د حنان بارکزي د شاعري اکثره ښه بیتونه هغه دي چې د مدعا مثل صنعت پکې راغلی دی. یو وخت مې ( د حنان بارکزي مدعا مثلونه) په نوم یوه مقاله ګۍ ولیکله چي د حنان د هنر اصلي اړخ پکې معرفي شي خو یوه خبره مې په زړه غوټه پاتې شوه او هغه دا چې د حنان بارکزي د دیوان دوه بیتونه چې د هغه تر نورو ګردو بیتونو مې زیات خوښېږي، په ذکر شوې مقاله کې ځای نه شول، ځکه د مدعا مثل صنعت پکې نه و.
د حنان یو هغه بیت چې ډېر ښه راباندې لګېږي، دا دی:
که هر څو میخانې غواړم نه یې مومم
هغه می چې په پیاله کې د ځوانۍ وو
متل دی وایي ، خواړه د لوښي له مخه خوړل کېږي. می هم د ځوانۍ په پیاله کې خوند کوي.
د حنان بل بیت چې ډېر ښه راباندې لګېږي، له مکتب سره تعلق لري. حنان وایي:
زړه مې ستا له لاسه هر ساعت خراب دی
لکه وکه په مکتب کې مرغه ځاله
د میرزا حنان په دیوان کې د مکتب ذکر څو ځایه نور هم شوی دی.په مکتب کې ممکن مرغه ځاله وکړي خو دا ځاله به د ماشومانو له لاسه همیشه ورانه ویجاړه وي.
میرزا حنان بارکزی د کندهار د سیمې د نولسمې پیړۍ شاعر دی. له لیکوال او څیړونکي عبدالنافع همت څخه مې اوریدلي دي چې قبر یې سپین ږیرو ته معلوم دی. کاشکې ورغیږي او د زمانې د مکتب له ماشومانو خوندي پاتې شي.