تاند- د طالبانو له یرغملتوبه د خوشي شوې امریکايي مېرمن د کورنۍ غړي پر خپل کاناډايي زوم په غوسه دي.
کتلان کولمن ۵ کاله پخوا په افغانستان کې وسله والو طالبانو له خپل خاوند سره تښتولې وه او د چهارشنبې په ورځ په پاکستان کې خوشي شوه.
د مېرمن کولمن پلار جیم اې بي سي نیوز چاینل ته وویل«یوې خورا خطرناکې سیمې ته د یوې اومیندوارې ښځې بېول، زما له عقله وتلې خبره ده.»
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې مېرمن کولمن، خاوند یې جوشوا بویل او ۳ ماشومان یې، چې د برمته توب په موده کې زېږېدلي، د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو په نتیجه کې خوشي شول، خو لا هم د دوی د خلاصون د څرنګوالي دقیق وضعیت نه دی څرګند او ضد و نقیض خبرې کېږي.
پاکستاني چارواکو نن /جمعه/ وویل چې ټول خوشي شوي کسان د جمعې په ورځ په الوتکه کې له اسلام اباد څخه روان شول. پاکستاني چارواکو ونه ویل چې هغوی کوم هیواد ته لاړل، خو د بویل کورنۍ ویلي چې هغوی کاناډا ته ورروان شوي دي.
مېرمن کولمن د امریکا د پینسلوانیا د سټیوراټس ښارګوټي اوسېدونکې ده خو بوایل کاناډايي دی.
د کولمن مور لیندا وویل چې بالاخره یې له خپلې لور سره خبرې وکړې. باور یې نه کېږي چې هغه دې خلاصه شوې وي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نن بیا وویل چې دا جوړه او د هغو ماشومان د پاکستان پوځ د امریکا د استخباراتي معلوماتو پر اساس د برمته ګرو له منګولو راخلاص کړل.
پخوا د حقاني شبکې، چې دا جوړه یې یرغمل کړې وه، د هغوی د خلاصون په بدل کې د انس حقاني د خلاصون غوښتنه کړې وه.