کلونه وشول، چې د غزني اکثريت قوم په دولتي اداره کې ځان نه ويني، کلونه وشول، چې طالب يې ځوروي او دولت يې د طالب په تورزندانونو نه اچوي.
کلونه کېږي، چې د پښتون مېشته ولسواليو د بیارغونې په ډګر کې هيڅ کار تر سره شوی نه دی، کلونه کېږي، چې د غزني پښتون ټبر د نظام ننګه کوي، خپل سرونه يې ښيندلي دي، کلونه کېږيچې دپښتون ټبر پر حق پښه ايښودل شوې ده.
کلونه کېږي چې لا هم پښتون د نظام ننګه کوي، کلونه کېږي، چې پښتون د هرې فاجعې قرباني دی، کلونه کېږي چې پښتانه تېر ايستل شوي دي.
ډېر ځله د حقيقت موندنې او حقيقت مالومونې پسې هيتانو پايڅې بډوهلې دي، ډېر ځله يې د غټو ژمنو لويې خبرې کړې دي.
ډېر ځله پښتون مېشته ولسونه د څو کمېشنکارانو او څو خودغرضه خلکو د شخصي ګټو قربانی ګرځېدلي دي.
راغلی پلاوی هم د مافيايي کړيو تر اغېز لاندې راشي، د بېرته تګ پر مهال احساس او خواخوږي په غزني کې پرېږدي، ولسمشر ته غزنی ګل ګلزار وښيي.
غزني کې له تېرو نهه کلونو را پدېخوا امنيت کړکېچن دی، خو کاڼي يواځې د پښتنو مشرانو په سر لوېږي، په غزني کې له تېرو نهه کلونو څخه راپدېخوا هره ورځ د پښتون په غولي د پاتا کمپلې هوارې دي.
ددې لپاره چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په غزني کې د قانون حاکميت ځواکمن شوی وای او امنيت يې ډاډمن وای، خو له بده مرغه چې چارواکي د غاصبينو او مافيايي کړيو په ډوډيو پلتۍ وهلې وي، په غزني کې داسې زورور غاصبين شته، چې په رڼا ورځ اوښان په بډه وهي، زما ځمکه لاندې کوي او بیا چارواکو ته پکې کورونه او نومرې ورکوي.
په تېرو دوو کلونو کې تر اتياوو زيات قومي مخور او متنفذين ترور شوي دي، خو هغه هم يواځې د پښتون کهول د سر سړي وو.
عسکر او عادي مامور له قومانداني سره په څو مترۍ کې په شهادت رسېږي، خو دولتي چارواکي پرې خپل غوږونه کاڼه کړي او د ړندو په څېر لاسونه ټپوي او دويمه ورځ يې بیا نه د قاتل او نه هم د دوسيې لوری مالوم وي.
څه موده وړاندې غزني د ښاروالي رياست لپاره يو کس د ښاروال په توګه مقرر شو، چې په پښتون ټبر پورې تړلی و، د تاجک شريف قوم د بدنامي لپاره څو د ګوتو په شمېر اوباشان راولاړ شول او د ښاروالي مخې ته يې د تحصن خېمه ودروله، د ښاروالي اړوند اسناد يې چور کړل ، د تجصن خېمې ديارلس ورځې دوام وکړ، پښتنو هم د خپل حق غوښتنې لپآره لاريون وکړ، چې په زرګونو خلکو پکې ګډون کړی وو.
بالاخره له مرکز څخه پلاوی غزني ته راغی، له پښتنو مشرانو سره يې وليدل، کاغذونه يې تور کړل، د قلم رنګونه يې ختم کړل، د نظام د بقا او پايښت په اړه يې اغېزمنې خبرې وکړې، دوی ژمنه وکړه، چې په پنځلسو ورځو کې به تاسو له ولسمشر سره ووينئ، پښتانه چې قانون حاکميت ته درناوی لري، نو راغلي پلاوي غوښتنه يې ومنله، خو د هغه تللي پلاوي بیا تر ننه څرک لګېدلی نه دی، داسې ويل کېږي، چې هغه پلاوي لا تر اوسه له ولسمشر سره ليدلي نه دي.
تېره اونۍ په غزني کې د پښتون ټبر دروند مشر الحاج ميرزا احمد پښتون چې د نظام له ملاتړو څخه و، د کار او خبرې سړی و ترور کړ هغه يې په شهادت ورسول، د نوموړي ډېرې هيلې يې نيمګړې پرېښودې.
نن د شهيد ميرزا احمد پښتون فاتحې او د نوموړي د شهادت د لامل مالومولو لپاره غزني ته مرکزي پلاوی رارسېدلی دی، قومي مخورو د مدني ټولنو استازو ورسره وکتل، دوی هم ټينګې ژمنې وکړې، چې د نوموړي قاتلين به نيول کېږي، پښتون ټبر غوښتنې به منل کېږي، دوی ته به د غزني په اداري جوړښت کې برخه ورکول کېږي.
د مدني ټولنې يوتن فعال خورا په جرات سره پلاوي ته وويل پښتون ټبر د نظام ننګه کړې ده، پښتون ټبر د دولت د حاکميت لپاره وسله پورته کړې ده، پښتون ټبر تل د نورو قومونو او ټبرونو سره په سوله او مينه کې ژوند کړی دی.
پښتانه نن په غزني ښار کې ځان خوندي نه بولي، اندړو ګېرو او نورو ولسواليو کې زموږ پوليس خوندي وي، خو په ښار کې يې دښمنان ترور کوي.
د ځکمو غاصبين حاکم دي، د سولې شورا ريس خليل هوتک د ځمکو غاصب دی، دولت د سولې شورا چوکۍ ورکړې ده، چې جنګيالي له جګړو راوګرځوي، خو نوموړی خپله وسله والو ته موټر سايکلې اخلي، په وسلو يې سمبالوي او د دولت پر ضد يې جګړې ته رهبري کوي.
همدارنګه زموږ قومي مخور په غزني ښار کې د هدفي وژنو ښکار ګرځي، که راغلې پلاوي نمايشي نه وي، نو باید دغه ستونزو د هواري لپاره ګامونه واخلي.
همدارنګه ځينې رياستونه د يوې کورنۍ يا يو کلي په انحصار کې دي، چې ښکاره بېلګه يې دعامې روغتيا رياست او مرکزي احصايه ده.
پلاوي هم خپل احساسات څرګند کړل، راغلي پلاوي وويل ترهغو به قرار نه کيني، تر څو چې يې دغه ستونزو ته د حل لاره موندلې نه وي.
راغلي پلاوي له هغه چا سره هم وليدل، چې عملا دپښتنو مشرانو د وژنې او شهادت طرحې جوړوي، له هغه چا سره يې هم خبرو ته وخت ورکړ، چې تل يې د پښتون پر ضد له تعصب او تبعيض څخه کار اخيستی دی.
ډېر ځله د پېښې د پلټنې په اړه هيت راغلی دی، ډېر فرصتونه مو د همدغه حقيقت موندنې پلاوي ميس کړي دي، که همداسې لاس تر زنې کېنو، نو تر دې سترې غمېزې به په مخ کې ولرو، الله ج دې شهيد مير زااحمد شهادت قبول وګرځوي، راغلي پلاوي ته دې هم الله اجرونه ورکړي، چې ځان يې رارسولی دی، خو زموږ درد ټکورولی نه شي او نه به دستونزو په حل کې له موږ سره چنداني مرسته وکړي.