تاند- یوې فرانسوي کمپنۍ د هغو کسانو لپاره چې د خنزیر یا خوګ غوښه نه خوري، داسي سپکه وسیله جوړه کړې چې په خوړو کې د خوګ غوښه معلومولی شي.
دې کمپنۍ (Capital Biotech) ویلي وروسته له دې چې یې خپله دا اختراع اعلان کړه په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۰ زره تنو مخکې تر مخکې د حلالو خوړو د ټسټ کولو الو غوښتنه وکړه.
دا اله (HalalTest kit) نومېږي.
کپیټل بایوټیک د حلالې غوښې د معلومولو دا اله په ازمېښتي ډول د تېر میلادي کال د /اکتوبر ۲۳/ راوایسته.
د دې الې جوړوونکي وايي چې د دوی بل هدف دا دی چې د سینګار په وسایلو، درملو او نورو شیانو کې هم د خوګ د غوښې څرک ولګول شي.
په فرانسه کې پنځه ملیونه مسلمانان اوسي چې د دغه هیواد د ټول نفوس په سلو کې ۸ کېږي.
کپیټل بایوټیک وايي چې دا اله، چې بیه یې ۶ ایرو او ۹۰ سینټه ده، ۹۹ فیصده دقیقه ده.
دا اله په څو دقیقو کې په خوړو او نورو شیانو کې د خوګ غوښه معلومولی شي.
کپیټل بایوټیک وايي چې ژر به دا اله د خرڅلاو لپاره انلاین یا د انترنیټ له لارې راوباسي.
دا اله په اروپا او امریکا کې د مېشتو مسلمانانو او یهودانو لپاره خورا مهمه ده. مسلمانان او یهودان د خنزیر غوښه نه خوري خو ډېر وخت نه پوهېږي چې په کومو خوړو یا چاکلیټونو کې د خوګ غوښه شته.
د دې الې د جوړولو فکر دوه کاله پخوا دوو فرنسویانو ژان فرانسوا جولیان او عبدالرحمن کاوي په پوهنتون کې مطرح کړ.
جولیان تر دې مخکې د هغو کسانو لپاره چې له ځینو خوراکونو سره جدي الرژي لري، د خوراکونو د ازموینې اله جوړه کړې وه.
دوی دغه راز په خوراکونو کې د الکولو د معلومولو اله هم جوړه کړې ده.
عبدالرحمن، چې په الجزایر کې زېږېدلی دی، وايي چې د خوړو د تشخیص اله ډېرو خلکو ته پکار وه.
سره له دې چې دا اله د حلالې غوښې ټسټوونکې بلل کېږي او په خوړو او نورو شیانو کې د خنزیر غوښه پېژندلی شي، مګر دا نه شي معلومولی چې څاروی د مسلمانانو په شیوه حلال شوی او که نه دی.