وروستي راپورنه وايي، چي د مزارشريف په ښار کي په رڼا ورځ خبرياله پلوشه توخۍ د خپل کور په دروازه کي ووژل سوه.

پلوشې د هيواد په شمالي زون کي د بيا ن راډيو سره کار کاوه.

نوموړي د ماسټرۍ تر کچي لوړي زده کړي وې.

دا يوازي پلوشه توخې نه ده، چي د بيان ازاۍ قرباني کيږي، بلکي تر دې وړاندي هم يوشمير خبريال وژل سوي، ګواښل سوي او وهل سوي دي.

داسي پيښي يوازي د هيواد په شمال او سويل پوري تړلي نه دي ، بلکي د هيواد په هرځاى کي ، چي د ولس ږغ ته انعکاس ورکول کيږي، نو پر يوشمير برېتورو(!) بد لګيږي او هغه څه کوي، چي زړه يې غواړي.

هرهغه څوک ژمن خبريالانو ته ګواښي په واقيعت کي د يوې ټولني ږغ خفه کوي.

مسلکي او خپلي دندي ته ژمن خبريال لکه پوځي سرتيرى د خنډونو پروا نه کوي، يوازي په حقيقت او واقيعت پسې ګرځي، له چاسره شخصي دښمني نه لري او نه هم دژورناليزم پاک مسلک اجازه ورکوي، چي له چاسره شخصي دښمني وپالي.

په ټول هيواد کي ريښتني مدني ټولني او روڼ اندي قلموال د مسلکي ژورناليسټانو په ځورولو، ګواښ او وژلو سخت خواشيني دي ، له دولت او نورو اړوندو څانګو غواړي، چي په دې لار کي چوپ پاته نه سي، ځکه پر مسلکي ژورناليسټانو ګذار، په واقيعت کي د مظلومو هيوادوالو پر غاړه دچاړې ايښوولو مانا لري.

هغه کسان، چي د ژورناليسټانو په ګواښنه او وژنه دا فکر کوي، چي تور مخونه به يې پټ پاته سي ، هيڅکله داسي نه ده ، ځکه ژورناليسټان او مسلکي خبريالان تل د حق لپاره جنګېدلي او بيابه هم د حق لپاره خپله مبارزه روانه ساتي.

په کندهار کي هم ټول د مدني ټولني فعال غړي، ژمن خبريالان او قلموال داډول کړني غندي او په بشپړي همږغۍ له دولت څخه دداسي تورمخو کسانو د نيولو او په سزا رسولو غوښتنه کوي.

مسلکي خبريالان تل د هري ټولني يوه اړتيا ده، هيڅکله يوه ټولنه بېله ژورناليسټ څخه په هغه ډول لکه څنګه چي ښايي پرمختګ نه سي کولاى، ځکه ژورناليسټان د ولس استازي دي او د ولس پيغام تر چارواکو په بشپړ صداقت او دقت رسوي، له چارواکو څخه د ولس د ستونزو ځواب غواړي، چي دا اسانه خبره نه ده او نه هم د هر چا کار دى.

نوکه دولت په رښتيا سره غواړي، چي د خلکو ستونزي حل او پر يوه ارامه ټولنه حکومت وکړي، ورته په کار ده، چي د نورو مدني فعالانو ترڅنګ د ژورناليسټانو ملا وتړي، هرهغه څوک چي د دوى په وړاندي ستونزي او ګواښونه جوړوي بېله ځنډه يې د قانون منګولو ته وسپاري او داسي سزاوي ورکړي، چي نور څوک بيا د بيان د ازادۍ اتلانو ته په خيرنو سترګو د کتلو جرائت ونه وکړي.

په نورو پرمختللو ټولنو کي تر ډېره ځايه دولتونه د ژورناليسټانو او قلموالو ترشا ولاړ وي او پوهيږي، چي خبريال يوازي د رښتيا په لټه دى او نور د څه تمه نه لري.

همدا سبب دى، چي په هغو ټولنو کي د فساد او نورو ناخوالو ګراف تر ډېره مهارسوى او دولتونه توانيدلي دي، چي دمسلکي ژورناليسټانو د راپورونو پر بنسټ د ولس ډيرو ستونزو ته پر وخت ځان ورسوي او ژر يې حل کولو ته لستوڼي راپورته کړي.

که چيري زموږچارواکي په رښتيا سره غواړو، چي په ټولنه کي د رشوت، لوږي، مسکنت، درغلۍ او نورو فسادونو کچه راټيټه سي، نو په کار ده، چي د ريښتنو خبريالانو ملا په کلکه وتړي او پرېنږدي، چي کوم تورمخي او مخ پټي کسان دوى ته خداى مه کړه تاوان ونه ورسوي، ځکه د حقيقي خبريال ځورول او ګواښول په اصل کي د يوې بشپړي ټولني پر ټولو حقونو خاوري اړول دي .

په دې هيله، چي مسلکي او ژمن خبريالان زموږ په هيواد کي هم د نورو پرمختللو ټولنو په څير ډېر ملاتړي ولري.

١٨ – ٠٩ – ٢٠١٤ ، کندهار ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *