محمد همدرد

دامریکا او متحدینوپه مرسته د پخواني ولسمشر حامدکرزی په مشرۍ چې کوم حکومت جوړسو په لومړي ځل دبن په غونډه کې لویه اشتباه داوه چې طالبان او حزب اسلامي یې نفي کړل او دهغوی سره یې قاطع دریځ اعلان کړ.

دنوي حکومت په جوړېدو سره څو کلونه وروسته چې جګړې په افغانستان کې زور واخیستی دسولې خبرې هم ورسره پیل سوې.

ددې ترڅنګ دسولې عالي شوراجوړه سوه، خو په رهبرۍ کې يې داسې کسان راغلل چې ټول افغانانو به همدا ویل چې، د غه خلک چې د شورا په سر سر کې واقع دي اصلاسولې ته ژمن نه دي او همداسې وسول، په تیرو ۱۴ کلونوکې دسولې شورا څخه چېه کومه طمعه کیدل هیڅ لاس ته راوړنه یې نه درلودله.

بيا یوشمېر افغانانو داهم ویل چې دسولې په شورا کې چې کومې پیسې مصرف سوې که دا چیرې په امنیتي برخه کې پر امنیتي ځواکونومصرف سويوای نو تر دې به څو چنده ډېره لاسته راوړنه وای او دولت به مختګ کړی وای، خو کله چې داشرف غني په مشرۍ نوی حکومت جوړسو نو ددې شورا په رهبرۍ کې هم تغیر راغی چې ورسره د خلکو هېلې بيا وټوکېدې.

د سولې شورا کې يو بل نوښت چې د خلکو تمې يې ډېرې کړې دا وه چې د يادې شورا په سر کې د پیر صاحب راتګ،دسولې د عالي شورا ددارلانشاه لپاره دښاغلي رفیقي راتګ هغه څه وو چې د سولې پر شوراباندې یو څه باورپیداسو، ددوی په راتګ سره دطالبانو سره د خبرو لپاره پرلپسې څو ناستېپر کور دننه او دباندې وسوې.

په وروستيو کې د سولې د شورا ښه لاسته راوړنه او د افغانانو لپاره ښه خبر داسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیارسره خبرې وې چې ددې خبرو لړۍ په ډېر ښه ډول مخ ته تلله او اوس داسې ویل کیږي چې د ښاغلي حکمتیارسره خبرېپای ته رسېدلي چې داپخپله دسوله خوښونکو افغانانو لپاره یوښه زیری دی.

اوس خبره داده چې یو تعدادخلک دسولې په هکله ضداو نقیض څرګندونې کوی او مختلف نظرونه لري.

څوک وایي چې د۱۵ کالو لاس ته راوړنې دې وساتل سي،څوک وایي چې ددولت مخالفووسلوالو سره دې له زوره کارواخلي او جګړه دې ورسره وسيچې داډول څرګندونې پخپله دسولې  لپاره خنډونه جوړوي.

زما په اند زموږ سوله قیمت نه لري، موږ په جګړې کې ګټه نه سو ترلاسه کولای، زموږ ولس هم نور دجګړې طمعه نه لري او نړیواله ټولنه هم دافغانستان په جګړه کې ناکامه سوله.

کله چې دحکمتیارخبره کیږي نو يو شمېر خلک بيا وايي، چې داجنګسالاران باید محاکمه سي خو زه بیاداوایم په هغه اینه کې چې یو تعداد خلک ورته ګوري ترحکمتیارډیر داسې کسان په اوسني نظام کې سته چې په کورنۍ جګړه کې یې ډیر افغانان وژلي، په قدرت کې دخیل دي او د واک پر ګدۍ ناست دي.

د جنګسالارانو د محاکمې خبره هغه خلک کوي چې، دافغانستان په سرتاسري سوله کې د هغوی ګټې نسته او دوی له اوسني حالت ګټه پورته کوي.

ددې پرځای چې موږدغه ډول ضداو نقیض څرګندونې وکړو باید پر سولې باور ولرو او موږ په هرقیمت چې کیږي هم باید له ښاغلي حکمتیارسره خبرې وسي او هم له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وسي ترڅو په دې هیوادکې افغانان خپلو هیلو ته ورسيږي.

اوس ټول دېپايلې ته رسیدلي یو چې هم دولت او هم ددولت وسله وال مخالفین چې په زور او جګړه نه سو بریالي کیدای د حل لاره يواې سوله ده او بس.

زه خو پخپله په دې نظریم چې که چیرې زموږ سوله بین الافغاني سي او دبهرنۍ مداخلې څخه خلاصه سي نو دسولې ښه  بهیر به  وه لرو حتما دې وطن ته سوله راځي.

زه دیوافغان په توګه هغه افغانان چې د ټوپک په زور نازیږي هغه دې نورپه دې مظلوم ملت زړه وسوځوي، نوربس دی افغانان له تېرو څلویښتو کالو راهیسې دجګړې په اورکې سوځیږي، دا ملت تباه سو، هره ورځ ویر او ماتم دی، هره ورځ میندې او خویندې په سرو سترګو ژاړي.

په هېواد کې د دوامداره سولې په هېله!

۱۳۹۵ل / ۲ / ۲۸

One thought on “د حکمتیارراتګ/ سردار محمد همدرد”
  1. ښاغلیه همدرد صاحبه مننه له دې مثبت نظر څخه «د دې پرځای چې مونږدغه ډول ضداو نقیض څرګندونې وکړو باید پر سولې باور ولرو او موږ په هرقیمت چې کیږي هم باید له ښاغلي حکمتیار سره او هم له وسله والو طالبانو سره خبرې اترې وسي ترڅو په دې هیوادکې افغانان خپلو هیلو ته ورسيږي»۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *