یو چا زما د یوې لیکنې په ځواب کې له حقانیانو دفاع لپاره په یوه لیکنه کې راوړي وو چې ((حقانيان په افغانانو افتخار دی)) خو زه پرته د لیکنې له سریزې په مطبوعاتو او عام ولس کې مستندو پیښو په راوړلو سره دا لیکنه د حقانیانو یاد مدافع قاري او د حقاني نورو ټولو جنګیالیو مخ ته ږدم.
څو میاشتې وړاندې د شمشاد ټلویزیون په یو رپوټ کې په مستند ډول ټولو افغانانو او نړیوالو ته څرګنده شوه چې د پاکستان پوځ د ډیورنډ پورې غاړې د (مته سنګر) سیمه کې چې په کورمې ایجنسۍ پورې اړوند ده د حقاني شبکې غړو سره یو ځای په افغانستان کې د بریدونو لپاره د تګ تیاری نیسي او دا رپوټ به اوس هم د شمشاد ټلویزیون په آرشیف او فسبوک پاڼه او ویب پاڼه کې موجود وي. خو د د حقاني یاد مدافع وايي چې دوي په خپلواک ډول جګړې کوي او دده په اصطلاح د پنجابي غلامان نه دي.
بل دا چې د حقاني شبکه هغه یوازینۍ شبکه ده چې د شوروي اتحاد له ماتې مخکې د پاکستان لخوا رامنځته شوې وه او هلته د جنرال حمیدګل تر استادۍ لاندې د افغانستان ورانولو لپاره چمتو شوې وه چې تر اوسه پورې په خپل هماغه پخواني دریځ د پاکستان له استخباراتي ادارې سره ژمنه پاتې ده او د نورو جهادي مشرانو په څير یې له پاکستان څخه لږ تر لږه فزیکي شتون ته بدلون ورکړ او په افغانستان کې دننه یا له حکومت سره یو ځای شول او یا هم د اسلامي حزب مشر حکمتیار په څیر په غرونو کې پټ شول او یوازې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره یې خپل مخالفت تر اوسه څرګند کړ، خو زه دلته د کومې ډلې پلوي نه کوم او نه هم غواړم؛ بلکې یوازې بیلګې راوړم.
خو حقانيانو نه یوازې دا چې له پاکستان سره له زیږون څخه بیا تر نن پورې په یوه دسترخوان خوري او څکي؛ بلکې په افغانستان کې یې هم له امارت څخه بیل دریځ درلود او په تیرې یوې نیمې لسیزې کې یې تر ډیره افغان ځواکونه او ملکي وګړي هدف ګرځولي دي. د سرحدي پټان ولسوالۍ یو طالب پلوي اته کاله وړاندې له حقاني څخه د بیلیدو کیسه په یو لوی مجلس کې کوله او ویل یې چې د حقاني له یو قوماندان سره یو ځای شو او وروسته له څو ورځو د څمکنیو ولسوالۍ ته نږدې یې یاد قوماندان ددوي په ملتیا بهرنیو او افغان ځواکونو ته کمین ونیوه او ورته امر وشو چې هر کله د برید کولو امر پرې وشو نو په هماغه خوا به بریدونه کوي او ټاکل شوي به د ګولیو تر باران راولي. یاد طالب پلوي ویل چې بهرني ځواکونو ټانکونه تیر شول خو قوماندان یې د برید امر ورته ونه کړ او کله چې د افغان امنیتي ځواکونو ملي اردو رنجر موټرې راورسیدې نو قوماندان یې غږ پرې وکړ چې اوس یې پیل کړه او ده له برید کولو پرته ټوپک په ځمکه ورته ایښی ؤ او له هماغه ځایه یې دا حقیقت درک کړی ؤ چې قوماندان او نور کلیدي مشران یې د بل څه لپاره جګړه کوي. چې دا ؤ د حقانیانو د خپلواکیت(!) بل ثبوت خو دا یوازې یاد طالب پلوی نه ؤ چې د حقاني شبکې له ملګرتیا یې لاس اخیستی ؤ؛ بلکې لسګونه نور طالب مشران نن د جګړې له بهیر څخه د بیلیدو لپاره د همدې ډول پیښو کیسې کوي او له دې څخه په څرګنده د لمر په څير ټولو ته جوته کیږي چې په افغانستان کې روانه جګړه د نورو لخوا تپل شوې ده او افغانان پکې سوزيږي.
پر یادې ناروا سربیره حقانیان له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې په نوې قوماندې او پاکستاني دریځ د افغانانو په وژلو پسې راخیستې، چې څرګنده بیلګه یې د پکتیاوال بې طرفه ډاکټراحسان الله وژل دی. د ډاکټر احسان الله په اړه په افغان سباوون او ګڼو نورو ویبپاڼو کې د حمزه یاسر په نوم د یو چا لیکنه درانه لوستوونکي لوستلای شي؛ چې هغه په مستند ډول پیښه بیان کړې ده او ویلي یې دي چې د حقاني سمییز قوماندانان چې ډاکټر احسان الله یې له خپلې کورنۍ سره یو ځای د سړک غاړې بم کې وژلی په څرګنده وايي چې پر ډاکټر احسان الله یې د ضربي ګمان کړی ؤ او دې حماقت ته سړی حیران پاته شي چې له ډاکټراحسان الله سره په کرولا موټر کې خپله یوه میرمن او نور ماشومان وو او بل هیڅوک داسې نه ؤ ورسره چې پر هغه یا د دولتي او یا د نظامي ګمان شوی وای، نو اوس به دې حماقت څرګندیدو ته د حقاني شبکې مشران چې د پاکستان په اسلام آباد کې په عیاشۍ لګیا دي خپل څټونه ګروي او وايي به چې دا دی د خپل بادار پاکستان د خدمت لپاره یې د افغانستان یو ډاکټر وژلی تر څو لږ تر لږه سرحدي افغانانو اړتیا پاکستان ته زیاته شي او خپل ناروغان په پاکستاني غلو ډاکټرانو ، د هوټلونو پر شوکمارو او سپین سترګو پاکستاني پولیسو د مرګ تر کومې ورسوي او دا د حقانیانو رښتینی (!) جهاد دی.
په خوست ، پکتیکا ، پکتیا او لوګر کې چې تر اوسه هر یو ځانمرګی بریدګر لیدل شوی، نو دا اعتراف یې کړی چې د حقاني شبکې دی او د هغوي لخوا روزنه ورکړل شوې او ورته ویل شوي دي چې څنګه د ډیورنډ له کرښې واوښتې او د افغانستان خاورې ته ننوتې نو تر ټولو مخکې به د کلیو او ښارونو په پارکونو او لارو تر څنګ داسې ډنډونه ووینې چې ښځې به لوڅې پکې لامبي! او دې ټولو بریدګرو چې د پاکستان روزل شوي حقانیانو لخوا د ورکړل شوي ذهني انځور برعکس لیدلي نو یې یا ځان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی او یا یې هم په تعجب له خلکو پوښتلي چې چیرته دي ها د عیاشۍ ډنډونه چې دی ځان پرې جنت ته بوزي. او دې ته بیا د حقانیانو یاد مدافع وکیل وايي چې دوي خپلواکیت لري او د اسلام بدنامولو کوم ذهنیت نه پالي او نه یې هم پلویان دي.
پر دې سربیره موده وړاندې د پکتیا ځنګلي سیمو کې د حقانیانو یوه بله پیښه خپره شوه او هغه دا چې د یادې شبکې غړو په ځنګله کې د یو کلي یوه ښځه چې په لرګو پسې تللې وه پرته له خبرداري او ځنګله ته له تګ مخنیوي رانیولې او سر یې ور خریل ؤ؛ دا چې نور به یې څه عملونه کړي وي یو خدای(ج) ترینه خبر دی. خو د افغان بې وسه ولس په مقابل کې د حقانیانو دا عمل یوازینی نه شي کیدای؛ بلکې ډیرو بې ګناه ملکي افغانانو ته یې په یو ډول زیان رسیدلی دی. پر دې سربیره په پکتیا کې د حقاني شبکې ټولو جنګیالیو سره د ملکي وګړو د ځورونې بیلابیلې لارې چارې موجودې وې او د ګڼو نارواوو تر څنګ تر اوسه پورې په بې ګناه ملکي وګړو ځانونه ساتي او هر ګروپ د هر کلي په هر یو کور سهار ناشته او د شپې او غرمې ډوډۍ پور بللي دي، خو تر یو بریده د ښوونځیو مخالفین نه دي، ځکه په ښوونځیو کې یې د خپلو خپلوانو زامن زده کړې کوي او روغتیايي کار کوونکو ته هم ځکه سرخوږی نه جوړوي چې ددوي خپلو کورنیو ناروغانو درملنه کوي.
دا چې دا لیکنه له پکتیاوالو سره د حقانیانو ټولو کړیو نارواوو او د دوي پاکستانۍ چوپړیانو بیلګو بیانولو لپاره لنډه ده نو ځکه په پورته بیلګو دا لیکنه همدلته رانغاړم او ددې لیکنې پای کې د حقانیانو مدافعینو ته یوه کوچنۍ بیلګه راوړم تر څو د حقاني شبکې خپلواکیت(!) ټولو ته څرګند شي او هغه دا چې : د حقاني شبکې مهمو کلیدي غړو کورونو په اړه ټول افغانان او پاکستان عام اوسیدوونکي بشپړ معلومات لري او دې خیټالوجیستانو له ادعاوو پرته ورته دا څرګنده ده چې حقانیانو مهم غړي په اسلام آباد کې په یو داسې د همدوي لپاره ځانګړي شوي خوندي ښارګوټي کې اوسیږي چې هلته د پاکستان دولتي مسؤلین هم په آسانۍ سره نه شي ورتلای او دا ښارګوټی د همدوي لپاره د پنجاب لخوا ددوي چوپړ په بدل کې ورکړل شوی دی تر څو حقاني شبکه تل تر تله د پاکستان په خدمت کې وي او له امارت څخه بیل او خپلواک دریځ سره د پاکستان په غوښتنه د افغانستان ورانولو او افغان وژنې پروسې ته دوام ورکړي او دا چې د حقانیانو یاد مدافع وکیل وايي چې امارت حقاني دی او حقاني امارت ؛ دا یې د طالبانو تیر ایستلو یوه لاره ده او غواړي په دې ډول نه امارت د سولې پروسې سره د یو ځای کیدو هڅه وکړي او نه هم له کوټې څخه هلمند ته خپله مرکزي شورا ولیږدوي تر څو ټول طالبان د پاکستان لاس لاندې وي او پر سر یې تجارت وکړي.