طبري رحمه الله وایې: ابو سفیان د هغو خلکو له ډلې دی، چې په دار الندوة کې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت لېږ مخکې د هغه د قتل دسیسه جوړوله. (۱۳)

د ابو سفیان زوی حنظله د بدر په غزا کې ووژل شو، بل زوی یې عمرو بندي شو، د ده کرکه او کینه له مسلمانانو سره نوره هم زیاته شوو، په خپله یې وکړای شول، چې یو ستر صحابي – سعد بن النعمان – بندي کړي او پر خپل زوی یې تبادله کړي.

د احد په غزا کې د مشرکینو د درې زریز لښکر مشر وو. لنډه دا چې تر وروستې بریده یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دښمني وپالـله، خو په وروستیو کې کمزوری شو، له خوځښت او تفکیره ولوېد، دا هغه وخت وو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لښکر د مکي د فتحي لپاره په څو کیلومترۍ کې پروت وو، ابو سفیان وپوهېده، چې له بې مرګه یې بله جزا نه شته، وېرې واخیست، له خپلو پخوانیو ملګرو څخه یې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ملګری شوی وو، د هغه تره عباس بن عبد المطلب رضي الله عنه ذهن ته ورغی، له هغه څخه یې مرسته وغوښته او ورته یې وویل: څه چل وکړم، زما مور او پلار در ځار شه؟!

عباس رضي الله عنه وایې، چې هغه مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خېمي ته بوت، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «یا عباس اذهب به الی رحلک، فاذا اصبح فأتني به» اې عباسه! خپل ځای ته یې در سره بوځه، سهار یې ماته را وله. شپه یې له ما سره وکړه، کله چې سهار شو ابو سفیان اسلام قبول کړ، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: اې د الله رسوله، ابو سفیان ویاړ او افتخار خوښوي، یو څه امتیاز ورکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نعم، من دخل دار ابي سفیان فهو آمن، ومن اغلق بابه فهو آمن» هو، څوک چې د ابو سفیان کور ته ننوتل، هغه په امن دی او چا چې خپله دروازه وتړله، هغه په امن دی. (۱۴) 

دا موقف د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میړاني او شهامت یو ستره بېلګه ده، د ابو سفیان ماضي ته په پام سره رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه اسلام تردیدوای شو، ځکه چې مرګ د ابو سفیان دروازه ور وټکوله، بیا یې اسلام ومانه، کیدای شي د مرګ له ډاره او د ځان ژغورنې لپاره یې اسلام منلی وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د ایمان په اړه هیڅ شکمن نه شو، ډېر په اسانۍ یې ومانه، هیڅ مناقشه یې ورسره ونکړه او هیڅ ضمانت یې ترې وا نه خیست، په یوه شېبه کې یې ورته بښنه وکړه او په یوه شېبه کې یې د ابو سفیان په اړه ټول هغه ځوروونکې یادونه هېر کړل. یقیناً، چې د رحمت استازی دی، بښنه او تسامح یې ځانګړتیاوې دي، خپل ستر دښمن او د دښمن رهبر ته یې یواځې بښنه و نه کړه؛ بلکې امتیاز یې هم ورکړ او ویې فرمایل: «من دخل دار ابي سفیان، فهو آمن» څوک چې د ابو سفیان کورته ننوځي، هغه په امن دی.

دوهمه بېلګه: عکرمة بن ابي جهل

عکرمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سخترینو دښمنانو شمېرل کیده، دا دښمني له خپل پلاره ورته په میراث پاتې وه، ځکه ابوجهل ته رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې امت فرعون وایه، تر وروستۍ سلګۍ پورې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دښمني وکړه، زوی یې عکرمه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دښمنۍ کې هغه حد ته ورسېد، چې جنګي مجرم او وینه یې مباح اعلان شوه، ځکه د مکې د فتحي پر مهال یې هم له خالد بن ولید سره جګړه وکړه، له ناکامۍ وروسته په تېښته شو، غوښتل یې یمن ته تېښته وکړي، د سیند غاړې ته یې ځان ورساوه، چې په کشتۍ کې یمن ته لاړ شي. (۱۵)

د هغه مزل ډېر اوږد وو، ځکه د هغه وینه مباح اعلان شوې وه، هر ځای که رسول الله صلی الله علیه وسلم پیدا کړی وای، له مناقشي پرته یې واژه.

د عکرمه مېرمنې (أم حکیم د حارث لور او د هشام لمسۍ) وغوښتل، چې خپل میړه وژغوري؛ تر اسلام منلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله، چې د ابو جهل د زوی عکرمه شفاعت وکړي او بېرته په امن مکي ته راستون شي، ورته ویې ویل: «عکرمه له تا نه یمن ته تښتېدلی، وېرېږي، چې ته یې وژني، هغه ته امان ورکړه» رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحمت او بښنې ډک جواب داسې ورکړ: «هو آمن» هغه په امن دی. (۱۶)

دا یې ورته و نه ویل، چې د هغه وینه مباح اعلان شوې ده، د هغه د تور تاریخ یادونه یې ورته و نه کړه او نه یې داسې ورته وویل، چې تا خپله پرون اسلام قبول کړ او نن بیا د نورو شفاعت کوي.

دا یې هیڅ هم ورته و نه ویل، نه یې پر هغه او نه یې پر دې کوم شرط کېښود، یواځې دا یې ورته وویل: «هوا آمن» هغه په امن دی.

وفاداره مېرمن د خپل مېړه په پلټنه پسې ووته، ولاړه او له یوه اوږده مزله وروسته عکرمه ته ور ورسیده، هغه نږدی وو، چې د سرې بحیري په څنډه کې بېړۍ ته وخېژي او د یمن لور ته حرکت وکړي، ورته ویې ویل: اې د تره زویه! د یوه غوره ، پاک نفسه او بهتر انسان له لوري تا ته راغلې یم، ځان مه هلاکوه، له محمد صلی الله علیه وسلم څخه مې ستا لپاره امان اخیستی.

هغه ورته وویل: تا دا کار کړی دی؟!

جواب یې ورکړ: هو. (۱۷)

د ابو جهل زوی عکرمه بیرته مکې ته راستون شو، مخکې له دې چې مکې ته ننوځي، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته داسې په زړه پورې وینا کوي ..

فرمایې: «یأتیکم عکرمة بن ابي جهل مؤمناً مهاجراً، فلا تسُبو اباه، فان سب المیت یؤذي الحی ولا یبلغ المیت» عکرمه د ابو جهل زوی تاسې ته مومن او مهاجر راځې، پلار ته یې ښکنځلې مه کوئ، ځکه مړي ته ښکنځلې په ژوندي بدې لګېږي او مړي ته نه رسېږي. (۱۸)

الله اکبر ! د خواږه استازي اخلاق څومره ستر دي!!

عکرمه لا اسلام نه دی منلی، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته وایې، چې د هغه په مخکې یې پر پلار لعنت مه وایاست، چې احساسات یې زخمي نه شي.

عکرمه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته کیناست او ویې ویل: اې محمده! دغې (خپلې مېرمنې ته یې ګوته ونیوه) راته وویل، چې تا ماته امان راکړی دی !!

رسول الله صلی الله علیه وسلم بې له کوم قید او شرط ورته وویل: «صدقتْ، فانت آمن» رښتیا یې ویلې دي، ته په امن یې.

عکرمه وویل: څه شي ته مې را بولي، اې محمده؟!

ورته ویې ویل: « ادعوک أن تشهد أن لا اله الا الله و أني رسول الله، و أن تقیم الصلاة و أن تؤتي الزکاة» دې ته دې رابولم، چې د الله تعالی په وحدانیت او د رسول الله په رسالت ګواهي ورکړې، لمونځ ادا کړې او زکات ورکړې، لنډه دا چې ټول هغه غوره اخلاق یې ور وښوده.

عکرمه جواب ورکړ: یواځې او یواځې حق او نېکې چارې ته دې را بللی یم !! او ویې ویل: قسم کوم، چې ته تر موږ ټولو رښتینی وي او تر موږ ټولو د غوره اخلاقو څښتن وې، زه په دې شاهدي ورکوم، چې له الله تعالی پرته بل معبود نشته او په دې شاهدي ورکوم، چې محمد د الله تعالی بنده او د هغه رسول دی. (۱۹)

عکرمه رضي الله عنه په اسلام مشرف شو، دا د هغې سترې بښنې پایله وه، چې له نبي پرته یې بل څوک نشي کولای او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زړه کې د هغه فطري رحمت پایله وه، چې د خپلو دوښمنانو زړونه یې هم په اسانۍ سره لاس ته راوړل.

………………………………

دويمه برخه: په عامو حالاتو کې د تسامح او بښنې نمونې

دا برخه په عامو حالاتو او عادي ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر بښنه او تسامح را څرخي، چې پنځه مطالب لري او له ښځو، مریانو، خادمانو، خطاکارانو او ګنهارانو سره پکې د بښنې او تسامح نمونې وړاندې شوي، یو مطلب یې د شبهې رد دی او وروستی مطلب یې د هغو غیر مسلمانانو حقې ویناوي دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شخصیت او اخلاق یې ستایلې دي.

څلورم مطلب: له ښځو سره تسامح او نرم چلن

فیدریکو مایور په خپل کتاب (عالم جدید) کې وایې: لېږ تر لېږه دوه پر دری برخه ښځې له کورني تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دي، په المان کې څلور میلیونه ښځې او په امریکا کې هم څلور میلویونه مېرمنې د دې پدیدې ښکار دي. (۲۰)

دا د معاصري نړۍ حال دی خو، اسلام له ښځو سره د ډېر نرم چلن توصیه کوي.

بې له شکه ښځه یو نه یو ډول کمزوري لري؛ خو هره کمزورتیا بده نه ګڼل کېږي، ښځه که له جسمې اړخه کمزوري ده نو، په دې یې څوک ملامتولای نشي، ځکه په دې کمزورتیا کې د دې لاس نشته، له قلبې او عاطفي اړخه کمزورتیا په دې مانا چې زړه سواندې او ډېره مهربانه ده، دا په  اصل کې کمزورتیا نه، بلکې د ښځې یو غوره صفت دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې صفت ستاینه کړي او تل یې صحابه کرامو ته په دې اړه توصیه کړې ده او فرمایلې یې دي: «استوصوا بالنساء خیرا» (۲۱)

او همدغه نصیحت یې د حجة الوداع پر مهال چې، خپل زرګونه امت یې مخاطب وو، تکرار کړی دی، چې خلک د دې وصیت په اهمیت وپوهېږي؛ نو ځکه یې په همدې لویه ورځ په خپله خطبه کې همدغه وصیت ته ځانګړی ځای ورکړی و او فرمایلې یې وو: «استوصوا بالنساء خیرا؛ فانما هن عوان عندکم» (۲۲)

ښځې یې ځکه له بندیانو سره تشبیه کړي چې، سړی واکمن یې، د بیلوالي او طلاق واک له سړي سره وي او له جسمې پلوه هم پر ښځه غښتلی وي، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم د سړي عاطفه د ښځې پر وړاندې داسې را ګرځوی: «خیرکم خیرکم لأهله و أنا خیرکم لأهلي» (۲۳)

ستاسې غوره څوک هغه دی چې، د خپلې کورنۍ/مېرمنې ته غوره وي او زه خپلې کورنۍ/مېرمنې ته غوره یم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه ډېره بلیغه جمله کې ښځې له نارینه و سره په اهمیت، ارزښت او مقام کې برابرې بللې دي، د ښځیتوب له امله باید هیڅکله په کمه سترګه ورته و نه کتل شي، فرمایلې یي دي: «ان النساء شقائق الرجال» (۲۴) رواه الترمذي.

(بیشکه ښځې د نارینه و په مثل دي/سیالانې یې دي).

ابن اثیر رحمه الله د (شقائق) مانا په (نظائر او امثال) سره کړي ده.

دا یواځې هغه کلمات نه دي چې ښځې له عاطفي پلوه پرې تسکین شي، بلکې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه عملي ژوند دی چې، هره ورځ او هره شېبه به یې په خپل او د صحابه کرامو په کورونو کې تکرارېده.

موږ ټوله نړۍ ننګوو، که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلي ژوند کې یې یو داسې دریځ  وړاندې کړ چې، پر ښځو سختي شوې وي او یا زیانمنې شوې وي، دا که د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې بیبیانې وي، یا نورې مسلماني ښځې، بلکې مشرکي ښځې هم …

د ښځو اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې موقفونه په ګوته کوو چې، څومره یې له ښځو سره نرم چلن کړی دی او څومره یې له نرمۍ، تسامح او بښنې کار اخیستی

«استأذن ابوبکر رضي الله عنه علی النبي صلی الله علیه وسلم…» (۲۵)

ابوبکر رضي الله عنه اجازه واخیسته او د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورته ننووت، ناڅابه یې د – خپلې لور – عائشي رضي الله عنها غږ په لوړ اواز واورید، ورغی او غوښتل یې چې په څپېړه یې ووهي او ویل یې : ته نه پوهیږي چې، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم په لوړ اواز ناري وهي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم یې مخنیوی وکړ، ابوبکر رضي الله عنه په غوسه له کوره و ووت، چې کله هغه وووت، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کیف رأیتني انقذتک من الرجل؟» و دې لیدم، څنګه مې له سړي خلاصه کړي، راوي وایې: څو ورځې وروسته بیا ابوبکر رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورته ورغی، چې دواړو بېرته سوله کړې وه، نو ورته ویې ویل: تاسې ته د سولې پر مهال راغلم، لکه د جګړې پر مهال چې درته راغلی وم، نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قد فعلنا قد فعلنا».

د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت د پلار تر رحمت وړاندې شو، د حضرت عائشې رضي الله عنها پلار ابوبکر صدیق رضي الله عنه غوښتل چې خپلي لور ته جزا ورکړي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې رحمت وکړ او د هغه مخه یې ډب کړه.

کله نا کله یې یوه مېرمن یوه لویه خطا کوي، او د خلکو له مخه یې کوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذیت لامل کېږي، خو بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحمت له امله د هغې موقف ستایل کېږي، او د هغې کمزورتیا بښل کېږي، بلکې د هغې خطایې د هغې غیرت بلل کېږي، عکس العمل نه رامنځ ته کېږي، له تسامح او نرمې څخه کار اخیستل کېږي، له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، وایې: «أن رسول الله صلی الله علیه وسلم کان عند احدی امهات المؤمنین…» (۲۶)

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې مېرمنې سره و، چې بلې مېرمنې یې یوه کاسه خواړه ورته را ولېږل؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاس یې وواهه، کاسه لاندې پرېوته او ماته شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د کاسې دواړه ټوټې سره یوځای کړي، بیرته یې هغه خواړه پکې ټولول او ویل یې: «غارت أمکم، کلوا» ویې خورئ، ستاسې مور غیرت وکړ، نو هغوی وخوړه، او هغه ماته کاسه یې له ځان سره واخیسته، له خپله کوره یې یوه بله روغه کاسه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې مېرمنې قهر او غضب د هغې غیرت وباله، د هغې درنښت ته یې پاملرنه وکړه، ویې فرمایل: ستاسې مور غیرت وکړ، د هغې د قهر او غوسې په مقابل کې یې هیڅ غبرګون و نه ښود، په ډېره اسانۍ او ساده ګۍ یې له موضوع سره چلن وکړ.

پنځم مطلب: له غلامانو او خادمانو سره نرم چلن او تسامح

د یوه ارجنټیني عالم په وینا یې پیل کوو، هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه وایې:

« محمد د غوره اخلاقو او ډېري تواضع خاوند وو» (۲۷)

په دې مطلب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحمت یوه بله مهمه بېلګه مطالعه کوو، داسې بېلګه چې نوره نړۍ ځنې بې برخې ده، بلکې په راتلونکې کې یې هم ساری نه لیدل کېږي، هغه پرمریې او خادم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحمت بېلګه ده، که په دې اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا او چار ته پاملرنه وکړو، له ورایه به ووینو چې په معاصره نړۍ کې یې بله نمونه نه لیدل کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: « اخوانکم خولکم، جعلهم الله … » (۲۸)

ستاسې وروڼه ستاسې خادمان دي، الله تعالی ستاسې تر لاس لاندې کړي دي، که د چا خپل ورو (خادم) تر لاس لاندې وي، هغه خواړه دې ورکړی چې، دی یې خوري، هغه لباس دې ورکړي چې، دی اغوند، په هغه څه یې مه مکلف کوئ چې، له وسه یې وتلی وي، که مو په همداسې څه مکلف کړو نو، مرسته ورسره وکړئ.

دا هغه کلمات دې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت په ډاګه کوي

(اخوانکم خولکم) په یوه کلمه کې یې خادم ته د ورور مقام ورکړی دی، په خوراک، لباس، خبرو اترو او… کې باید د ورور په څېر معامله ورسره وشي.

الله تعالی ځینې قومونه او ځینې خلک پر نورو قومونه او خلکو لوړکړي دي، په دې مانا نه چې، دا لوړوالی د ځینو لپاره تکریم او د ځینو نورو لپاره ټیټوالی دی، بلکې د ټولو لپاره یوه ازموینه ده، یو ملک، خان او سردار د دې اختیار نه لري چې زوی دي هم ملک، خان او سردار شي او نه یو خادم دا اختیار لري چې زوی دې یې هم خادم وي، هر څه د الله له لورې ټاکل کېږي او ورکول کېږي، په حقیقت کې ټول سره وروڼه دي له یو آدم علیه السلام څخه پیدا شوي او آدم علیه السلام له خاورو پیدا شوی دی.

په حدیث شریف کې «اخونکم خولکم» یواځې مبالغه نه ده او نه تشه دعوه ده، د حدیث شریف په ورستۍ برخه کې بیا دا خبره تکرار شوی ده «فمن کان اخوه تحت یده» او بیا پای کې داسې قواعد او اصول بیان شوي چې د دوو وروڼو تر منځ په معامله کې شونې وي.

«فلیطعمه مما یأکل، ولیلبسه مما یلبس، ولا تکلفوهم ما یغلبهم، فان کلفتموهم فأعینوهم..»

که په غور سره وګورو، همدا یو حدیث شریف بسنه کوي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم څومره پر مریانو او خادمانو مهربانه و؟

د دې لپاره چې په دې باب کې د بښنې مفهوم نور هم روښانه او په ټولنه کې ترسیخ شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو څو نورو احادیث ستاسې مخې ته ږدم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: « من لطم مملوکه او ضربه، فکفارته ان یعتقه» (۲۹)

که چا خپل مریی وواهه او یا یې یوه څپېړه ورکړه، نو کفاره یې دا ده چې، ازاد یې کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولنه کې د دې حدیث شریف د تطبیق یوه بېلګه، د دې لپاره چې دا تشې دعوي نه وي بلکې یو واقعیت، حقیقت او د صحابه کرامو تعامل وو.

له ابن مسعود رضي الله عنهما څخه روایت دی، وایې: «کنت اضرب غلاما لي…».(۳۰)

ما خپل مریی واهه چې، له شا مې یو غږ ووارید: «واوره ابو مسعوده! ته چې څومره پر ده (مریي) ځواکمن یې، الله تعالی تر دې پر تا زیات ځواکمن دی» که ګورم چې، نا څاپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید، نو ومې ویل: اې د الله رسوله! دی (مریي) د الله لپاره ازاد دی، ویې فرمایل: «که دې دا کار نه وای کړی، نو خامخا به په اور سوځېدلی وي».

د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا فورا د صحابه کرامو زړه ته ښکته کیده او هغوی یې د ژوند په هره برخه کې د تطبیق هڅه کوله او په بشپړ ډول یې اسمانې قوانین په ځمکه کې پلي کول.

غوره نمونه یې ابوذر رضي الله عنه دی چې، خپل مریې ته د ځان په څېر جامه ور اغوستله.

عبد الرحمن بن عوف او عثمان ابن عفان رضوان الله علیهم به د غلامانو په منځ کې کېناستل، هیڅ توپېر به یې له هغوی سره نه کیده. (۳۱)

دا ځکه چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحمت، بښنې او تسامح مفهوم ورزده کړی او له خادمانو او مریانو سره یې نه یواځې زړه سوی، بلکې د مهربانۍ الفاظ او تعبیرات ورښوولي وو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند له خپلې وینا سره سم و، هیڅ ممکنه نه ده چې، وینا یې یو ډول او چاره بل ډول تر سره کړي.

عائشه رضي الله عنها وایې: «ما ضرب رسول الله صلی الله علیه وسلم شیئا قط بیده، ولا امرأة، ولا خادماً الا أن یجاهد فی سبیل الله».(۳۲)

رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکه یو شی په لاس نه دی وهلی، نه ښځه، نه خادم، مګر د الله تعالی په لاره کې د جهاد په مهال.

انس بن مالک رضي الله عنه یوه ریښتوني ګواهي ورکوي او وایې: « کان رسول الله صلی الله علیه وسلم من احسن الناس خلقاً، فأرسلني یوما لحاجة، فقلت: والله لا اذهب ….»(۳۳)

رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو څښتن و، زه یې یوه ورځ د یوه کار لپاره ولېږلم، ما وویل: قسم دی که ولاړ شم، په زړه کې مې وه چې، د الله نبي چې چېرته لېږلی یم، ځم، وایې: را ووتم، تر هغو هلکانو را ورسېدم چې، په ښار کې یې لوبې کولي، ناڅاپه رسول الله صلی الله علیه وسلم د شا له خوا تر څټ ونیوم، چې ورته ومې کتل، هغه خندل او راته ویې ویل: اې أنیسه! ولاړ شه، چېرته چې مې لېږلی وې، ورته ومې ویل: سمه ده، ځم، اې د خدای رسوله!. انس رضي الله عنه وایې: پر الله قسم چې، ما اوه یا نهه کاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت کړی دی، زه نه یم پوهیدلی د یو کار په اړه، چې ما کړی وي او هغه دې را ته ویلي وي، چې ولي دې دا کار داسې کړی او یا مې پرېیښی وي او هغه راته ویلي وي، چې ولي دې دا کار داسې نه دی کړی.

الله اکبر!!

له خپل اولاد سره هم څوک له داسې تسامح څخه کار نه اخلي، خو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه لوړ اخلاق دې، چې ستر ذات یې په خپل ستر کتاب کې ستاینه کړي ده «وانک لعلی خلق عظیم»

شپږم مطلب: له تېروتونکو یا خطا کارانو سره تسامح

د بشر له ډلې څوک نه خطا کېږي؟!

بشري طبیعت هیڅکله هم له تېروتنې او خطا څخه تېښته نشي کولای، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه تصریح کړې او فرمایلې یې دې: «کل ابن آدم خطاء و خیر الخطائین التوابون» (۳۴)

هر انسان تېروزي او غوره تېروتونکې هغه دې چې توبه وباسې.

له دې قاعدي نه یواځې انبیاء کرام رضوان الله علیهم مستثنی دي.

کله چې تېروتنه له انسان نه خامخا کېږي؛ نو اړینه ده چې په اسلامي شریعت کې له تېروتنو سره د چلن په اړه یوه ثابته او ټاکلې تګلاره موجوده وي …

د صحابه کرامو پېر د ځمکې پر سره تر ټولو غوره پېر وو، له غوره والي سره سره هغوی تېروتني کولې، خو تېروتنې یې لېږې وي او د نېکویو په سیندونو یې ویلې کولې؛ خو بیا هم تېروتنې وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغوی تېروتنو ته یوه ټاکلې او ثابته تګلاره درلوده…

پوهیږئ !!

هغه ټاکلې تګلاره څه وه، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو ملګرو تېروتنې پرې سمولي؟ که په لنډ ډول او یوه کلمه کې یې خلاصه کړم، هغه «تسامح» او د بښنې تګلاره وه.

ځینې خلک به دې ته هک پک وي، چې څنګه د تېروتنې درملنه پر تسامح او بښنه کېږي، ځکه د تېروتنې او خطاء له اورېدلو سره ډېر چټک د سړي ذهن ته د جزا ټکی ور ځې؛ خو داسې نه ده، ډېرې تېروتنې داسې وي، چې په مسکا، توصیه، تسامح، نصحیت، او تعلیم یې علاج کېږي، جزا او تاو تریخو والي ته هیڅ اړتیا نه پیداکېږي … ،بلکې کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم جزا ورکولو ته اړ شو، مثلا که چا به قتل کړی و او حد یې پرې جارې کاوه؛ بیا یې هم له نرمې کار اخیست او حد یې هم په نرمۍ پلی کاوه، که به خبره بېخې قتل او سنګسار ته ورسېده، بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم له خورا نرم چلن څخه کار اخیستی دی، چې نمونې به یې په راتلونکو ټکو کې وګورئ.

لومړی ټکی: له جاهلانو او نالوستو سره تسامح

فرانسوي مستشرق، مکسیم رودنسون په خپل کتاب العرب کې وایې: « محمد پوه او نرمې خوښوونکی حاکم وو». (۳۵)

د نړیوال بانک د یوې سروي له مخې ویلای شو، چې:

تقریباً د ټولې نړۍ نیمایې هېوادونه له نالوستیا او تخلف سره لاس و ګریوان دي، په تېره بیا هغه هېوادونه، چې بېوزلۍ او فقر ځپلي دي، د نالوستو کچه یې (۷۰٪) سلنې ته رسېږي. (۳۶)

له دې سره چې جهالت بد صفت دی، خو له استثناء پرته هر انسان یو نه، یو ډول دا کمزوري لري، په ځینو شیانو پوهېږي او په ځینو نه پوهېږي، ان چې ډېری علماء په یوه ځانګړې څانګه کې پوهه لري، په بله څانګه کې نالوستی وي ..

په حقیقت کې هغه جاهل د ملامتیا وړ دی، چې د پوهې په لټه کې نه وي او د ژوند په اړینو برخو نه پوهېږي، فقهاء کرام هم د دې لپاره ځانګړې مقوله کاروي: «الجاهل بما هو معلوم من الدین بالضرورة» هغه جاهل، چې د دین په ضروري شیانو نا خبره وي ..

د جهالت دا وروستی ډول – د ژوند په اړینو برخو ناپوهي – زموږ د دې ټکې اصلي موضوع ده، که داسې نه وي، بیا خو هر انسان د ژوند په یوه مرحله کې نالوستی وي او بیا وروسته پوهه تر لاسه کړي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت پر مهال، په عربي ټاپووزمه کې د اسلام دین نوی وو، ډېری داسې خلک به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راتلل، چې په اسلامي احکامو به نه پوهېدل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅکله هم خپل نرمښت او حلم نه دی پرېیښی او له ټولو سره یې د رحمت چلن کړی دی.

معاویة بن حکم السلمي رضي الله عنه وایې: یو وخت مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ کاوه، ناڅاپه یوه سړي وپرنجل، ما په (یرحمک الله) سره جواب ورکړ، ټولو خلکو په ما کې سترګې ښخې کړي؛ نو ما ورته وویل: اې میندې در باندې بورې سه! څه کیسه ده، چې ټول ما ته ګورئ؟ هغوی شروع سوو، په خپلو لاسونو یې ورنونه وهل، زه پوه سوم، چې دوی مې له خبرو راګرځوي، خو زه هم غلی سوم، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ پای ته ورساوه – زما مور او پلار دې ترې قربان سې، تر ده مې غوره ښوونکی نه مخکې او نه وروسته لیدلی دی، پر الله قسم کوم، چې نه یې ورټلم، نه یې ووهلم او نه یې ستغې سپورې راته وکړي – ویې فرمایل: «ان هذهِ الصلاة لا یصلُحُ فیها من کلام الناس، انما هو التسبیح والتکبیر و قرآءة القرآن»، دا لمونځ دی، په دې کې دنیوي خبرې نه دې صحیح، دا تسبیح، تکبیر او د قرآن کریم تلاوت دی. (۳۷)

وګورئ! د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت او نرم چلن، معاویة بن حکم د لمانځه په احکامو نا خبره و، د نورو خلکو له چلنه پوه شو، چې لېږ تر لېږه رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې وترټې او یا به ورته په غوسه شي…، خو د الله تعالی خوږ استازی په ډېره نرمه لهجه د هغه د اصلاح او سمون هڅه کوي؛ نو ځکه معاویة بن حکم په ډېره خوشحالۍ د دې خبرې څرګندونه کوي، چې: پر الله قسم چې نه یې وترټلم، نه را ته په غوسه شو…، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم نه له چا سره سختې کوله او نه یې چا ته سپکه وینا کوله.

د رسو الله صلی الله علیه وسلم یو بل موقف، چې عادتاً انسان پکې غوسه کېږي، خو د تسامح او بښنې غوښتنه همدا ده، چې په ډېره نرمې هره ستونزه هواروي.

انس ابن مالک رضي الله عنه وایې: یو وخت موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په مسجد کې وو، چې یو کوچی راغی او په مسجد کې یې بولې کولي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرو ورته وویل: مه کوه، مه کوه، راوي وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «لا تُزرمُوه، دعوه» بولې مه پرې بندوئ، پرې یې ږدئ، هغوی هم پرېښود، ان چې بولې یې وکړي، بیا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم را وغوښت او ورته ویې فرمایل: «إن هذه المساجد لا تصلُحُ لشئ مِنْ هَذَا الْبَوْلِ وَلَا الْقَذَرِ إِنَّمَا هِيَ لِذِكْرِ اللَّهِ وَقِرَاءَةِ الْقُرْآنِ» دا مسجدونه دي، د الله تعالی د ذکر او د قرآن کریم د تلاوت لپاره دي، بولې پکې کول او چټلول یې سم کار نه دي. او لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي، راوي وایې: بیا یې یوه سړي ته امر وکړ، هغه یوه بوکه اوبه راوړي او په هغه ځای یې واچولي. (۳۸)

د ملتونو په تاریخ کې به د رحمت او نرم چلن داسې غوره بیلګې ډېرې لېږ تر سترګو شي، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول عملي ژوند همداسې تېریده، هر موقف او دریځ یې د انسانیت او بشریت لپاره غوره تګلاره ده.

دوه هم ټکی: له ګنهګارانو سره تسامح

هسپانوي مستشرق جان لیک د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه وایې:

«د محمد خپل ځان په دې دلیل دی، چې له ده سره ډېر لوی رحمتونه دي». (۳۹)العرب، ص ۴۳.

د فرانسي د تفتیش محکمي په ۱۹۵۸م کې حکم صادر کړ، چې ګنهګار به د هفتي په ورځ د کلیسا مخې ته لوڅه شا له یوې لکړې سره حاضرېږي، قسیس به هغه لګړه ورڅخه اخلي او د ټولو لمونځ کوونکو له مخې به یې پرې وهي، مجرم ډېر کلونه دا ډول سزا ګالـله او دا د تفتیش د محکمو تر ټولو حکمونو اسان حکم وو، چې خپلو مخالفینو ته یې صادراوه. (۴۰)

دا د هغوی حال وو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلي تګلاره څه بل ډول ده!!

له جاهلانو او نالوستو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم تسامح او د رحمت چلن د درک وړ دی، خو له ګنهګارانو او مجرمینو سره تسامح او نرم چلن څنګه ممکن ده؟!

د جاهل او ګنهګار تر منځ توپېر دا دی، چې لومړی د ناپوهۍ له امله تېروتنه کوي، خو دوهم پوهېږي او قصداً تېروتنه کوي، د دواړو تر منځ ډېر لوی توپېر دی !!

ځکه تېروتونکی، تېروتنه له بشپړې پوهې سره کوي، په تېره بیا چې د تېروتنې له پایلې او جزا هم خبر وي ..

خو موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلې سیرت کې پر داسې عجائبو خبرېږو، چې نړۍ به ډېر لېږ لیدلې وي.

ابوهریرة رضی الله عنه وایې: موږ له نبي کریم صلی الله علیه و سلم سره ناست وو، چې یو سړی راغی او ویې ویل: هلاک سوم

ورته ویې ویل:«مالک» ولي؟ څه چل دی؟

ویې ویل: روژه وم او له مېرمنې سره مې کوروالی وکړ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«هل تجد رقبة تعتقها؟» مریی لرې، چې ازاد یې کړي؟

جواب یې ورکړ: نه/ نه یې لرم

بیا یې وپښت: «فهل تستطیع ان تصوم شهرین متتابعین؟» دوه میاشتې پرلپسې روژه نیولای سې؟

جواب یې ورکړ: نه/ نه یې سم نیولای

ورته یې وویل: «فهل تجد اطعام ستین مسکینا؟» شپېتو (۶۰) مسکینانو ته ډوډۍ ورکولای سې؟

جواب یې ورکړ: نه/ نه یې سم ورکولای

ابوهریره رضي الله عنه وایې، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم لېږ ځنډ وکړ، موږ همدلته وو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه څه خورما راغله

رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ: «این السائل؟» هغه سائل/ پوښتونکی چېرته دی؟

هغه وویل: دغه یم.

رسو الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «خذها فتصدق به» دا واخله او خیرات یې کړه

دې سړي جواب ورکړ، چې اې د خدای رسوله ! تر خپل ځان پر مسکین یې خیرات کړم!  قسم په خدای چې په ټوله مدینه کې زما تر کورنۍ بله مسکینه کورنۍ نشته

رسول الله صلی علیه وسلم وخندل، تر دې چې انیاب غاښونه یې ښکاره شول او ورته یې وفرمایل: «اطعمه اهلک» په خپله کورنۍ یې وخوره. (۴۱)

که لېږ غور وکړو، دلته سړي ستره ګناه کړي، له خپلې مېرمنې سره یې د روژې په میاشت کې د ورځې کوروالی کړی دی او خپله پوهیږي چې دا چاره په کفاره هوارېږي؛ بلکې وایې چې هلاک شوم، ځکه ستره ناروا یې کړي وه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل بشپړ رحمت په پار نه ورته په غوسه کېږي؛ بلکې د کفارې ډولونه ورښیې، کله چې سړی د کفاري له ورکړې هم ځان عاجز بولي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم د تنګې احساس نه کوي، یو څه خورما راځې، همدې سړي ته یې ورکوي، چې د خپلې ګناه د کفاري لپاره پر بېوزلو ووېشه، خو دی هغه خورما هم پر نورو نه وېشي، ځکه وایې چې په ټوله مدینه کې تر ده بېوزله نشته …

د رسول الله صلی الله علیه وسلم غبرګون یواځې خندا ده، او ورته وایې، چې په خپله کورنۍ یې وخوره.

له ګنهګار سره دا ډول معامله یواځې د الله تعالی خوږ استازی کولای شي، چې هره چاره یې له رحمته ډکه ده.

هغه چې اسلام پر تشدد او افراطیت تورنوي او زموږ خوږ پېغمبر ته ترهګر وایې، له واقعي اسلامه نه دي خبر.

یو بل حیرانوونکی موقف

د یو داسې سړي موقف، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر پټ راز یې پاشلی، ممکنه وه چې د دې لښکر د هلاکت او تباهې لامل شي

د حاطب بن ابي بلتعة هغه موقف: چې د مکې مشرکینو ته یې لیک لېږلی، هغوی ته یې خبر ورکړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکي د فتح لپاره لښکر تیار کړی دی، له یوې خوا یې د مسلمانانو د رهبر رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت کړی او بلې خواته یې د مسلمانانو لښکر له یو لوی خطر سره مخامخ کړی دی.

څه فکر کوئ، چې له داسې پېښې سره به د یوه رهبر غبرګون څه وي؟!

د داسې سړي په قتل محکومول یوه منل شوي جزا ده، ځینې صحابه کرامو د همدې جزا وړاندیز هم وکړ..

خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم غبرګون څه وو؟!

لیک د مکې مشرکینو ته و نه رسېد، او رسول الله صلی الله علیه وسلم له حاطب رضي الله عنه سره مخامخ شو او ورته ویې ویل: «یا حاطب! ما هذا؟» اې حاطبه! دا ولي؟

حاطب رضي الله عنه ورته وویل: اې د الله رسوله! زما په اړه تلوار مه کوه، زه د قریشو ګاونډی یم او خپله قریش نه یم، له تا سره چې څوک مهاجر دي، هغوی ټول په مکه کې خپل خپلوان او تربرونه لري، چې خپله کورنۍ او شتمنې پرې ساتي، دا چې زه نه قریش او نه د هغوی له پښته وم، نو غوره مې وګڼله، چې له قریشو سره داسې مرسته وکړم، چې خپله کورنۍ پرې وژغورم، دا نه چې زه کافر شوی، یا مرتد شوی یم او یا له اسلامه وروسته په کفر خوښ یم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لقد صدقکم» بیشکه، تاسې ته یې رښتیا وویل، عمر رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! پرېږده، چې د دې منافق څټ ووهم، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إنه قد شهد بدرًا وما يدريك لعل الله أن يكون قد اطّلع على أهل بدر، فقال: اعملو ماشئتم فقد غفرت لکم» (۴۲)

حاطب بن ابي بلتعه رضي الله عنه چې د ځان کوم سپیناوی کوي، ډېری خلک یې نه ورسره مني؛ بلکې عمر رضي الله عنه یې، چې موږ یې پر تقوا، ځیرکتیا او عدالت بشپړ باور لرو، هم نه ورسره مني او وایې، چې د دې جرم په بدل کې دي ووژل شي.

دا جواز څنګه پیدا کوي، چې د خپلې یوې کورنۍ د ژغورنې په بدل کې دې د مسلمانانو لوی لښکر د بلا خولې ته ورکړي؟ او څنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مستقیم امر نه سرغړونه کوي؟

له دې هر څه سره سره رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سره ډېر نرم چلن کوي او د هغه عذر مني؛ بلکې معذور یې ګڼې، په یوه تورې یې هم نه ملامتوي؛ بلکې د هغه لوړ والی بیانوي او عمر رضي الله عنه ته فرمایې –او عمر رضي الله عنه په دې خبره پوه دی – : « إنه قد شهد بدرًا، وما يدريك لعل الله أن يكون قد اطّلع على أهل بدر، فقال: اعملو ماشئتم فقد غفرت لکم !!»

د عدل او رحمت تر منځ بلا توپېر دی، عدل یو شی دی او رحمت بل شی دی ..

د عدل غوښتنه دا ده، چې حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه ته په یو نه یو ډول جزا ورکړي، خو رحمت غوښتنه دا ده، چې هره چاره بشپړه و ارزوي، دا کار چا کړی دی؟ څه وخت یې کړی دی؟ ایا مخکې یې داسې کار کړی دی؟ تېرې چارې یې څنګه سر ته رسولي دي؟ ایا دا سړی د ښو او که بدو خلکو له ډلې دی؟ د دې پېښې شالید څنګه دی؟ ..

عدل لوړه درجه ده خو رحمت او عفوه ډېر لوړ دي.

دا پوښتنه به له هر چا سره پیدا کېږي، چې د الله تعالی او د هغه د استازي رحمت هومره عام دی؛ نو زاني ولي رجم کېږي، د غله لاس غوڅېږي او قاتل وژل کېږي؟! ایا د رحمت غوښتنه دا نه ده، چې هغوی ته بښنه وشي؟!

د دې پوښتنې او دېته ورته نورو پوښتنو، شکونو او شبهو په اړه تفصیلي جواب نه شم ویلای، چې له موضوع څخه لېري کیږم، خو دلته هم یوه مهم ټکې ته اشاره کوم، چې د ناقدینو له ذهنه لوېدلی دی، هغه دا چې دوی ګنهګار ته د رحمت په سترګه ګوري؛ خو هغې ټولنې ته چې د هغه د ګناه له امله له بدبختیو سره لاس و ګریوان ده، د رحمت په سترګه نه ګوري، که ته دا موضوع په واقعي ډول تحلیل کړې او په خالي ذهن د دې په اړه فکر وکړي، پته به درته ولګیږي، چې ټول حدود الله تعالی د هغو جرائمو له امله فرض کړي، چې په ټولنه منفې اغېزه لري، د حدودو مشروعیت د یوې ټولنې لپاره رحمت دی او د مجرمینو لپاره ویره او ترهه ده، له بله پلوه پر دوی رحمت دی، ځکه د دوی د ګناهونو کفاره ده، چې د اخرت پېټی یې سپک شي او د قیامت د ورځې هغه سخت حساب ورسره اسانه شي.

د دې مسلې یو بل په زړه پورې اړخ دا دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدودو د قایمولو مینه وال نه وو او نه یې د قتل، رجم، لاس غوڅونې… هیله لرله؛ بلکې خپله ټوله هڅه یې کوله، چې د ګنهګار لپاره کومه د خلاصون او بښنې لاره پیدا کړي ..

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلې دي: «ادرءوا الحدود عن المسلمین ماستطعتم، فان کان له مخرج فخلوا سبیله، فإن الامام إن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ با العقوبة»(۴۳)

څومره چې مو توان وي له مسلمانانو حدود لرې کړئ، که مو د کوم مسلمان لپاره د خلاصون لاره پیدا کړه، نو پرې یې ږدئ، ځکه حاکم که په بښنه کې تیروتنه وکړي دا غوره دی تر دې چې په جزا کې تیروځې

څومره په زړه پورې او له بښنې ډکه توصیه ده !!

رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګنهګارانو تېروتنو ته په څو/ کمین کې نه دی ناست، بلکې سترګې پرې پټوي، تسامح کوي، خو چې څرګند دلیل او ګواه موجود نه وي ..

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې: «تعافوا الحدود في مابینکم، فما بلغني من حد فقد وجب» (۴۴) 

تر خپل منځ حدود سره معاف کړئ، هغه حد چې تر ما را ورسېږي، بیا لازمېږي.

دا مفهوم د صفوان بن امیة رضي الله عنه په موقف کې ښه روښانه کېږي، چې کله یې د یوه سړي د غلا په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکړ، چې د غله لاس غوڅ شي او حد تطبیق شي، صفوان رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! زما دا اراده نه وه، زما څادر دې هغه ته صدقه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «فهلا قبل ان تاتیني به»، ماته تر راتګ له مخې دې ولي داسې نه کول. (۴۵)

دېته ورته موقف د ماعز رضي الله عنه په کیسه کې هم رامنځ ته شوی دی، د صحابه کرامو له ډلې هزّال رضي الله عنه هغه څوک وو، چې ماعز رضي الله عنه یې دېته اړ کړ، چې د زنا په جرم اقرار وکړي، کله چې ماعز رضي الله عنه د خپلې زنا په جرم ټینګ اقرار وکړ؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم رجم کړ، ځکه ماعز رضي الله عنه محصن وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هزّال ته داسې نصیحت وکړ: «والله یا هزالُ لوکنت سترته بثوبک کان خیرا مما صنعت به» قسم په الله اې هزاله! که دې هغه په خپله جامه کې پټ کړی وای، دا به غوره وه تر هغې چارې، چې پرې ودې کړه. (۴۶)

راځئ، چې د ماعز رضي الله عنه کیسه واورو او له هغه چا سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت، تسامح او بښنه ووینو، چې پر واده سربېره یې زنا کړي او خبر یې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم رسېدلی دی.

له بریدة بن الحصیب رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: ماعز بن مالک رضي الله عنه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: اې د الله رسوله! ما پاک کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ویحک! ارجع فاستغفر الله و تب الیه» ورک شي! ولاړ شه، له الله تعالی څخه بښنه وغواړه او هغه ته توبه وباسه، ډېر لرې نه ولاړ، چې بېرته را وګرزیده او ویې ویل: اې د الله رسوله! ما پاک کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «ویحک! ارجع فاستغفر الله و تب الیه» ورک شي! ولاړ شه، له الله تعالی څخه بښنه وغواړه او هغه ته توبه وباسه. رواي واې: ډېر لرې نه ولاړ، چې بېرته را وګرزیده او ویې ویل: اې د الله رسوله! ما پاک کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا هم د تېر په څېر جواب ورکړ، ان چې څلورم ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «فیم اطهرک؟» له څه شې دې پاک کړم؟ ویې ویل: له زنا څخه. رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه کړه: «أ به جنون؟» دا لېونی دی؟ ورته وویل شو، چې لېونی نه دی، ویې فرمایل: «أ شرب خمراً» شراب یې خوړلي دي؟ یو سړی پاڅیده د هغه خوله یې بوی کړه، چې له خولي یې د شرابو بوی هم نه ته، رواي وایې: نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «أ زنیت؟» تا زنا کړي؟ جواب یې ورکړ: هو. (۴۷)

دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپېڅلې ژوند کې د تسامح یوه غوره نمونه ده، تاسې د ماعز رضي الله د رجم کیسه لېږ په غور تحلیل کړئ..

ماعز رضي الله عنه راغی، چې پر زنا اقرار وکړي او حد پرې قائم شي، په خپله خوښه اقرار کوي، هیچا نه دی مجبور کړی، غواړي د خپلې ګناه او تېروتنې پور په دې دنیا ورکړي او د اخرت پېټی سپک کړي، ځکه موږ مخکې یادونه وکړه، چې حد د ګناه کفاره ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل: ما پاک کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه له اولې خبرې پوهېږي، چې سړي ستره ګناه کړي؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه څخه د ګناه پوښتنه نه کوي، ځکه هغه غواړي، چې دا خبره پټه پاتې شي او سړی د زنا له حده وژغورل شي او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ستر رحمت دی، خو ماعز رضي الله عنه په خپل اقرار ټینګار کوي، ان چې څلورم ځل د خپلې ګناه صریحه یادونه کوي، خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم فوراً د هغه اقرار نه اخلي او نه یې په اړه چټکه پرېکړه کوي، بلکې د هغه په اړه پوښتنه کوي، چې لېونی خو به نه وي؟ او یا شراب خو به یې نه وي خوړلي؟ ځکه د شرابو حد تر زنا سپک دی، خو ماعز رضي الله عنه نه لېونی دی او نه یې شراب خوړلي دي.

دا په حقیقت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه هڅې دي، چې ماعز رضي الله عنه وژغوري او حد ورڅخه لرې کړي، بلکې په یو بل روایت کې راغلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ماعز رضي الله عنه قوم ته وکتل او پوښتنه یې ترې وکړه: «أتعلمون بعقله بأساً، تنکرون منه شیئاً» هغه له عقلي پلوه روغی دی؟ نشه یې خو به نه یې؟ هغوی جواب ورکړ: نه نشه یې دی او نه لېونی، د کامل عقل خاوند دی. (۴۸)

سره له دې چې ماعز رضي الله عنه په زنا اعتراف هم وکړ، خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه د خلاصون په لټه کې دی، هغه ته د ژغورنې لاره ګوري. په یو بل روایت کې راځې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته وویل: «لَعَلَّكَ قَبَّلْتَ، أَوْ غَمَزْتَ، أَوْ نَظَرْت» کېدای شي تا ښکل کړې وي، یا دې سکونډلې وي او یا دې ورته کتلي وي، هغه وویل: نه. (۴۹)

دا ټولې هغه هڅې وي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، ماعز رضي الله عنه ته د خلاصون لاره پیدا کوله او خپلې هغه وینا یې پلي کوله، چې فرمایلې یې دي: «ادرءوا الحدود عن المسلمين ما استطعتم، فإن وجدتم لمسلم مخرجا فخلوا سبيله، فإن الامام إن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ با العقوبة»

څومره چې مو توان وي له مسلمانانو حدود لرې کړئ، که مو د کوم مسلمان لپاره د خلاصون لاره پیدا کړه، نو پرې یې ږدئ، ځکه حاکم که په بښنه کې تیروتنه وکړي دا غوره دی تر دې چې په جزا کې تیروځې.

اووم مطلب: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې له تېري کوونکو سره تسامح

تېر مطالب په دې اړه وو، چې یو انسان د خپل ځان او ټولنې په اړه تېروتنه وکړي او یا د الله تعالی له حدودو تجاوز وکړي، په دې مطلب کې د هغو خلکو په اړه بحث کوو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې یې تېری کړی وي، ځکه خپل ځان هر چا ته ګران وي، ډېر ځله خلک د خپل ځان په اړه تېری نه شي زغملای، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې نه دی

د مؤمنانو مور حضرت عائشه رضي الله عنها وایې: «والله مانتقم لنفسه في شيء یؤتی الیه قط، حتی تنتهک حرمات الله فینتقم لله» (۵۰) قسم په الله، چې هیڅکله یې د خپل ځان له امله انتقام نه دی اخیستی، چې د الله تعالی په حدودو به تېری وشو؛ نو د الله تعالی لپاره یې انتقام اخیست

هغه کسان خلک چې د رسول الله په حق کې یې تېروتنه او یا تېری کاوه، پر دوو ډلو وېشو، مسلمان او نا مسلمانان، چې له هرې ډلې سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بښنې او تسامح بېلې بېلې بېلګې روښانه کوو.

لومړی ټکی: مسلمان تېری کوونکي

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: زه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سره روان وم او هغه یو نجراني څادر اغوستی وو، چې څنډې یې ډېري زیږي جوړي وي، یو اعرابي په مخه راغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ټینګ تر څادر راښکل، ان چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم غاړي ته وکتل، د سختو راښکلو له امله یې پر غاړه د څادر نښي وي، بیا دا اعرابي وویل: د الله تعالی هغه مال چې له تا سره دی، امر وکړه، چې ماته یې راکړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وکتل او ویې خندل او بیا يې هغه ته د ورکړي امر صادرکړ. (۵۱)رواه البخاري.

دې تسامح او بښنې ته سړی هک پک شي، تاسې فرض کړئ، که د یوه ټیټ رتبه مامور په حق کې څوک داسې تېری وکړي، بښنه به ورته وکړي؟ او داسې په نرمۍ به جواب ورکړي؟ هیڅکه نه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوې خوا د مسلمانانو ستر رهبر او قائد دی، بلې خواته د الله تعالی غوره استازی دی، د ستر انسان ټولې چارې سترې وي، تسامح او بښنه یې هم ستره وي.

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د خپل پور غوښتنه یې کوله – اوښ یې په پور ورکړی وو – نو د پور په غوښتنه کې یې سختې وکړه – سپکه خوله یې وکاروله – صحابه کرامو یې د ګواښ اراده وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «دَعُوهُ فإنَّ لِصاحِبِ الحَقِّ مقَالاً» پرې یې ږدی، د حقدار په خبره کې زور یې، بیا یې وفرمایل: «أعْطُوهُ سِنّا مِثْلَ سِنِّهِ » د ده د اوښ په څېر اوښ ورکړئ، هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خو د ده تر اوښ غوره اوښ لرو، ویې فرمایل:«أعْطُوهُ فإنَّ مِنْ خَيْرِكُمْ أحْسَنَكُمْ قَضاءً» ور یې کړئ، ستاسې غوره هغه دی، چې په ښه ډول پور پرې کړي. (۵۲) رواه البخاري.

یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې تېری کوي، د هغه شخصیت او ستروالی په ارادي ډول له پامه غورځوي، صحابه کرام غواړي، چې ویې وهي او یا لېږ تر لېږه یې د سختې او تندې لهجې له کارولو را وګرځوي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د رحمت او بښنې داسې مظاهره کوي، چې لومړی خپل ملګري راګرځوي، چې هغه سړي ته اذیت و نه رسوي، دوهم: د هغه سړي ستاینه کوي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حق کې یې تېری کړی دی او داسې یې ستایې، چې هغه حقدار دی او همدغه حق ده ته قوت ورکړی دی، د هغه د سختۍ او سپکې لهجې د کارولو تبریه کوي، دریم: پوروړي ته د هغه تر اوښ غوره اوښ ورکوي، د عدل غوښتنه خو دا وه، چې یواځې پور یې پرېکړی وای، خو د رحمت او بښنې مفهوم ډېر عام دی او د الله تعالی د ستر استازي تسامح او بښنه هم ستر ده، د دې پر ځای، چې له خپل مقابل سره ورته چلن وکړي، تر مثل ډېره غوره معامله ورسره کوي. صلی الله علیه وآله وسلم.

دوهم ټکی: نا مسلمان تېری کوونکي

یو فرانسوي مستشرق هنري په خپل کتاب «الاسلام» کې وایې: « که موږ د محمد په اړه اجمالي پلټنه وکړو، پته به راته ولګیږي، چې هغه خاص په رحمت ستایل شوي دی» (۵۳)

د غیر مسلمانانو په اړه اسلامي تګلاره په رحمت بنا ده، اسلام تل خپلو عقیدوي او فکري مخالفینو ته په خپله غېږ کې ځای ورکړی دی او تل یې په مسلمانانو کې د زغم کلتور ترسیخ کړی دی.

الله تعالی فرمایلي دي: « لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ» الممتحنه/۸. الله تعالی مو له دې خبرې نه راګرځوي، چې له هغو خلکو سره د نېکۍ او عدل چلن وکړئ، چې د دین په باب یې له تاسې سره جګړه نه ده کړي او تاسې یې له خپلو کورونو څه نه یاست ایستلي. الله تعالی عدل کونکي خوښوي.

یوه ایټالوي لیکواله (لورافیشیا) په خپله لیکنه «دفاع عن الاسلام» کې وایې: «محمد ډېره زیاته تسامح کوله، په تېره بیا د نورو ادیانو له پلویانو سره» (۵۴)

دا هیڅ مبالغه نه ده که ووایو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل چاپېریال کې له نا مسلمانانو سره د خپلې کورنۍ په څېر معامله کوله، دا دی انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حیرانوونکی موقف روایت کوي او وایې: یو یهودي مریی،چې  د رسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت یې کاوه ناروغ شو، نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی، سر ته یې کیناست او ورته ویې فرمایل: «أسلم» اسلام ومنه، هغه یې خپل پلار ته وکتل، پلار یې ورته وویل: د ابوالقاسم خبره ومنه؛ نو هغه اسلام قبول کړ، نبي کریم صلی الله علیه وسلم راووت او فرمایل یې: «الحمد لله الذي انقذه من النار» ټوله ستاینه هغه ذات لره ده، چې هغه یې له اوره وژغورل. (۵۵) رواه البخاري.

د یوه یهودي غلام خدمت په دې دلالت کوي، چې په مدینه منوره کې د نورو ادیانو له پلویانو سره ژوند په طبیعي ډول تېرېده، دوهم دا چې، هغه خادم دی او مسلمان هم نه دی، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم، چې د مدیني منوري واکمن دی، د هغه پوښتنې ته ورځې. ایا داسې هم چېرته پېښه شوي ده، چې یو رئیس، وزیر یا ولسمشر دي د یوه خادم پوښتنې ته ورغلی وي، داسې خادم چې له دیني پلوه ورته والی هم نه سره لري؟!

بله دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله اصلي دنده نه هېروي، هغه ته د اسلام بلنه ورکوي، هغه اسلام مني او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اسلام منلو داسې خوښې څرګندوي، چې ګنې د خپلې کورنۍ کوم نږدي خپل یې اسلام منلی دی.

اتم مطلب: یوه شبهه او د هغې رد

د اسلام دښمنان تل دا هڅه کوي، چې د مسلمانانو عقاید کمزور کړي، په تېره بیا د هغو مسلمانانو عقاید، چې له اسلامي تعلیماتو بې برخې دي، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپیڅلي سیرت بېلابېلې نیوکې لري، زه په دې مطلب کې یواځې هغه نیوکه او شبهه ردوم، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له، بښنې او تسامح سره منافي ده

د اسلام دښمنان وایې: اسلام د تورې په زور خپور شوی دی، اسلام خلکو په خپله خوښه نه دی منلی؛ بلکې په هغوی منل شوی دی، مطلب دا چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو د اسلام دین په زور او توره په نورو خلکو منلی.

په حقیقت کې د اسلام جوهر او انساني تاریخ دواړه دا تور په کلکه ردوي؛ بلکې جرړي یې باسې، ځکه د دیني ازادۍ په اړه په اسلام کې اساسي قاعده وضع شوي ده، الله تعالی فرمایلې دي: «لا اکراه في الدین» . رسول الله صلی الله علیه وسلم او له هغه وروسته مسلمانانو، هیڅوک اسلام ته په زور نه دي را بللي او دا چاره به یې ولي کوله؟! او د هغه اسلام به څه ارزښت وي، چې په زور یې منلی وي؟! لنډه دا چې، د زور مسلماني څه مانا؟!

د دې آیت کریمه د نزول سبب داسې وو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثته مخکې د یوه انصاري دوه زامن نصرانیان وو، څه وخت وروسته د نصرانیانو په یوه ډله کې مدیني ته راغلل، چې غوړي یې را بار کړي وو، له خپل پلار سره پاتي شول، پلار یې ورته وویل: زه مو هله پریږدم، چې تاسې اسلام ومنئ، هغوی د اسلام له منلو انکار وکړ، دا شخړه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وروړه، پلار یې وویل: زما ځینې اجزا به په اور کې وي او زه به ورته ګورم؟ الله تعالی دا آیت کریمه نازل کړ« لا اکراه في الدین»، نو هغوی یې پرېښوول، په دې مانا چې اسلام ته یې اړنه ایستل. (۵۶)

دکتور راغب السرجاني الحنفي وایې: اسلام د ایمان او عدم ایمان قضیه د انسان تر ذاتي ارادي او داخلي قناعت پورې تړلې ده، الله تعالی فرمایلې دي: «فمن شآء فلیؤمن و من شآء فلیکفر» الکهف:۲۹ ، که د چا زړه غواړي و دې یې مني او که د چا زړه غواړي منکر دې شي. قرآن کریم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پام دې حقیقت ته راګرځولی دی، چې د ده د رسالت موخه یواځې د الله لور ته بلنه ده او له ده سره کوم ځواک او واک نشته، چې خلک په زور اسلام ته را وګرځوي، الله تعالی فرمایلې دي: «أفأنت تکره الناس حتی یکونوا مؤمنین» یونس:۹۹، نو ته خلک مجبوروي، چې ایمان راوړي؟. او فرمایلې یې دي: «لست علیهم بمصیطر» الغاشیة:۲۲، هیڅ پر هغوی زور زیاتی کوونکی نه یې.. او فرمایلې یې دي: «فان أعرضوا فما ارسلناک علیهم حفیظا، ان علیک الا البلاغ» الشوری: ۴۸، که دوی مخ اړوي؛ نو ته خو مو پر دوی د ساتندوی په توګه نه یې لېږلی، ستا مسولیت یواځې د خبرې رسول دي. (۵۷)

له همدې ځایه روښانه کېږي، چې اسلامي قانون، اسلام ته په زور را بلنه په کلکه ردوي.

که پر اسلام منلو خلک مجبورېدای؛ نو په ډېری اسلامي هېوادونو کې د یهودانو، نصرانیانو او مشرکینو شتون څه مانا لري؟

په اسلام کې د جهاد مشروعیت د دې لپاره نه دی، چې خلک پر اسلام منلو مجبور کړي، بلکې د جهاد اصلي موخه د انسان ازادي او د هغه ظالم ځواک له منځه وړل دي، چې د انسان او اسلام تر منځ حائل دی، الله تعالی فرمایلې دي: « وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ»الانفال: ۳۹ ، له دې جګړه مارو سره تر هغه وخته وجنګېږئ چي پر دین ځورونه له منځه ولاړه شي او دین کول د الله لپاره شي (مطلب دا چې، په اسلام کې د جګړې اصل دا دی چې باید بشر د دین په انتخاب کې خپلواک او د جبر له مخې د دین منلو ته اړ نه شي.) له همدې امله ویل شوي چې په دین کې زور زیاتی نه شته.

فرانسوي مؤرخ ګوستاو لوبون وایې: د قرآن د نشر او خپراوي لامل زور او ځواک نه وو، عربو هغه مغلوب خلک هم له دیني پلوه ازاد پرېښوول. حقیقت دا دی، چې نړۍ به د عربو په څېر مهربان او د تسامح څښتنان فاتحین پیدا نه کړي او نه به د هغوی د دین په څېر دین پیدا کړي. تاریخ دا خبره ثبت کړي ده، چې دینونه په زور نه خپرېږي او نه اسلام په توره خپور شوي دی، بلکې یواځې په دعوت خپور شوي. (۵۸)

د معاني القرآن ژباړونکی جورج سیل وایې: څوک چې وایې: اسلام یواځې د تورې په زور خپور شوي او نشر شوي دی، خبره یې یواځې تور دی او بس، ځکه ډېر هېوادونه، چې د تورې نوم هم پکې نه دی اخیستل شوي، خو اسلام پکې خپور شوی دی. (۵۹)

اسلام په اصل کې زړونه فتح کړي دي، دا ممکنه ده، چې هېوادونه دې په تورو فتح شي، خو د زړونو فتح کول د تورو کار نه دی.

نهم مطلب: وشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ اَهْلِهَا

په دې مطلب کې د نمونې په ډول د هغو نا مسلمانانو وینا را اخلو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شخصیت، اخلاق او په تېره بیا د هغه بښنه او تسامح یې ستایلې ده.

دا هغه لیکوالان دې، چې اسلام یې نه دی منلي، خو تاریخ د دوی حقه وینا د دوی په ژبه او د دوی په کتابونو کې خوندې کړي ده، دا هغه شاهدي ده چې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دښمنانو د هغه پر حقانیت، سپېڅلتیا او بښنه ورکړې ده.

فرانسوي مستشرق (Gustave Le Bon) وایې:

«محمد له ډول ډول تعذیبونو او ستونزو سره په صبر او پراخه سینه مقابله وکړه».

«محمد له هغو قریشو سره، چې پرلپسې شل کاله یې دښمنان وو، په ډېره نرمۍ او زغم معامله وکړه».

«که د خلکو ارزښت او قیمت د هغوی د غوره چارو په تله تلل کېږي؛ نو محمد تر ټولو ستر شخصیت دی، چې تاریخ پېژندلی دی»

د انګلستان مشهور ادیب (George Bernard Show) وایې:

«محمد د رحمت روح دی او اغېزه به یې تلپاتې وي، نه به یې هغه خلک هېر کړي، چې د ده په شا و خوا کې اوسېدلي او نه به یې هغه خلک هېر کړ چې تر ده وروسته ژوند کوي»

امریکایي مستشرق (Washington Irving) وایې:

«د رسول الله صلی الله علیه وسلم تصرفات د مکي د فتح پر مهال په دې خبره دلالت کوي، چې هغه یو سوبمن قائد نه، بلکې یو نبي دی، له دې سره سره، چې دی ځواکمن وو، خو د مکي پراوسېدونکو یې رحمت او شفقت وکړ، بریالیتوب او فتح یې په رحمت او بښنه پای ته ورسوله».

مشهور الماني ادیب (Johann Wolfgang Goethe) وایې:

«ټول تاریخ مې وپلټل، چې د ننني انسان لپاره یوه غوره نمونه پیدا کړم؛ نو پېغمر محمد مې پیدا کړ».

د سوریي مشهور مفکر (فارس الخوري) وایې:

«محمد د نړۍ تر ټولو سترو انسانانو ستر دی، نړۍ به بیا د ده مثل پیدا نه کړي او هغه دین، چې هغه راوړی، تر ټولو ادیانو بشپړ، کامل او اکمل دین دی».

مشهور روسي ادیب (Leo Tolstoy)  وایې:

« د محمد لپاره دا ویاړ بسنه کوي، چې یوه ذلیل او خونړی امت یې د بد کرداره شیطانانو له منګولو خلاص کړ او پر همدوی یې پرمختګ او ترقي ته لاره هواره کړه، محمدي شریعت به ډېر ژر پر ټوله نړۍ حکومت وکړي، ځکه عقل او پوهه یې دواړه سره یو ځای کړي دي».(۶۰)  

پایلې

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بښنې، تسامح او رحمت مواقف ډېر زیات دي، چې ما د خپل توان په اندازه ستاسې مخې ته کيښودو، ستر ذات دې وکړي، چې لوستونکو ته ګټور ثابت شي.

د لیکنې په پای کې دې پایلو ته ورسیدم:

۱ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول ژوند رحمت او له بښنې ډک دی، ځکه خو الله تعالی فرمایلې دي: «وما ارسلناک الا رحمة للعالمین» ته مې یواځې او یواځې د ټول عالَم لپاره رحمت لېږلی یې. هر موقف یې د انسانیت او بشریت د ژغورني نارې وهي

۲ـ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول سپېڅلی سیرت پر بښنه او تسامح ولاړ دی، داسې موقف نشته، چې هلته دې له انسان سره سختي شوې وي، له خپل دښمن سره یې سختي نه ده کړي، نو له عامو انسانانو سره به څه سختي وکړي؟! له نا مسلمان سره یې سختي نه ده کړې، نو له مسلمان سره به څنګه سختي وکړي؟! بلکې پر څارویو او مرغانو یې رحم کړی او هم یې خپل ملګري، په ټوله مانا رحم، بښنې، عاطفي او صله رحمي ته هڅولي.

۳ـ د بښنې او تسامح په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا وي، تشي وینا وي نه وي، بلکې هرې وینا ته یې د عمل جامه ور اغوستي؛ نو ځکه یې د بښنې او تسامح مواقف تر ویناوو زیات دي او همدا لامل وو، چې د صحابه کرامو په مبارک ژوند کې یې د بښنې او تسامح مفاهیم ترسیخ کړي وو

۴ـ په ټوله کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بښنې او تسامح هغه عملي نمونه وه، چې بشري تاریخ به یې هیڅکله پیدا نه کړي.

وما ارسلناک الا رحمة للعالمین                                                                                  

لمنلیکونه:

(1)                       مسلم: باب تحریم قتل الکافر بعد ان قال: لا اله الا الله، ۱/۹۷

(2)                       ابن کثیر: السیرة النبویة ۳/۳۷۷،۳۷۶.

(3)                       ابن کثیر: السیرة النبویة ۲/۴۳۶.

(4)                       سنن الکبری: باب ترک قتل من لا قتال فیه من الرهبان، ۹/۱۵۴.

(5)                       ابن القیم: زاد المعاد ۳/۹۰.

(6)                       سنن ابی داود: باب فی قتل النساء، ۳/۵۳.

(7)                       دکتور راغب السرجاني: الرحمة في حیاة الرسول، ص ۲۹۸، ۲۹۹.

(8)                       د. عبدالطیف عامر: احکام الأسری والسبایا في الحروب الاسلامیة، ص ۹۱.

(9)                       البخاري: باب وجوب عیادة المریض، ۷/۱۱۵.

(10)                ابن کثیر: السیرة النبویة ۲/۳۶۶.

(11)                ابن کثیر: السیرة النبویة ۲/۴۵۷.

(12)                رواه احمد.

(13)                الطبري: تاریخ الأمم والملوک ۱/۵۶۶.

(14)                البخاري:

(15)                طبري: تاریخ الأمم والملوک ۲/۱۶۱.

(16)                الموطأ: روایة محمد بن الحسن.

(17)                المستدرک للحاکم ۳/۲۶۹.

(18)                الموطأ: روایة محمد بن الحسن.

(19)                دکتور راغب السرجاني: الرحمة في حیاة الرسول، ص ۳۴۴، ۳۴۵.

(20)                فیدریکو مایور: عالم جدید، ص ۱۳۷.

(21)                البخاري: باب الوصاة بالنساء، ۷/۲۶

(22)                الترمذي: باب ماجاء في حق المرأة علی زوجها، ۲/۴۵۸

(23)                الترمذي: باب في فضل ازواج النبي صلی الله علیه وسلم، ۶/۱۹۲.

(24)                الترمذي: باب في من یستیقظ فیری بللا ولا یذکر، ۱/۱۷۳.

(25)                ابوداود: باب ما جاء في المزاح، ۴/۳۰۰.

(26)                البخاري: باب الغیرة، ۷/۳۶.

(27)                أتح لنفسک فرصة: ترجمة عبد المنعم الزیادي

(28)                البخاري: باب قول النبي صلی الله علیه وسلم: «العبید…، ۳/۱۴۹.

(29)                مسلم: باب صحة الممالیک و کفارة من لطم عبده، ۳/۱۲۷۸.

(30)                مسلم: نفس المرجع.

(31)                عبد الرحمن بن علی الجوزي: صفة الصفوة ۱/۳۰۳، ۳۵۵.

(32)                مسلم: باب مباعدته صلی الله علیه وسلم، ۴/۱۸۱۴.

(33)                مسلم: باب کان رسول الله صلی الله علیه وسلم، ۴/۱۸۰۵.

(34)                الترمذي: ۴/۲۴۰.

(35)                العرب، ترجمه: د.خلیل احمد، ص: ۳۷، دار الحقیقة بیروت.

(36)                http://hdr . undp .org/hdr2006/statistic/

(37)                مسلم: باب تحریم الکلام في الصلاة، ۱/۳۸۱.

(38)                مسلم: باب وجوب غسل البول وغیره من النجاسات، ۱/۲۳۶.

(39)                العرب، ص ۴۳.

(40)                د. رمسیس عوض: محاکم التفتیش، ص ۸۷، ۸۸.

(41)                البخاري: باب اذا جامع في رمضان، ولم یکن له شئ، ۳/۳۲.

(42)                البخاري: باب الجاسوس، ۴/۵۹.

(43)                الترمذي: باب ما جاء في درأ الحدود، ۳/۸۵.  المستدرک علی الصحیحین: ۴/۴۲۶.

(44)                ابوداود: باب العفو عن الحدود ما لم تبلغ السلطان، ۴/۱۳۳.

(45)                المستدرک علی الصحیحین للحاکم: ۴/۴۲۲. سنن النسائی: باب ما یکون حرزا و ما لایکون ، ۸/۷۰.

(46)                عبد الکریم الخضیر: شرح الموطأ، کتاب الحدود، ۱۵۴/۲. المستدرک علی الصحیحین للحاکم: کتاب الحدود، ۴/۴۰۳.

(47)                مسلم: باب من اعترف علی نفسه بالزنا، ۳/۱۳۲۱.

(48)                نفس المرجع، ۳/۱۳۲۳.

(49)                البخاري: باب: یقول الامام للمقر لعلک لمست او ، ۸/۱۶۷.

(50)                البخاري: باب اقامة الحدود والانتقام لحرمات الله، ۸/۱۶۰.

(51)                البخاري:

(52)                البخاري: باب وکالة الشاهد والغائب جائزة، ۳/۹۹.

(53)                الاسلام: ص: ۵۵، ترجمه: بهیج شعبان.

(54)                دفاع عن الاسلام: ص ۷۳، ترجمة: منیر بعلبکي.

(55)                البخاري: باب اذا اسلم الصبی فمات، هل یصلی علیه، ۲/۹۴.

(56)                الواحدي: اسباب نزول القرآن، ص ۵۳، السیوطي: لباب النزول، ص ۳۷.

(57)                دکتور راغب: الرحمة في حیاة الرسول، ص ۳۶۸.

(58)                حضارة العرب: ص ۱۲۸، ۱۲۹.

(59)                الرحمة في حیاة الرسول، ص ۳۷۰.

(60)                نفس المرجع، ص ۴۱۳، ۴۳۰.

                                                                               

اخځلیکونه

۱ـ القران الکریم

۲ـ صحیح البخاري

۳ـ صحیح مسلم

۴ـ الجامع الترمذي

۵ـ سنن ابي داود

۶ـ سنن ابن ماجه

۷ـ المستدرک علی الصحیحین

۸ـ الموطأ بروایة الحسن

۹ـ مسند احمد

۱۰ـ ابن کثیر: السیرة النبویة

۱۱ـ الطبري: تاریخ الأمم والملوک

۱۲ـ الواحدي: اسباب نزول القرآن

۱۳ـ السیوطي: لباب القرآن

۱۴ـ  رمسیس عوض: محاکم التفتیش

۱۵ـ عبد الطیف عامر: احکام الاسری و السبایا في الحروب الاسلامیة

۱۶- ګوستاو لوبون: حضارة العرب

۱۷ـ فیدریکو مایور: عالم جدید

۱۸ـ دفاع عن الاسلام: ترجمة منیز بعلبکي

۱۹ـ الرحمة في حیاة الرسول: دکتور راغب السرجاني الحنفي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *