تېره اونۍ د هېواد د تیاتر، سینما او تمثیل یو بل روڼ ستوری پرېوت او نامتو کمېډین حنیف همګام له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
حنیف همګام په کال 1962 (1341 هـ.ش) کې د غزني ولایت په بکاول نومي کلي کې د سید محمد طاهر په کاله کې زېږېدلی و. لومړنۍ زده کړې یې د جمال مینې په ښوونځي کې بشپړې کړې، د دوولسم ټولګي فراغت پاڼه یې د غازي له عالي لیسې څخه واخسته په پای کې یې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د تیاتر او سینما څانګه ولوسته او بیا د عملي کارونو دنیا ته لاړ.
حنیف همګام د خپل هنري ژوند ډېره برخه په بېلابېلو فرهنګي موسساتو کې تېره کړه ده. (ملخک یکبار جستي، دوبار جستی، آخر بدستی!) هغه لومړنی لنډ مستند فلم و چې ارواښاد همګام پکې رول لوبولی دی. د (به سوی روشنایی) په فلم کې د یوه دردېدلی پلار په توګه څرګند شوی او په (جشمان سرګردان) کې د انسانانو په قاچاق کې پیسې ګټي!
هغه وخت چې مجاهدین کابل ته ننوتل او عمومي چور ګډ شو، حنیف همګام ایران ته لاړ.
ده هلته هم ژر کار وموند او د (خورشید بر نیزه) سریال د اصلي کرکټر په توګه غوره شو. دا سریال په ایران او افغانستان کې په ملیونونو خلکو کتلی دی. همګام له دې مخکې یا شا ته په دوو هنري فلمونو کې د اصلي کرکټر په توګه کار کړی چې دواړه د خلکو خوښ شوي دي: (جادوګر) د ښاغلي جوانیشیر حیدري فلم او (دیار) د ښاغلي عارف ببریا کار.
کله چې همګام بېرته کابل ته ستون شو، تر هر څه لومړی یې درې هنري او مستند فلمونه ډایرکټ کړل، په رسنیو کې یې طنز او کمیډي خپرونې پیل کړې او په څو نورو فلمونو کې یې لږ یا ډېره برخه واخسته چې په دې لړ کې نامتو هندي فلم (کابل اکسپریس) د یادولو وړ دی.
کابل اکسپرس حنیف همګام ته ستونزې هم جوړې کړې. کله چې دا فلم کابل ته راغی، یو شمېر هزاره ښاریانو او د هغوی تنظیمي مشرانو غبرګون وښود او دا فلم یې د هزاراه ګانو په ضد یو ډول تبلیغاتي کمپاین وباله.
همګام د دې فلم په یوه صحنه کې د کابل د کورنیو تنظیمي جګړو د کیسو په یوه برخه کې یوې سیمې ته ګوته نیسي او وایي چې دا هغه ځای دي چې ملیشو به د انساناو په سرونو کې میخونه وهل!
دا ستونزه هغه وخت مصلحت پال ولسمشر حامدکرزي حل کړه، د فلم دوه- درې دیالوګونه یې ویستل او د معترضینو خوله پټه شوه.
په طلوع تلویزیون کې د (زنګ خطر) اونیزه طنز خپرونه چې همګام په 2004 کې پیل کړې وه چې څه باندې لس کاله خپرېده. په دې خپرونه کې همګام د څو نورو ممثلینو په ملتیا، د تمثیل او سندرو له لارې د ټولنې او دولت نیمګړتیاوو ته ګوته نیوه او د نامتو ترکي طنز لیکوال عزیزنسین په وینا، که څه هم چې دې ډلې په خپله د زړه وینې خوړې؛ خو د خلکو په سپیرو شونډو یې د موسکا او خندا ګلان ټوکول!
همګام غوښتل چې د دې خپرونې له لارې د خلکو غږ د حکومت تر غوږونو پورې ورسوي.
حنیف همګام د زنګ خطر خپرونې له بندېدو څخه وروسته یوه ستدیو جوړه کړه چې د فلم اخستنې، انځوریزو خپرونو، ایدیت او تبلیفاتي ویدیو کلیپونو کارونو پکې کېدل؛ خو مرګ وار لومړی کړ او همګام یې له خپلو ټولو انساني ارمانونو سره، له خپل هېواد، خلکو او کورنۍ څخه جلا کړ.
حنیف همګام نژدې دوه میاشتې مخکې مغزي سکته کړې وه.
که څه هم چې دی څه موده د کابل په سردار محمد داوود خان پوځي روغتون او هند کې بستري و؛ خو ناروغي دومره ژوره وه چې له کوما څخه اوچت نه شو او تېره شنبه په حق ورسېد.
حنیف همګام د افغانستان د سینما، تیاتر او طنزي خپرونو، خورا زړور او ژبور کمیدین و چې تشه به یې تر ډېره په آسانه ډکه نه شي!
 
 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *