د هندي سبک سالار شاعر حميد بابا مې دېوان په دې پار راواخيست، چې څه ترې ياد کړم؛ خو له څو شعرونو لوستو مې وروسته په کې داسې څه وليدل، چې زه يې پخپل مسلک کې د يوې ليکنې لور ته وهڅولم، همدا لامل و، چې د بابا په شاعرۍ کې مې څه داسې بيتونه د ادبي ښکلاوو او ادبي معانيو لپاره ترې انتخاب کړل.
بابا چې په حميد ماشوخېل، حميد مومند او حميد بابا مشهور دى، چې يو نازک خيال او د خط و خال شاعر دى.
ښاغلى فضل محمد پنهان يې په اړه داسې وايي:((حميد بابا د پښتو ادب او شاعرۍ په جهان کې يو ځلانده ستورى دى او د سوزناکه اشعارو دېوان لري، چې د ده اشعار د سوي زړه آواز او د دردمن زړه احساس دى.
حميد بابا د تخيل نيلى په پښتو ادب او شاعرۍ کې ځغلولى دى او د تخيل نازک خيالۍ بيرغ هسک کړى دى.))
که څه هم چې د حميد بابا په شاعرۍ کې بديعي صنعتونه او معنوي لفظي ښکلاوې پيداکول يو څه ستونزمن کار و، خو ما تر خپله وسه هڅه کړې.
راځو اصلي خبرې ته:
تجنيس: هغه لفظي ښکلا ته ويل کېږي، چې يو شاعر په يو بيت يا نيم بيتي کې يوه کلمه دوه ځله تکرار راوړي، چې په ليکلو کې يو ډول وي، خو د مانا له لحاظه سره بېلې وي، لکه دا لاندې بيت:
چې ديدن يې له قابو د اشنا ووت
ووتو ته په قابو شو زمــــــا روح
په پورته کې د (قابو) کلمې د تجنيس، هغه هم د (تام تجنيس) په ډول راغلې دي، چې لومړى قابو اسم دى او دويم قابو فعل دى.
يا يې دا لاندې بيت هم په مثال کې راوړلاى شو، چې وايي:
چې رشتينى سيده صاف نه وي حميده
بولي بولې عاقلان دا هسې بــــــول
په پورته بيت کې متجانسې کلمې (بولي، بولې) دي، چې په ليکلو کې تقريباً سره ورته او يوشان دي؛ خو د مانا په لحاظ سره خپلو کې توپير لري.
دغه لاندې بيت يې بيا د هغې بديعي ښکلا خاوند دى، چې په اوس وخت کې ورته ځينې شاعران او ليکوالان دومره نظر نه کوي او که ويې هم کړي، نو وايي چې دا يې غلا کړې، نو په همدې پار دغه ادبي صنعت په اوس وخت کې ډېر نه کارول کېږي او نه يې څوک دومره خوښوي، خو د هندي سبک سرلاري شاعر ورته ډېره پاملرنه کړې او په خپل دېوان کې يې څو ځايه دغه ادبي صنعت په بېلابېلو شکلونو سره کارولى دى، لکه دا لاندې بيت:
“دا اشرف د عاشقۍ نه دى نو څه دى“
کــه سينه وه د حميد دوکان د مشکـو
په پورته بيت کې حميد ماشوخېل د تضمين ادبي صنعت کارولى دى، يانې په دې مانا چې د دې بيت لومړى نيم بيتى د پښتو د ادب پلار خوشحال خان خټک د زوى او پيرو شاعر اشرف خان هجري دى او ورپسې بيا د حميد بابا خپل نيم بيتى دى.
درانه استاد پوهندوى محمد ابراهيم همکار په خپل (د بدېع فن او پښتو شاعرۍ) کتاب کې تضمين داسې راپېژندلى:((که چېرته شاعر د سند او مثال په توګه يا د خپل مطلب د تقويې لپاره د تام ارتباط په صورت کې د بل چا د نظم يوه ټوټه (نيم بيتى، بيت يا څو بيته) په خپل نظم کې راوړي، تضمين بلل کېږي… .))
او ورپسې دا هم زياتوي، چې:((تضمين شوې ټوټه بايد په قوسينو (غبرګو ليندکيو) کې ونيول شي.))
دې په دې عقيده دى، چې که چېرې کوم شاعر په خپل شعر کې تضميني ښکلا وکاروي او غبرګو قوسونو کې يې ونه نيسي، نو هغه بيا د غلا بېلګه بلل کېږي.
ښاغلي ماشوخېل په خپل شعري ګل بڼ کې معنوي صنايع هم په ډېر عجيبه انداز سره کارولي او دې لوري ته يې هم پوره پام کړى دى، يانې معنوي صنايع، د بدېع د علم هغه ډول دى، چې د کلام ښکلا او ښايست له مانا سره رابطه ولري.
يو له معنوي صنايعو څخه طباق هم دى. د طباق لغوي مانا يوځاى کولو ته وايي. او په اصطلاح کې طباق هغه ادبي صنعت دى، چې: شاعر په خپل شعري کلام کې دوې مخالفې ماناوې راوړي. ځينې خلک بيا دغه طباق د (تضاد، تناقض، تقابل او مطابقت) په نامه هم يادوي، چې دا بيا په خپل منځ کې په څو برخو وېشل شوى دى.
دا چې خبره راڅخه بل خوا لاړه نه شي، په دې اړه د حميد ماشوخېل د بيتونو څو بېلګې را اخلم:
خط دې زېب د زلفو هسې پژمرده کا
لکه راشي په کفارو د اسلام خـــــط
+++
په پيرۍ کې د ځوانۍ چارې نـه شـي
مه ږده اى زړې بوډۍ په ســــر دړۍ
+++
د خط شپه د مخ په ورځ شوه هسې ګډه
ګومان نه کړم چې تر حشره به سحر شي
په پورته بيتونو کې (کفر او اسلام، پيري (زوړتوب) او ځواني، شپه او ورځ) سره په خپلو کې متضاد او مخالفې کلمې راغلې دي.
د شعر يوه بله معنوي ښکلا (تجاهل العارف يا عارفانه تجاهل) ده، يانې: يوه معلومه خبره په داسې ډول په کلام (شعر) کې راوړلو ته وايي، چې د څه لطافت او نزاکت په خاطر شاعر ځان پرې ناګاره او ناخبره اچولى وي. ته به وا؛ چې ده ته هېڅ پته نشته او نه ورته څه څرګند دي.
که په لنډه يې ووايو: چې يو شاعر يا ناظم په يوه موضوع ښه خبر وي؛ خو بيا هم خپل ځان ناخبره ګڼي.
درانه استاد همکار وايي، چې دغه ادبي صنعت د څلورو موخو:”مدح (صفت)، تحير (حيرانتيا)، تحقير (سپکاوي) او هجوه (بدي)” په پار کارول کېږي.
حميد بابا دغه ادبي صنعت ته هم خاصه پاملرنه کړې او په خپل فکري او فطري استعداد يې داسې کارولى، چې شاعر ورته ګوته په خوله پاتې کېږي، لکه دا لاندې بېلګې يې:
دا يې زلفې دي پر مخ باندې تاوېــــــږي
که ماران دي پر چندڼو باندې خېـــــژي
++++
دا زما له خولې فرياد د عشق په زور ځــي
که لمبه د تناره له خولې د اور ځـــــــي
دا او دې ته ورته نور ډېر زيات ادبي صنعتونه او معنوي ښکلاوې د هندي سبک سرلاري شاعر حميد ماشوخېل په شاعرۍ کې ترسترګو کېږي، لکه:((عکس يا تبديل، حسن تعليل، مراعات النظير، ترافق، تشريح، ردالقافيه، توشيح، ملمع، معمى او نور… .))
که څوک د حميد بابا د شاعرۍ دېوان يا کليات په پوره ډول ولولي، نو بلا بلا خبرې به ترې يادې کړي، ځکه حميد بابا په خپله شاعرۍ کې د ژوند ډېر اړخونه را اخيستي دي او تقريباً په خپل شعري ګلبڼ کې يې د ژوند هر اړخ، لکه: مينه، عشق، کرکه، تصوف، اخلاق، درد او نورو… ته پوره پاملرنه کړې ده.