د بېړني خپراوي لپاره

د تلې لومړۍ نېټه ، ١٣٩۶

د هېواد اساسي قانون؛ پر سرتاسري او رڼو ټاکنو ټینګار کوي. هغه مهال ټاکنې سرتاسري ګڼلی شو، چې پایله یې د ګڼ شمېر افغانانو د رایو پر بنسټ ولاړه وي. موږ له دې وړاندې دوه ځلې د ولسمشرۍ او دوه ځلې هم د ولسي جرګې لپاره ټاکنې درلودې، چې هر ځل مو ټاکنې د تېر په پرتله له زیاتو ننګونو سره مخ شوې دي.

له ډېره انتظار وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون يو ځل بيا د ولسي جرګې د ټاکنو مهالوېش اعلان کړ، خو لا هم اندېښنې پر ځاى دي او داسې ښکاري، چې کمېسیون د کمزوري مديریت او حکومت د نه پاملرنې له امله د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو چارې ته د عمل جامه نه وراغوندي.

له بده مرغه حکومت په بېلابېلو بهانو له یادې چارې ځان شاته کوي. که چېرې نوى ټاکل شوى کمېسیون د دې جوګه نه وي، چې په ښه توګه د ټاکنو د اصلاحاتو چاره تر سره کړي او د ټاکنو حوزې کوچنۍ نه کړي، نو دا پوښتنه راولاړيږي چې کمېسیون د څه لپاره نوی او له سره انتصاب کړل شو؟

د افغان سمون ټولنه یو ځل بیا د ټاکنو پر کمېسیون غږ کوي، چې افغانان تش په نامه ټاکنو ته اړتیا نه لري، بلکې د ولسي جرګې ټاکنې باید په داسې توګه ترسره شي، چې استازي يې د ګڼ شمېر سیمو د خلکو په خوښه ولسي جرګې ته لاره پيدا کړي.

له حکومت په جدي ډول غوښتنه کوو، څو د افغانستان له موجوده اکثریتي سیستم څخه پر حوزوي سيستم (تک کرسي) د بدلون په اړه کړې ژمنه، چې په تخنیکې لحاظ ورته First Past The Post (FPTP) وایي، عمل وکړي او د افغانستان د ۲۵۰ استازو څوکۍ دې د ښځو، کوچیانو او یوه څوکۍ د اهل هنود له ونډې څخه پرته په کوچنيو حوزو باندې ووېشي، ترڅو په پارلمان کې د هرې سیمې استازولي شتون ولري او څوک ځان محروم ونه ګڼي.  

موږ له ولسمشر او اجرائیه مشر په کلکه غوښتنه کوو، څو پر کمېسیون فشار راوړي چې  په خپلو مسووليتونو کې سرغړونه او ناغېړي ونه کړي. موږ د ټاکنو له کمیسیون غواړو، چې که چېرې په ټاکل شوې موده کې د غوره ټاکنو ترسره کولو وس او وړتيا نه لري؛ له خپلو دندو دې په درنښت استعفاوې ورکړي، څو پر ځاى يې وړ او تکړه کسان دغه دروند مسووليت پر غاړه واخلي. نه غواړو چې تېرې تجربې بيا ځلې تکرار شي او د چارواکو د ناسم مديريت له امله مو د ټاکنو پر ملي لړۍ د هېوادوالو او نړيوالې ټولنې د باور کچه لاپسې راټيټه شي.

که چیري حکومت خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي او سر له اوسه ټاکنو ته بشپړ چمتووالى ونه نيسي نو موږ به له هرې ممکنه، مشروع او سوله يیزې لارې پر حکومت فشار راوړو، څو ټاکنې پر خپلې اعلان شوې نېټې ترسره او همدارنګه د (تک کرسي) سیستم هم په جدي توګه په پام کې ونیسي.

“افغان سمون ټولنه” چمتو ده، له حکومت سره د ټاکنو اړوند هر ډول مشروع او قانوني همکاري وکړي. چمتو يو چې له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره د رڼو، اغېزناکو او بې پرې ټاکنو ترسره کولو لپاره خپله هر اړخيزه طرحه شريکه کړو.

د ملي، مدني او بې پرې بنسټ په توګه غواړو چې ملت ته د منلو وړ ټاکنې ترسره شي، څو داسې ولسي جرګه او ولسواليو شوراګانې ولرو، چې د خپلو خلکو ښه او غوره استازیتوب وکړی شي.

د ازادو، رښتينو، رڼو او سرتاسري ټاکنو په هیله.  

د اړتيا پر مهال له (۰۷۹۵۵۳۴۰۳۱) او (۰۷۰۸۱۲۹۱۰۰)  شمېرو سره اړيکه ونيسئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *