له کله راهيسې چې  نړيواله ټولنه په افغانستان کې ښکېل شوه، د سخت دريځو او ترهګرو سره پر جګړه بوخت و، د اسلامي حزب رهبر  هم د جګړې پرېکړه وکړه، د افغان دولت  او نړيوالې ټولنې چې مشري يې د امريکا پر غاړه وه، د جهاد اعلان وکړ.

د ځينو پېښو مسووليتونه هم د اسلامي  حزب  ډلې پر غاړه واخيستل، په داسې حال کې چې د شمال لنډغر کابل ته راغله او له حامد کرزي سره يې د واک پر سر پړی کېښود.

نژدې نوي سلنه واک د شمال ټلواګرو سره و،  کله چې د سولې عالي شورا منځ ته راغله نو استاد برهان الدين رباني د سولې د عالي شورا مشر  شو.

 د ټلواګرو  بنسټ لا قوي شو، هم يې د جګړې طرف په خپل لاس کې ونيو او ورسره يې د سولې   او پخلاینې طرف  يې هم  د ځان کړ، نو له دې امله طالب جنګياليو  خپلو جګړو ته زور ورکړ،  د هغوی استدلال هم پر ځای و، ځکه استاد رباني د جګړې طرف و، خو حامد کرزي  د سولې په چوکۍ کېناوه او د سولې هيلې يې  نيم ژوانده کړې.

د اسلامي حزب رهبر هم افغان دولت  ته ګواښ وکړ، چې که بهرني ځواکونه له هيواد څخه ونه وځي، نو تر هغو به د جګړې لار پرېنږدي،  د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال هم د اسلامي حزب استازي  کابل ته د خبرو لپاره راغله، هغوی  د سولې عالي شورا سره خبرې  وکړې، خو څنګه چې  هغه مهال د  سولې لپاره قوي اراده موجوده نه وه،نو ځکه هر ځلې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې.

نورو وسله والو ډلو هم خپلو بريدونو ته زور ورکاوه،  خو د اسلامي  حزب رهبر چې د افغانستان  مخکښه جهادي څېره  ده، نورو وسله والو ته هم ددې ځواک ورکاوه چې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې پر ضد وجنګېږي.

نژدې يوه لسيزه وشوه، چې ګلب الدين حکمتيار له افغان دولت سره پر جګړه بوخت دی، کله چې ولسمشر محمد اشرف  غني  د ارګ چوکۍ تر لاسه کړه، نو د سولې د را وستلو په برخه کې يې بنسټيز کار وکړ او پير سيد احمد ګيلاني يې د سولې د عالي شورا مشر وټاکل، چې  پير سيد احمد ګيلاني  ډېرو وسله والو ډلو ته د منلو وړ ده، ځکه پير سيد احمد ګيلاني هم يوه جهادي څېره ده، چې په خپل منځي نښتو کې يې کوم رول نه درلود.

د پير سید احمد ګيلاني له ټاکنې وروسته  سمدواره د سولې خبرو نتېجه ورکړه او وروستي پړاو ته رسېدلې دي، د ګلب الدين حکمتيار په راتګ سره نورې وسله والې ډلې هم خپل جنګي مرال له لاسه ورکوي او د حزب اسلامي حزب  هغه نوموتي قوماندانان چې تر اوسه يې په دولت کې کومه رسمي دنده نه درلوده، هغوی  هم پر دولت راټولېږي، څنګه چې اسلامي حزب   افغانستان شموله حزب دی، پښتون، تاجګ، هزاره، ازبک، ترکمن ټول په دغه حزب کې شامل دي، نو دسولې په برخه کې  مهم رول لوبولی شي.

اوس به افغان دولت يواځې او يواځې  طالب وسله والو او داعش ځپلو ته وزګار شي، خو  نه طالبان په خلکو کې دومره نفوذ لري، چې په يواځې ځان ټول نظام وننګوي او نه هم د داعش جنګيالي په خلکو کې محبوبیت لري، چې د نظام په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي.

د حکمتيار په راتګ سره به نور ډېر جنګيالي هم د جګړې ليکې پرېږدي او سولې ته به ترجيح ورکړي، ځکه چې ګلب الدين حکمتيار  د هيواد په کچه په خلکو کې ځانګړی ځای لري،  دا چې اوس د سولې په پروسه کې شامل شو، نو د شمال لنډ غر لا سر له اوسه په وېره کې دي، محقق، خليلي او ځينې نور جنګسالار د حکمتيار له راتګ سره ځکه جوړ نه دي، چې حکمتيار د همدغه جنګسالارانوته  يو سرخوږی دی،  همدغه جنګسالاران نور په دولت فشار نه شي  واردولی، چې دوی ته زیاته ونډه ورکړي، ځکه حکمتيار هم باید په دولت کې خپله ونډه ولري، تر څو خپل جنګيالي په ځان راټول کړي او هغوی ته قناعت ورکړي، چې جګړه پرېږدي اود سولې لار خپله کړي.

همدارنګه که چېرته  حکومت حکمتيار ته په دولت کې  ونډه ورکړي، نو نورې وسله والې ډلې هم د جګړې پر ځای د سولې لار خوښوي.

د اسلامي حزب د رهبر راتګ په ټولو جنګي ډلو مهم اغېز لري،  دهغوی جنګي مرال ټيټيږي او د افغان دولت سره د خبرو په هڅه کې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *