تاند- د افغانستان د سولې د عالي شورا سرچینې وايي، د حکمتیار اسلامي حزب د سولې او پخلاینې په بدل کې، په حکومت کې ونډه غواړي.

د حکمتیار استازي په کابل کې دي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې او پخلاینې پر احتمال خبرې وکړي.

د سولې د عالي شورا سرچینې وايي چې د حکمتیار ډله په ملکي او پوځي ادارو کې خپل ګوند ته برخه غواړي.

د ښاغلي حکمتیار استازي د سولې له عالي شورا سره په خبرو بوخت دي.

د سولې د عالي شورا یوه غړي ازادي راډیو ته د نوم د نه خپرېدو په شرط پرون /چهارشنبه/ وویل:«په دې مرحله کې اسلامي حزب غواړي چې د حکومت شریک واوسي، دوی غواړي چې په ملکي او پوځي اورګانونو کې چوکۍ ولري.»

د سولې عالي شورا روانه اوونۍ ویلي و چې په درو – څلورو ورځو کې به د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې او پخلاینې په برخه کې نهايي نتیجې ته ورسېږي.

د سولې عالي شورا وايي چې د حکمتیار د اسلامي حزب پر وړاندیزونو غور کوي.

د حکمتیار د اسلامي حزب ترڅنګ د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې هم د افغانستان له حکومت سره پخلاینې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

خو د طالبانو لویه ډله، چې مشري یې ملا اختر محمد منصور کوي، تراوسه پوري د سولې له خبرو سره مخالفت کوي.

5 thoughts on “د حکمتیار اسلامي حزب په پوځي او ملکي ادارو کې ونډه غواړي”
  1. السلام علیکم ۰۰۰ خدای ج وکړی خفه نشی حزبیان چی حکومت کی ونډه غواړی ولی یی دا ۱۴ کاله جنګ کولو ولی وینی بهولی په سر روان ده او که په کونه دا څومره بی عقل خلک ده ۰۰۰ له مسعود سره دوی جنګ وکړو او دی طالبانو غضب ددوی دجنګ نتیجه وه دا دومره عذاب چی په افغانستان راغلی ددوی له لاسه الله الله الله دحزب اسلامی دتنظیم ریشه مه فاتی کوی داڅومره رزیل تنظیم ده نه مسلمانان ده نه نه اسلامی هدف لری۰۰۰۰

  2. مولوی سرفراز صاحب تجدید نظر وکړه دافغانستان حکومت شیعه ګانو چور کړ حزبیان ښه ده چی حکومت کی ننوځی جهاد ته خو یی طالبان نه فریږدی ۰۰۰ وایی له تس ناستی نه دلور زیږول هم ښه ده دا خو طالبان ساده ګان ده چی خپل اضافی ملګری دولت ته نه لیږی ۰۰۰۰او په خپل منځ کی جګړه کوی په سیاست نه پوهیږی چی ملا رسول او ملا منان نیازی ته یی تحریک کی کار نه ورکاوه ورته به یی دستور ورکړی و لاړ شی دولت کی زموږ لپاره کار وکړی ۰۰۰ شیعه ګانو ته ګوری یو نفر یی نه وږل کیږی او کابل او هیواد کی یی ورځ تر بلی نفوس زیاتیږی اخر به دیمن او سوریه قضیه تری جوړه شی

  3. مولوي سرفیراز! دیوه پلوو ننګه مکوۍ۰ افغانستان یوه ګوند اویوه سړي نه دئ وران کړئ، ټولو سیاستوالو ئې په ویجاړولوکې دزړه له کومې برخه اخیستې ده، خوهغه چې ډیر، ډیر ئې دا ملک وران او وګړي ئې په زړونو د تل لپاره پراري،پراري کړل هغه کسان: مسعود، مزاري دحزب وحدت چې تر ننې ورځې ئې محقق ایران ته قق کوي او دسرو زروهګۍ ورته اچوي، حاجي دوستم چې اوباما ته دزړه له کومي سلامونه استوي،( چې ملیشې دې مه وباسه، زما زړه لا دليلي په دښته کې سوړ نه دئ۰)، عبدالله چې په یوه هیواد کې دوې پاچائي غواړي، که په رضا نه کیږي( نو جان کیري لالا خوشته)، عطا نور چې ځان ئې لکه فرعون په زور دیوه ولایت خدای جوړ کړئ او داسې نور پردي پاله چوپړ چې نومونه ته ئې اړه نشته۰
    که خبره دجهاد وي، جهاد یوازې وینې تیول، وژل، حلالول، بې کوره اوکلي کول نه دئ۰
    له کوره ورکیدل،له مور،پلار، خویندوـ ورونو بیلیدل، په پردي کلي کې په خاورو، دوړوکې تغوړیدل او ژوند کول،لوږه او تنده تیرول،له تودو اوسړو بادو سره مخامخ کیدل، په مورنۍ ژبه باندې دې دپردوخندالیدل، خپلې ټولې خوږې هیلې له لاسه وکول۰۰۰داجهاد ندئ نو دا څه دي؟۰
    مولوي سرفیراز: پریږدئ چې ټول افغان سره یووي او په سوله کې ژوند وکړو۰ او دغه نفاق چې زمونږ ځانپالونکوو ګاونډیانو په مونږ کې اچولئ دسولې له لارې لرې کړو۰
    مړه دې وي دافغان ولس دښمِن۰

  4. مولوی صاحب سرفراز چه کومه خبره کوی بلکل حقیقت وایی تاسی وگوری دجهاد په سرو شپو کی خزب اسلامی به همیشه پر نورو مجاهدینو حملی کولی نورو جبهاتو به شورویانو باندی حملی کولی مگر حزبیانو به پر مجهاهدینو حملی کولی داددوی جنایت به دهیچا هیر نشی ٫ زه شخصا ددوی دحملو شاهد وم دجهاد په دوران کی.

  5. دغه د۱۳۷۲(۱۹۹۲ یا۱۹۹۳ ) ترننې ورځې دا مردارئ چا اچولئ دي، داناټو چا راوستله او ټینګه ئې نیولې ده ۰زه نه وایم چې په حزب اسلامي کې پاکې ملائیکې تنظیم دی، نه حزب اسلامي هم خپل کلنګي قوماندانان درلودل۰ خو اوس نورپکاردي چې د جګړې مخه ونیول شي۰
    سمه ده توره مو وکړه شوروئ مو وایست۰ اوس د شوروي پلار موپه کورراننوځي۰ بې پوښتنې ملک دي دهرچا چې زړه وغواړي دخیبر دروازه ترې جوړه ده، یو وتئ نه وي بل راننوتئ وي۰ په پښتو کې ورته وایو( انـــډو خــر)۰ اوس په افغانستان کې د بهرنیو انډوخردئ ۰ زه صرف غواړم چې نورجنګ نه وي، او دهرانسان ژوند په امن کې وي، او نوردیوه یتیم اویوې کونډې مورلاس دچا د خیرات نیم پاوغوښې ته اوږد نه وي۰ هرڅوک دې کار ولري اوهرڅوک دې خپله حلاله روزي ولري۰
    دسولې مانا دا ده چې: ټول مرور ـ جنګي ـ ښه او بدغوني سره پخلا شي، ځکه د وچو له زوره لانده سوځې۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *