تاند – د بریتانیا د برمنګم پوهنتون وايي د دغه پوهنتون په کتابتون کې د قرآنکریم پر یوې پخوانۍ نسخې تحقیقاتو ښکاره کړه چې ممکن دا قلمي نسخه د حضرت پیغمبر (ص) د وخت وي.
د پوهنتون د مسوولانو په وینا د راډیو کاربون په وسیله یې، چې د متنونو تاریخ ښيي، د دغه قرآن کریم پاڼې ازمېښت کړي او ورته ښکاره شوې چې دا نسخه لږترلږه ۱۳۷۰ کاله پخوانۍ ده او داسي ښکاري چې د قرآنکریم تر دې پخوانۍ نسخه په نړۍ کې نه وي.
دا قرآني نسخه له نژدې ۱۰۰ کلونو راهیسي د برمنګم په پوهنتون کې ساتل کېده خو هیڅکله هڅه نه وه شوې چې د هغې عمر یا قدامت معلوم شي.
اوس د دوکتورا د دورې یوه محصل د قرآن شریف پر دغو پاڼو د څېړنې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د هغو د لرغونتوب د څرګندولو لپاره د اکسفورډ پوهنتون د راډیو کاربون د نېټه ښودنې څانګې ته یوسي. د دې ازمېښت پایله حیرانوونکې وه.
د کتابونو او لیکلو متونونو د ازمېښت په دې شیوه کې د هغو تقریبي نېټه څرګندېږي. ویل شوي چې دا نسخه، چې پر پوستکي لیکل شوې، د ۵۶۸ تر ۶۴۵ عیسوي کلونو ترمنځ لیکل شوې ده.
د میلادي سنې پر اساس د اسلام پیغمبر حضرت رسول اکرم (ص) په ۵۷۰ میلادي کال زېږېدلی او په ۶۳۲ کال وفات شوی دی.
له دې داسي ښکاري چې دا نسخه د حضرت پیغمبر په ژوند کې کښل شوې او لیکونکي یا کاتب یې حضرت پیغمبر لیدلی او د هغه مبارک خبرې یې اورېدلي دي.
هغه آیتونه چې پر پیغمبر اکرم نازلېدل، د کاتبانو له لوري د څارویو پر پوستکي، تیږو، د خورما پر پاڼو او د اوښ د اوږې پر هډوکي لیکل کېدل. دا خورې ورې لیکل شوې پاڼې د ۶۵۰ م کال په شاوخوا کې د کتاب په بڼه رایوځای شوې.
د برمنګم د کتابتون نسحه په حجازي سبک لیکل شوې چې د عربي ژبې د خطاطۍ او کتابت یوه لومړنۍ شیوه ده.
د بریتانیا د کتابتون یا بریټش لایبرري د خطي نسخو او متنونو د څانګې مسوول وايي، که د برمنګم د کنابتون قرآن کریم د حضرت پیغمبر د وخت هم نه وي نو یقیناً قدامت یې د لومړیو درو خلفاوو وخت ته رسېږي.
ویل شوي چې دا پاڼې دومره ښه ساتل شوي چې توري یې سم لوستل کېدای شي.
If the dating is correct it proves that Oran was already exited when Mohammed was a child or even before Mohammed. And this understanding is supported by researchers who found that the Quran movement was existed 100s of years before Mohammad. Not in Arabia but faraway in Mesopotamia (From Tajikistan to Iraq. Finding this Quran is is a good finding and we wish to see more elaboration on the emerging and progressing of Islam as a religion.. Thanks
اول ګرامر دي صحيح که بيا دي بيځايه حملي وکه.
او که انګليسي دي نه وي زده نو ووايه چي سم يي کړو درته.
که چيري قران کريم ستا په مزو پتاميه او يا په فارس کي لکيل شوي واي نو به په فارسي يا زردشتي او يا ددي ځاي په کوم بله ژبه (سوري يا سوراني)باندي لکيل شوې وای او نه په عربي
داسی ویل کیږی چه دغه دقرآنکریم د حضرت پیغمبر(ص) په ژوند کې نه بلکه ددریم خلیفه حضرت عثمان ( رض) په وخت کی لیکل شوي
To avoid misunderstanding I would like to write something due to my above stated remark:
1- The word of proportion is not suitable for this phrase the most reasonable word is (rational).
2-Using some scientific and scholastic terms are requiring huge carefulness and knowledge.
3-keep in mind that getting conclusion from research and statistics is only going to professionals of such branches otherwise if non professionals are concluding it will be destructive instead constructive.