دا خو به سره منو چې د جګړې وروستۍ حل بیا هم د افهام او تفهیم له لارې صورت نیسي. که هر څومره هم جګړه دوام وکړي نو بیا يې هم که څوک د حل غوښتونکی شي نو مذاکري ته به سره کېني، کېدایشي دا مذاکرات پخپله د جګړي ښکېل لوري وکړي او یا هم کېدایشي دریم ګړی يې  په یوه دریم ځای کې، سره را ټول کړي. همداسي د حزب اسلامې مسئله هم ده.

کلونه وشوه چې حزب اسلامې په افغانستان کې د جګړي د یو لوري په توګه څرګدېږي، په داسي حال کې چې په تېر کې يې د روسي پر وړاندې له جهاد نه هم څوک منکر نه دي. پدې يې خبره نه کوو، چې ګلبدین حکمتیار څومره وخت او په څه لامل يې مخالف لوري کې، قرار لره؟ ځکه د دې ډول پوښتنو ځواب مېندل پرځای د دې، چې مسئله حل شي لا يې خرابه وي. که غواړو دیر څه تر لاسه کړو نو لږ څه باید له لاسه ورکړو.

له حزب اسلامې سره د سولې خبري د پخواني ولسمشر د واکمنۍ پرمهال پېل شوي وي، ولي کله چې ولسمشرغني د واک چاري واخیستي نو دا خبري لا تېزي شوي، سره له دې، چې د نوی حکومت سره سیاسي اوضاع هم په داخل او هم د سیمې له هیوادونو سره خړي پړي شوي، مګر ښه اقدام او لویه لاسته راوړنه به له ګلبدین حکمتیار سره د سولې مذاکرات وي.

د دې مذاکراتو لپاره په اسلام آباد، کابل او قطر کې څو  اړخېزي ناستې هم وشوي. دې ناستو ځکه ښې پایلي نه لرلي، چې بیرونې لاسونه پکې وو او هڅه کېده اوبه خړي او ماهیان ونیسي، خو په هر حال یوه دروازه يې د افغان حکومت لپاره پرانیسته. کله چې له حزب اسلامې سره د خبرو پروسه د ولسمشر غني په خبره [بین الافغاني] شوه نو لا يې ښه دوام ولره او بالاخره د سولې تفاهم لیک د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شو.

حکمتیار په را لېږلي ویډیوي پېغام او ولسمشر غني مخامه په یوه غونډه کې، خپل درېځونه څرګند کړل، لومړی شرط د ګلبدین حکمتیار دا وو، چې د ده نوم باید د امریکا له تورلیست نه ووځي زما په اند دا يې حق هم وو، ځکه حزب اسلامې له افغان حکومت سره ستونزه لرله، نه له امریکا سره نو د امریکا په تور لیست کې، د حکمتیار شاملېدل څحه معنی وه.؟

کله چې، ستونزه [بین الافغاني] ده نو باید بین الافغاني حل لاره هم ورته وکتل شي. کله چې د جګړي خواوي زیاتې وي نو په داسي حالاتو کې، که یو لوری هم له جګړي لاس اخلي دا یوه لویه لاسته را وړنه ده. زه دا نه وایم، چې له حکمتیار سره دې حساب کتاب نه کېږي، بلکې په هغو کسانو کې چې ولس ته د حساب کتاب ورکونې غوښتنې کې دي یو زه یم. خو دا په کومو حالاتو کې، کله چې د جګړي لوری یو وي او د دې اطمنان هم موجود وي، چې نوري کړۍ به په کې لاسوهنې نه کوي. په اوس وخت کې دا اطمنان څوک ورکولی شي.؟

اوس افغانان تر بل هر وخت له جګړي ستړي او د سولې غوښتونکې دي، نو د دې لپاره چې د جګړي یو عامل مو  مهار کړی واوسي دا هم لویه خبره ده. د حزب اسلامې سره سولې له امله به حتمي  ده چې ځېني زیانونه او ځېني ګټې موجودي وي، خو فکر به وکړو، چې زیانونه ډیر دي او که ګټې بیا به یوې پایلي ته ورسېږو.

لومړی ګټي:

لومړی: وړاندې مو یادونه وکړه، چې له حکومت سره د جګړي یو لوری حزب اسلامي ده، نو د ګلبدین حکمتیار سه به دا ډله تر ډیره له جګړي لاس په سر شي او تر یوه بریده به شته نا امنۍ را کمي شي.

دویم: د حزب اسلامې د سولې د تړون اغېز ممکن په افغانستان کې د روان ناورین په ډیرو نورو خواوو هم وشي او دا د افغان سولې لپاره یوه دروازه شي، خو دا به حله لا روښانه شي، چې نړیواله ټولنه او دولت له حزب سره د سولې تفاهم لیک سره سم وړاندې تګ وکړي.

دریم: د جګړي هغه خواوي، چې سولې ته مایله دي لا د اطمنان احساس وکړي او خبرو اترو ته به له افغان دولت سره کېني. د حزب ګوندچې یو پراخ نفوده ګوند دی د انتخاباتو پروسیجر کې، د شفافیت لامل شي. سیاسي ګوندونه به د یوي دیموکراتېتکي لاري واک ته لار پېدا کړي.

څلورم: لکه اوس چې په هیواد کې، څو ګوندونه فعال دې ممکن دا یوازي په دوو ګوندو بدل شي، یعنی نور به هم وي خو یوازي دوه به پ کې، خورا وتلي وي چې دا د انتخاباتو بهیر اسانه کولی شي.

پېنځم: د حزب اسلامې ډیر فعال غړي همدا اوس هم په پاکستان کې دي، ممکن په کرار کرار افغانستان ته را وخوځېږي چې ورسره به د پاکستان د مداخلي شونتیا کمه شي.

شپږم: به دې سره د افغان دولت بېخ او بنیاد لا تقویه او محکم شي او کله چې دا کار وشي نو، باندنې سیاست ته به لا ښه دوام ورکړل شي.

اتم: حزب اسلامې په افغانستان کې، یوازیني ګوند دی چې د هیواد په ګود ګوډ کې، فعاله غړي لري او اوس يې هم زیاته کچه افغانان پلویان دي نو د سولې یو ښه پړاو به شي.

زیانونه:

لومړی: د ځینو اقلیتونه له نظره حکمتیار په افغانستان کې، د جګړي یو عنصر او عامل دی او تر هغي چې حساب کتاب ورسره ونه شي نو، باید له امتیازاتو باید هم محروم وي، دا هغه مورد دی چې لږ ستونزي زېږولی شي.

دوهم: کېدای شی د شمالې ټلوالی مخالفتونه لکه دا اوس، چې جریان لري لا زور واخلي:

دریم: ممکن حکمتیار هم د خپل نفوذ ن په ګتې اخیستنې، کرار کرار  په دولت کې، د لوی سهم غوښونکی شي.

پایله:

کله چې، کلونه جګړه دوام کوي او افغان ولس په کې، ځپل کېږي نو پداسي حالاتو کې، له یوي خوا هم هڅه کېږي غچ واخیستل شي او له بلي خوا هڅه کېږي، د افهام او تفهیم یوه لاره و پلټې. پکار دا ده چې په دواړو حالتو کې يې عواقبو ته تر ټولو ډیر پام وشي. نو که مونږ افغانان غواړو  که غواړو، چې د جګړي په زیاتو عنصرونو کې مو حد اقل یو عنصر مهار کړی واوسي، د سولي په مقابل کې زیاتو قربانیو ته چمتو واوسو نو پکار ده، دغه ډول ترخه ذقم هم له خولي تیر کړو. په دې سره د هغه لاسوهنو مخه هم تر یوه بریده نیول شوي وي، چې فکر کېږي خارجي عنصرونو له حکمتیار نه په ګټې اخیستني په افغانستان کې، جګړه جاري ساتلي وه او له بلي خوا به په لویه کچه د [بین الافغاني] سولې او خبرو اترو ته ور پرانیستی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *