د دسمبر په دریمه نیټه د «یادواره ها یا یادونه»  پاڼه کی می د «دزد سر افګنده » تر عنوان لاندی  یوه لیکنه  د حمید مفید له قلمه  چی دوه ورځی وروسته  بیا د هغه عنوان د خپل تشویش د پټولو لپاره  تغیر ورکړ اود « سرنوشت سه کتاب تالیف وبرگردانی خسر کلانم یا زما د  خسر ګنی د دری کتابو تالیف او ترجمی سرنوشت»   تر عنوان لاندی خپور کړ ، ولوست.   د لیکنی  لاندی د تبصرو د لوستولو نه وروسته په فکر کی شوم او د ځان سره می وویل چی ولی داشان  بی اساسه  او ناروا اتهامونه د ښاغلی سلیمان لایق  په ادرس ،د  پرونی ویجاړ شوی د وطن د ګوند د معینو افرادو ، حلقو او څیرو له خوا واردیږی او دوی ولی  د لاس غوټه په غاښونو خلاصوی ، غاښ لګوی ،اوبه په هاوان کی کوبی او بلاخره ددوی دا نفرت او دښمنی له کومه ځایه اوبه خوری  ؟( ددغه مسالی ریښی څیړل او سپړل یو بل وخت ته پریږدم.)

 شاته لاړم ،دلیبیا په هیواد کی د داکتر نجیب الله د استازو (د وطن ګوند د هغه وخت مرستیالان سلیمان لایق او نجم الدین اخګر کاویانی) او د ګلبدین حکمتیار د اسلامی ګوند استازو (قدیر کریاب د حکمتیار معاون ،غیرت بهیر د حکمتیار زوم او خاص سکرتر) او د لیبیا د هیواد د ملی دفتر د بهرنیو چارو د مسؤل عیاد مصباح الطباري په منځګړیتوب د خبرو  د بهیر  اسنادو اتهام  می هم مخی ته ودرید ، چی ګواکی سلیمان لایق د هیواد  پیژندل شوی شاعر ، لیکوال، فرهنګی او سیاسی نامتو شخصیت دا اسناد د «آغاز بدون انجام»  خپروونکي ته د خپریدو لپاره ورکړي دي. چی د پلټنی  او  مستندو شواهدو او اسنادو د ښکاره کولو پر بنیاد می د یوی مقالی په طرڅ کی د  « سلیمان لایق د لوټ شویو اسنادو په اړوند څو ټکي» تر عنوان لاندی چی  2013 کال د سپتمبر د میاشتی په دویمه نیټه چی « تاند» کی خپور شو او په دی ترتیب د یو تاریخی  فرهنګی لوتماری بربنډ اود جعل مخه و نیول شو.

  کله  چی  بیا   د  مفید  او  مفید رنګه  عقده مندو  کرکترونوله خوا  د ښاغلی سلیمان لایق شخصیت او د هغه نه پورته د هغه فرهنګی او ادبی توان  د نا سزا په ویلو او د انسانی کرامته لری د  دروغو، افترا او جعل په  منظم او سازمانیافته  چوکات کی تر برید  او یورش لاندی راغلی  نو ومی نشو  کولای چی چپ پاتی شم. دا ځکه چی هیڅ یو ویښ وجدان نشی کولای چی د داشان یو لوی جعل او نا سم ادعاوو په مقابل کی خاموشه او خبله خوله پټه  ونیسی.

 مفید ادعا لری چی: دده  خسر ګنی پر کال 1365 لمریز کی خپل اثار چی د هغوی په مینځ کی د  یولسو زرو پښتو لنډیو راټولی شوی مجموعه هم شامله وه، د چاپ لپاره  ښاغلی  لایق صاحب ته چی هغه مهال  هغه د افغانستان د علومو د اکادمی رییس وو ور سپارلی وه، چی وروسته بیا ګواکی لایق صاحب هغه د خپل  نومه چاپ  کړی دی. په داسی حال کی چی د  پښتو لنډیو  راټول شوی  یوازی یوه مجموعه په  1363 لمریز کال کی د چاپ  شوی دی او د 1363 کال نه وروسته بیا کومه بله د پښتو لندیو مجموعه چاپ ته نه ده رسیدلی.  مفید  غوښتل چی ټولو ته لکه  یو ماشوم  فریب ورکړی. زه څیړونکی نه یم  خو لاکن  کولای شم چی په څو ساده  مثالونه د ښاغلی مفید دا  لوی دروغ او  سازمان یافته  توطیه افشا  او شنډکړم.

1- د 1365  نه تر نن 28 کاله کیږی چی د پښتو لنډیو مجموعه چاپ ته نه دی رسیدلی.  زه نه پوهیږم چی  جناب مفید  په دی مدت چرته وی چی  یو دم اوس د خوبه را ویښ  شو او د خپل خسر ګنی د اثارو مساله یی راپورته کړ. همدارنګه جناب مفید په دی مدت کی د 20 ځلو نه لا زیات کابل  ته چپه خوله  لاړ او بیرته راغی  خو د خپل خسر ګنی  د کتابونو سر نوشت   فکر ورسره نه وو او په همدی مدت  مفید  حتی یو وار هم  لایق صاحب ته چی نن د افغانستان د علومو د اکادمی د مشاور دنده لری  مراجعه ونکړ او د هغه نه  یی ددی مهمی مسالی  په هکله چی  اهمیت ورته لری، پوښتنه ونکړ او یوازی  یی  د ښاغلی کاویان  بوسه به پیغام خبرو باندی د نیون د څراغونو لاندی هامبورګ  کی د کابل هوتل  د میزونو  تر شا پر بی بنیادو خبرو  استناد کوی او هغه ته ښکر او پنجی ورکوی!

 په همدی ځای کی  د مفید نه یوه ساده پوښتنه کیږی  او هغه دا چی: دهغه د  خسر ګنی د غلاشویو پښتو لنډیو مجموعه چی د کال 1365 لمریز  نه را پدی خوا د لایق صاحب  له نامه چاپ شوی وی  څه نو میږی  او دا مجموعه  چیرته او کوم کال کی چاپ  ته رسیدکی دی؟

2-  مفید ادعا لری چی پر کال  1365 لمریز  کی  هغه  یو ځای د خپل  خسر ګنی سره د اثارو د تسلیمولو لپاره لایق صاحب ته مراجه وکړه. په داسی حال  کی د هغه سند له مخی چی  آغلی سهیلا حسرت نظیمی او ښاغلی داکتر واسع عظیمی مخ ته کړ د  پشتو لنډیو  مجموعه پر کال 1363 لمریز کی  چی لایق صاحب  هغه  سره نه دی را ټولی کړی  بلکه  د علومو د اکادمی یو شمیر پوهانو د هغه د راټولولو افتخار لری او  لایق صاحب یوازی او یوازی یوه جامع او علمی مقدمه او تحلیل  پر همدی اثر  لیکلی دی او بس ، چاپ  شوی دی. پدی مانا چی د مفید د جعلنامی د خپور تر لحظی د لایق صاحب  له نامه نه  هیڅ یو کتاب د پښتو لنډیو په نامه چاپ ته ندی رسیدلی. اوس مونږ نه پوهیږو چی   مفید او مفیدیان د پشتو لنډیو د کومی مجموعی نه خبره کوی  چی نه د افغانستان د علومی اکادمی او نه هم  موږ ورنه خبر  لرو ؟

3 – د یوی لحظی له لپاره قبلوم چی همدا کتابونه  حمید مفید او د هغه خسرګنی لایق صاحب ته سپارلی وی. ښاغلی لایق خو هغه وخت کی د علومو د اکادمی رییس وو او د علومو د اکادمیو له نامه نه دا دری اثره  تسلیم شوی دی او یقین لرم چی  دا  اثار  د علومو په  اکادمی کی د وارده اثارو په فهرست کی راجستر شوی دی. نو ښاغلی مفید ته پکاروو چی پر قیر سړک د یخمالک پر ځای د علومو اکادمی ته یی مراجعه کړی وای او دا اثار یی تر سوال لاندی راوړی وای.  مضحکه خو همدا ده چی حمید مفید نه د تسلیمی سند ښکاره کولای شی او نه هم د اثارو  لاسی لیکنه.

4 –   د تاسف  خبره خو دادی چی ښاغلی مفید  پرته د خپل خسر ګنی  د کوم  حقوقی او قانونی جوازه  د« دزد سر افګند» جعل نامه یی خپور کړی دی او د قراینو  داسی ښکاری چی د هغه خسر ګنی  هم د مفید دغه کړنی  غندی.

 زه باور لرم چی  د  دا شان  اتهامونو  او فرهنګی جعل او دسیسو لړی به  دوام پیدا کړی او په همدی لړی کی د مفید دا  ناروا لیکنه به د هغه پای ټکی هم نه وی. نو د افغانستان ټولو فرهنګیانو او فرهنګپالو  ته پکار ده چی پرته له تعصبه  دی د فرهنګی جعل  مخ نیوی وکړی او د مدنی  خوځښتونو په چوکات کی  هغه شنډ کړی .

 1

د حمید مفید دا جعل نامه د هغه توطیی بربنډ ښکارندوی دی کوم چی د لایق صاحب پر ضد دده د سیاسی ژوند په بهیر  دده د استعداد ، قلم او هوښیاری پر ضد په هماغه توتالیتار ګوند کی روانه وه.لیکن دا ځل دوی د سیاسی جعل نه فرهنګی جعل ته  ور وا وختل . اوس نو فر هنګیانو او فرهنګپالو ته پکار ده چی  د موږ د سر لوړی هدف او فرهنګ د دفاع لپاره مفید او مفید رنګه داړه ماران د خلکو او تاریخ په مخ بر بنډ  او لوڅ کړی.

پای

 http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/8359

https://www.facebook.com/groups/spedadagh/

http://www.kabulnath.de/Sal-e-Nohum/Shoumare_206/Dr.%20Khakestar.html

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *