څلورمه برخه

حماسي شعر:

حماسي شعر (Epic Poem) په خپل ځان کې نوري ځانګړني هم لري چې په دې ډول ورڅخه يادونه کولای سو:

۱ــ حماسي شعر د هغو شعرونو څخه دی چې پخپل ځان کې پياوړې ملي روحيه لري.

۲ــ دحماسي شعر موضوع بشپړه جدي وي.

۳ــ حماسي شعر معمولاً په اوچته ژبه او ډېر ادبي لحن سره بيان سوی وي.

۴ــ حماسي شعر  دومره قهرمان وي ، تردې چې د يوه ملت  او قبيلې برخليک ورسره تړلی وي.

حماسه د ارسطوله انده :

ديونان فيلسوف ارسطو ،حماسه د ګټکوري له مخي ، له تراژيدۍ وروسته بللې ده.

تردې چې د رنسانس په دوره (۱۵ــ ۱۴) پيړۍ کي اروپايانو حماسه تر ټولو ادبي ژانرونو او ډولو نو لويه ګڼلې ده.

د حماسې مکاني ساحه:

دحماسي مکانې فضاء ډېره ويړه او پراخه ده، کېدای سي چې نړيواله پراختيا ولري ، لکه د هومر (ُاديسه) چې دمديترانې ټوله حوزه يې په برکي نيولې ده  البته دا سيمه دهغه وخت دخلکو د فکر سره ټوله نړۍ شمېرل کېدل. که چېري په حماسه کې لرغونې سبکي ځانګړني په نظرکې ونه نيسو اوپه اثر کې حماسي روح ته کتنه وکړو ، کېدای سي دنړۍ ډيری ، ادبي شهکارونه د حماسو په ډله کې وشمېرو لکه :

۱ــ ويدا او اويستا (۳۰۰۰ــ ۴۰۰۰ کاله پخوا) .

۲ــ د ډانټه کميډي (۱۴ز پېړۍ).

۳ــ د اسپند دپريانو ملکه (۱۴زپيړۍ).

۴ــ دهرمان منويل موبي ديک (۱۹زپيړۍ).

۵ــ دتولستوي سوله او جګړه. (۱۷پېړۍ).

۶ــ دجيمز جوبين يوليسس اثر.(۲۰پيړۍ).

او دې ته ورته يو شمېر اثار په حماسو کي شمېرلای سو.

  د زمان له مخې د حماسې وېشنه

حماسه د زمان له مخي هم ويشل سوې ، ادب پوهانو ورته درې دورې ټاکلې چې دلرغوني ، ثانوي او متاخرو حماسو په نامه ياديږي:

۱ــ لرغوني ياشفاهي حماسې :

 هماغه دوديزي ، لرغوني ، لومړنۍ شفاهي حماسې وې، چې په لرغونو دورو کې جوړي سوي دي داډول حماسې د حماسو له اصيلو حماسو څخه شمېر کېږي ځکه چې د شاعر سرچينې لرغوني کتابونه او داستانونه دي ،لکه : ايلياد، اُديسه، فردوسي شاهنامه او …

۲ــ منځنۍ حماسې :

 هماغه ادبي حماسې دي چې په بشپړه استادانه او حرفه اي ډول دلرغونو حماسو پربنسټ جوړي سوي وي، په دې ډول حماسې کې دکار تګلاره په دې توګه ده چې ، شاعر  په خپل موضوع کي له نوښت او ياهم لرغونو موضوعاتو څخه ګټه واخلي او حماسه د هماغو پربنسټ جوړي لکه د ويرجيل (انه ائيد) چې د ايليا د اواديسې پربنسټ جوړه سوې ده او يا د (ميلتون) ، (ورک جنت) مسيحي  حماسه.

۳ــ وروستۍ(متاخري) حماسې :

هغه حماسې  دي چې د منځنيو حماسوله مخي په وروستيو پيړيو کې جوړ سوي دي لکه د فرانسوي شاعر ماتيو آرنولد اثراو ياهم کُردي شهنامه، چې دنادرشاه د سردارانو څخه دالماس خان باندي ويل سوې ده.

نور بیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *