تاند- د محمد حنیف اتمر په مشرۍ انتخاباتي ټیم نن (پنجشنبه) اعلان وکړ چې د سولې د پروسې له کبله د هیواد د بدلېدونکي سیاسي وضعیت او د حکومت د غیرقانوني اقداماتو په خاطر د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کمپاین نه کوي.

د اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ډلې ویلي چې د هیواد بدلېدونکو حالاتو ته په کتو خپل رول پر له پسې ارزوي او د راتلونکو سیاسي حالات ته په پام به لازمې پرېکړې وکړي.

د دې ټیم په اعلامیه کې ویل شوي«لکه څنګه چې زمونږ هېوداولو ته څرګنده ده، د حاکم ټیم له لوري د انتخاباتي کمپاینونو د پیلیدو په دې یوه اونۍ کې دا ملي بهیر زیایمن شوی او د خلکو باور د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په تړاو په بشپړه توګه له منځه تللی دی. له بل پلوه امنیت د سمو او ټولشموله ټاکنو د ترسره کېدو لپاره یو مهم عنصر ګڼل کیږي، له بده مرغه امنیت هم ورځ تر بلې خرابیږي»

د اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ډلې دا اعلان په داسې حال کې وکړ چې باوري سرچینې وايي، د دې انتخاباتي ټیم په منځ کې اختلافات اوج ته رسېدلې او عملاً دا ډله سره پاشل شوې ده.

تېره اوونۍ قانوني هڅه وکړه چې عطا محمد نور راضي کړي خو داسې ښکاري چې لا هم د صدارت د چوکۍ پر سر اختلاف پر خپل ځای پاتې دی.

نور ویلي چې باید په لومړنۍ انتخاباتي غونډه کې ده ته د صدراعظمۍ چوکۍ اعلان شي. دا په داسې حال کې ده چې د دې چوکۍ لپاره د اساسي قانون بدلون ته اړتیا ده چې د ولسمشر له وسه پورته مسله ده.

راپورونه وايي چې ښاغلي اتمر د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ته ویلي چې د صدراعظمۍ چوکۍ په لویې جرګې پورې اړه لري او که په انتخاباتو کې بریالی شو، لویه جرګه به راوغواړي چې په اساسي قانون کې تغییر راوړي خو نور دا خبره نه مني.

د اتمر لومړي مرستیال یونس قانوني ته نژدې سرچینې وايي چې قانوني د عطامحمد نور د دریځ ملاتړ کوي او وايي که اتمر خپل دریځ بدل نه کړي، له مرستیالۍ به تېر شي.

ګومان کېږي چې عطامحمد نور او یونس قانوني به د احمدولي مسعود په مشرۍ له ملي وفاق ډلې سره ملګري شي.

قانوني پخوا لا ویلي و چې د اتمر مرستیالي مني خو اصلي کاندید به یې احمدولي مسعود وي.

تر دې وړاندې څو وړو ډلو د اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال له ډلې سره خدای پاماني کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *