خوښ یو چې د اسلام د ستر پیغمبر او د بشریت د لارښود حضرت رسول اکرم (ص) د سپېڅلي او مبارک میلاد د رارسېدو له امله د افغانستان مسلمان او باعزته خلکو، دیني عالمانو، ښوونکو، زده کوونکو او د افغانستان د علم او فرهنګ ستر کاروان ته مبارکي وایو.
د حضرت محمد مصطفی (ص) مبارک میلاد د ټول بشریت لپاره د سعادت او نېکبختۍ سبب شو، تورتمونه او جهالت له بشري ټولنو ورک او خلک سمې او روښانه لارې ته برابر شول. نبي کریم (ص) د الهي انوارو په رڼا کې د بشریت لپاره د انسانیت او عدالت سوله ییزه لاره غوره او له ټولو منفي او بې ځایه اعمالو څخه یې انسانان منعه کړل.
د خدای تعالی دغه سپېڅلی رسالت، چې د «اقرا» په کلمه پیل شو د انساني ټولنو لپاره یو غوره لارښود دی او له مخې یې ټول بشریت ته د علم د زده کړې او لاسته راوړلو اهمیت روښانه او په بشري ټولنو کې د انسانیت او ورورولۍ فضا حاکمه شوه.
د الهي احکامو او لار ښوونو په رڼا کې ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول زموږ هېوادوالو ته لازمه ده، چې د علم پر ګاڼه ځان سمبال او د جهالت له تور تمونو ځان او خپل اولادونه وژغوري.
د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلام د مبارک دین د لارښودونو په رڼا کې د خدای تعالی په مرسته او همکارۍ او د خلکو په ملاتړ په دې توانېدلی، چې په ټول هېواد کې د ښوونیزو مرکزونو شمېر ۱۷۶۰۰ ته لوړ کړي. په دې ښوونځيو کې څه باندې ۱۱،۵ میلیونه زده کوونکي د ۲۲۰ زره ښوونکو او مدرسینو له لوري پر زده کړو بوخت دي.
د پوهنې وزارت د حضرت محمد (ص) د ارشاداتو او د اسلام د مبارک دین د سپېڅلو لارښوونو په رڼا کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو او سیمه ییزو مخورو څخه غواړي، چې د افغانستان د معارف له نظام څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او په دې برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
په پای کې ددې مبارکې ورځې د رارسېدو له امله د حق تعالی سپېڅلي دربار  ته په هېواد کې د سولې، ثبات، اسلامي ورورګلوۍ او ښوونیز نظام د پراختیا لپاره لاسونه لپه کوو او د خدای (ج) له دربار څخه په ډېره عاجزۍ غواړو، چې زموږ په هېواد کې سوله، ثبات او پرمختګ راولي.‎

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *