د حقوقو بنسټونه د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی احمد ګل واثق دراني اثر دی چې په ښکلې بڼه او ښه صحافت مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ چاپ کړی.
دا کتاب ۳۲۰ مخونه لري او د حقوقو بنسټونه ، افاقي حقوق، حقوقي قواعد، له نورو علومو سره د حقوقو اړيکې، ملي حقوق، نړيوال حقوق، د حقوقو وېشنه، اساسي حقوق، اداري حقوق، د جزا حقوق، تابعیت، قانون، اساسي قانون، لويه جرګه، مقننه قوه، د دولت د رياست مقام، د سترې محکمې عالي شورا، رييس جمهور، د قانون تفسير او نور موضوعات په خپله لمن کې رانغاړي.
د ټولنې د هرې څانګې او مسلک خاوندانو ته د دې علمي کتاب لوستل ګټور دي د حقوقو محصلين او د سياسي علومو مينه وال کولای شي چې له مازيګر کتابپلورنځي څخه يې په وړ بيه واخلي.
.
دحقوقو بنسټونه دا کتاب مې په کار دی