ب- د حماس اسلامي غورځنګ:
د حماس د اسلامی غورځنګ په کال ۱۹۸۷ کي د شیخ احمد یاسين لخوا بنسټ ایښوول سوی دئ د نوموړی غورځنګ عربي نوم (حركة المقاومة الإسلامية)[1] او مخفف يې [حماس] دي د حماس د لفظ معنی په عربي ژبه کي د شجاعت او زړه ورتیا معنی لري. د حماس نظریات د مصر د اخوان المسلین د نظریاتو او ایډیالوژۍ څخه سرچينه اخلی د نوموړي غورځنګ هدف د فلسطین ازادي ده، د حماس فعلی رهبر خلد مشعل اسماعیل هنیه نومېږی مرکزی دفتر ئې په غزه کي دي او دوی د حنیفی فقه پیروان دي. نوموړی غورځنګ په لومړي سر کي د فلسطین د ابادۍ او اجتماعي خدمتونو لپاره ټټر وواهه او په عمل کي ئې هم ثابته کړل، دوى د یوه اجتماعي خدمت ګار په ډول په فلسطین کي کار کاوه مګر یوه څه وخت وروسته ولسوال فاز ته ور داخل او پر اسرائیلو باندي ئې د مرګونی حملو تابيا ونیوله دوی په خپلو ویناو کي ویلي دي چي د فلسطین او اسرائيلو ستونځه هغه وخت حلېږي چي اسرئیل د ځمکي څخه ورک کړل سي. حماس غواړی چي یو اسلامی او فلسطینی بيرق د فلسطین په خاوره کي پر رپېدو وي او خپله یوه لوېشت خاوره اسرائيلو ته نه ورپرېږدي. حماس د فلسطین او اسرائیلو د مشکل حل یوازی په جهاد کي وینی او دا جهاد د ټولو مسلمانانو مشترکه وجیبه ګڼي نوموړې ډله د یوه اسلامی دولت د تشکيل ارزو لري او د ژوند ټولی ښېګني په اسلامی نظام کي ویني او دا د هر نارینه مسلمان او مسلمانی ښځي مکلیفیت بولی.
نجیب الله علیزی
د حماس ډله د جنګی فعالیتونو تر څنګ د ۱۹۸۷ راهيسي د فلسطین د ابادولو او سمسورتیا لپاره عملي پروژې په پلان کي درلودلي دي چي د دې جملی څخه د مدرسو او روغتونونو د جوړلو یادونه کولای سو حماس په خپل کلنۍ بودیجه کي چي تقریبا ۷۰ میلیونه ډالره کېږي ټولی يې په مسجد، کلینیک، مدرسې، د ورزش ځایونه دارالایتام او پارکونو باندي مصرفوي نو ځکه حماس په فلسطین کي ډېرمحبوبيت هم لري او خلک اعتماد پرې کوي حتي دغه غورځنګ مالي کمکونه او تعلیمی بورسونه و محصیلینو ته اماده کوي تر څو د دوى ځوانان په عربستان او یا نورو غربي هیوادونو کي خپل تحصیل وکړي همدارنګه حماس و فلسطینیانو ته د طبي خدماتو زمینه مساعده کړې ده خیریه موسسې، کتابخانې، د ښځو لپاره د بې سيوادي کورسونه، د ماشومانو لپاره وړکتونونه، جوړ کړي دي او بعضي مذهبي مدرسې يې هم جوړي کړي دي.
د حماس د ستراتېژۍ له نظره د صهیونیستانو سره د مبارزی تر ټولو ښه لاره جهاد دئ تر څو اسرائیل د خپل نامشروع عمل او د فلسطین د غصب سوي ځمکي څخه شړل سوی نه وي تر مرګه به مبارزه ورسره کوي او خپل ډلي ته د اسرائیلو د نابودۍ غورځنګ وايي. د امریکې متحده ایالاتو، د اروپا اتحاديې، اسرائیلو او د کاناډا هیواد د حماس ډله یوه تروريستي ډله بللی او په خپل تور لیست کي يې راوستلې ده، حماس د ایران سره ډېر ښه روابط لري او ایران هم نوموړې ډله په رسمیت پېژني او بېشماره مالي کمکونه ورسره کوي خو د عربي پسرلي په راڅرګندېدوسره د دواړو تر منځ یو څه درځ رامنځته سوی دئ، حماس د سوریې د شوریشیانو حمایت وکړ او ایران د بشر الاسد ملاتړ وکړ د بله پلوه کله چي د اخوان المسلمین ګوند په مصر کي و قدرت ته رسېدى د حماس د ډلي تر ټولو سياسي حامي منځ ته راغلی خو بخت ياري ورسره ونه کړل پوځیانو کودتا وکړه او ډاکټر محمد مرسي ئې له واکه وغورځوئ. د مصر حکومت د حسن مبارک په وخت کي د حماس په وړاندي ډېر پڅ دریځ درلود او په ۲۰۰۸ کال کي د مصر وزیر خارجه احمد ابوالغیط اعلان وکړ چي مصر په هیڅ عنوان د حماس ډله په رسمیت نه پېژني، او د حماس د ډلي مقاومت ئې خندا ور وباله او ملنډی ئې پرې ووهلې او په عین حال کي ئې خپل مرزونه په ډېر احتیاط سره څارل چي مبادا د دوى له خاوری څخه کوم څوک و حماس ته وسلې ور تېری نه کړي. د یادولو وړ ده چي حماس د اسامه بن لادن او د صدام حسين په وژلو باندي خپل ژور خفګان څرګند کړی وو. او هغوی ئې د اشغال ګرو په وړاندي مبارزین او شهیدان وبلل. حماس د مختلفو منبعو څخه مالي کومکونه تر لاسه کوي د بېلګي په توګه ایران او په غرب کي ډېر مسلمانان کومکونه ورسره کوي حتی د امریکې، لندن، هالنډ څخه هم مالي کومکونه ورته راځي او خپله بعضي پروژې لري چي د هغوي څخه هم پيسې تر لاسه کوي خو امریکا ډېر کوښښ کوي چي د دوى مالي منابع هر چيرته چي وي له منځه ئې یوسي البته د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر په میاشت کي د حماس د ډلي په وړاندي یوه څه نرمښت غوره کړى دئ.
[1] : Barry Dawies, terrorism inside a world phenomenon, page 71