تاند- د پاکستان استخباراتي سرچینې وايي چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې د سړک د غاړې په چاودنه کې دغه هیواد ته د وفاردارې حقاني شبکې یو مهم قومندان وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ د دغه هیواد د استخباراتو په قول ولیکل چې د حقاني شبکې مهم قومندان شېر امان الله له دوو تنو نورو سره په هغه چاودنه کې وژل شوی چې د شمالي وزیرستان په دته خپلو کې وشوه.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ویلي چې شېر امان الله د حقاني شبکې د یوه مشر ملاسنګین ځدړراڼ ښی لاس و.

ملګروملتو ملاسنګین ځدراڼ په تور لیست یا د تروریستانو په فهرست کې شامل کړی و. نوموړی په وروستیو کلونو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شو.

د حقاني شبکه په وروستیو دوو کلونو کې سخت ګوزارونه لیدلي او ویل کېږي چې اوس د دې شبکې له پوځي قومندان سراج الدین حقاني پرته اکثره مهم قومندانان وژل شوي دي.

په همدې منځ کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو ترمنځ خپل منځي نښتو زور اخیستی دی او په لسګونو طالبان پکې وژل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې تراوسه پوري د طالبانو ترمنځ په خپل منځي نښتو کې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

پرون /جمعه/ هم په شمالي وزیرستان کې چاودنه وشوه. په همدې ورځ د ولي الرحمن او خالد سجنا ډلو، چې دواړه د تحریک طالبان پاکستان تر چتر لاندې فعالیت کوي، په شوال، شاکتويي، مکین او د جنوبي وزیرستان په ټانک کې نښتې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *