تاند- په امریکا کې طبي څېړونکو د ماشوم زېږولو د مخنیوي لپاره د هورمونونو داسي درمل جوړ کړی چې نارینه وو ته پیچکاري کېږي.

تراوسه پوري د ماشومانو د کنټرول لپاره یوازې ښځو ته درمل ورکول کېدل.

امریکايي څېړونکي وايي، په تجربوي ډول یې دا درمل په ۲۷۰ نارینه وو ازمویلي او  نتیجه یې نژدې په سلو کې ۹۶ کامیابه وه.

په دې ازمېښت کې د ۱۸ او ۴۵ کلونو ترمنځ نارینه وو څخه کار اخیستل شوی دی.

نارینه وو ته په هرو ۲ میاشتو کې یو ځل هورمون پیچکاري کېدل او شپږ میاشتې یې په ځیر څارنه کېده چې په نتیجه کې د نارینه سپرک تر یو ملیون لږ شول.

خو کله چې د هورمون پیچاري یا تزریق ودرول شو، د دغو کسانو سپرم په ناببره ډول بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

البته د تجربې په مهال د ۸ تنو د سپرم په شمېر کې هیڅ بدلون رانغی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *