تاند- حزب اسلامي په کابل کې د خپل مشر ګلبدین حکمتیار په لاس د لیکل شویو کتابونو نندارتون پرانیست.
په دې نندارتون کې د حکمتیار ۱۱۸ کتابونه نندارې ته اېښودل شوی دي.
ښاغلي حکمتیار د سیاسي او جنګي هلوځلو ترڅنګ د سیاسي، او مذهبي مسایلو په اړه کتابونه لیکلي دي.
د نندارتون ځینو لیدونکو هیله څرګنده کړه چې ټول سیاسي مشران د توپک پر ځای له قلمه کار واخلي او خپل نظرونه نه یوازې اوسني بلکې راتلونکو نسلونو ته ورسوي.